راځئ ملګرو! سمـه دا لاره ده

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

کال ۱۹۷۹ عجبه کال ؤ. يوې خوا ته په سعودي عرب کښي انتهاپسندانو پر کعبه قبضه وکړه، بلي خوا ته په ايران کښي انقلاب راغی او درېيم جانب ته روس په افغانستان را ننووت. زۀ  د دوولسم کال تر تحصيل وروسته د ميډيکل  کالج د داخلې په انتظار وم. دا زما د عمر هغه برخه وه چي هرڅۀ په شدّت سره محسوسېدل. اسلامي نړۍ عجبه شان په ښور کښي وه. هيڅ نۀ معلومېده چي څۀ به کېږي. خو دومره پرې پوهېدم چي مغرب کمونيزم او اسلام په دې موخه سره ښکر په ښکر کړل چي که يو ماتې خوري او که بل ګټه به يې کېپيټليسټانو ته ځي. په ايران کښي د امريکا د روزلي شاهي نظام خلاف، د امام خمېني  اسلامي خوځښت په زور کښي ؤ. په سعودي عرب کښي هم د شاهي نظام پر ضد مذهبي قوّت را خوځېدلی ؤ. خو په افغانستان کښي د مذهبي قوّت سره سره کمونيسټان هم نور د شاهي کورنۍ واک منلو ته تيار نۀ ول. د ايراني انقلابيانو خلاف عراق استعمال شو. سعودي عرب او د دۀ مرستيالان په افغانستان کښي د کمونيزم د لارنيوي په موخه په کار راوستل شوه. د ټول جهان جنګيالي پر دې سيمه سره راغونډ کړل شوه چي د روس مخه په ونيوله شي. تاريخ ګواه دی چي تر دغه وروسته بيا څۀ رنګه روس شکست وخوړ او له افغانستان څخه څنګه ووت. 

 ليکوال:  ډاکټر باقي درانی 

د مجلې ګڼه: ۱۵مه

  د مجلې د چاپ نېټه:اپريل تا جون ۲۰۱۸ 

د روس تر ماتي وروسته امريكا د نړۍ يوازينی لوئ قوت پاته شو ځکه ئې نو د نورو ډېرو عالمي قوتونو په شان د فاتح په توګه ځان په جهان پېژندل غوښت. پر افغانستان ئې په ظاهره ښائي ځکه حمله وکړه چي دالته سره راغونډ شوي عالمي جنګياليانو ته ماتې وركړي. يا ئې په بله معنا ښائي چي تر نائن الېون وروسته  اسامه بن لادن او د هغه مرستيالانو طالبانو ته سزا وركړل غوښت، چاچي د دوئ په نېز د كال ٢٠٠١ د ستمبر د مياشتي په يوولسمه نېټه د امريكا پر غبرګولي مينارونو حمله كړې وه. خو اصل مرام ئې ښائي چي دا نۀ ؤ بلکې د دې سيمي د وسايلو کنټرولول ؤ. په افغانستان کښي د بېلا بېلو قدرتي وسايلو څخه ګټه اخستل به ئې موخه ضرور وه خو نظر ئې په اصل کښي د كاسپين سمندرګي د غاړي پر تېلو ؤ. په دې سيمه کښي د خپلي موجودګۍ په موخه امريکا ته ښائي چي د چين او ايران تر منځ د جنګي مېدان تلاش هم ؤ۱.

 د نائن الېون تر دغي ناوړه پېښي وروسته دا خاوره بيا د عالمګيريت تر نوي طوفان لاندي راغله او د نوي عالمي جنګ ميدان شوه. پر عالمي سطحه ځيني پوهان دا د مشرقي او مغربي تهذيبونو تر منځ ټكراؤ ګڼي چي د يويشتمي پېړۍ سره پېل شو. ځيني ئې د برطانوي دور د كالونايزېشن يو نوی شكل بولي او د عالمګيريت يا ګلوبلائزېشن په نامۀ د وړو قامونو پر وسايلو د قبضې وېره ترې څرګندَوي. ځيني ئې بيا د ګاونډيانو لګوَلی اور ګڼي چي بل ساتلو لره تېل هم دوئ پخپله ورباندي اچوي. څوك بيا داسي هم دي چي د عالمي نظام نوی تشكيل ئې ګڼي۲ او د وړو وړو قامونو د شناخت هيله ترې كوي او دا شناخت له نوي سره پر ثقافتي كرښو مبني ګڼي.  د دې سيمي پښتنو د همدغه شناخت د ساتلو په موخه په تاريخ كښي په زرګونو مبارزې كړي دي او څۀ نۀ څۀ خپلواکي ئې په خپلو مټو او خپله وينه  ساتلې هم ده،لکه چي خوشحال وائي۳:  

  چا زما مړوند ټينګ نۀ كړ په دا كار كښې

  ما دهر سـړي نه خلاص په  زور مړوند كړ

 ويښ خلګ له خپل شناخت او له خپلواكۍ هيڅكله هم سترګي نۀ پټَوي او په هر قيمت ئې ساتنه كوي. ځكه نو كه د امريكا د دې جنګ موخه هرڅۀ وي بايد چي پښتني سيمه نوره د جنګ ميدان پاته نۀ شي. كه خلګ دغه څلوېښت کلن جنګ د پښتنو شناخت، كلتور، مذهب او معاش لره حقيقي خطر ګڼي نو دي جنګ بندي وكړي او ورور وژنه ته دي نور دوام نۀ ورکوي۴. ناټو او امريكا ته دي په دې سيمه كښي د پاته كېدو نوره موقعه په لاس نۀ وركوي بلكې د وتلو لاري دي وركړي. سمه لاره دا ده چي پښتانۀ دي د احمدشاه بابا د فلسفې په ترڅ كښي جنګ له خپلو طبيعي حدونو نه بهر وباسي۵.

سمه لاره دا ده چي موږ دا ومنو چي جنګ هيڅکله هم د قام د پېچلو مسئلو حل نۀ شي کېدائ بلكې سبب ئې دی. ځكه نو دا زموږ آخري مجبوري كېدائ شي خو تر ډېره ئې دوام ورانۍ راوړي او د قام د بربادۍ موجب ګرځي. د دې وخت غوښتني نوري دي. اوس پر نوو كرښو په تواتر سره د ترقۍ هلي ځلي لازمي دي. د قام خواخوږي كه د پولي په يوۀ خوا دي او كه په بله، د امن او تعليم له افاديته ښۀ خبر دي. دوئ پوهېږي چي تعليم او زدكړه د ترقۍ زينې دي. د اوسني وخت تر ټولو لويه  وسله قلم دی. قلم د اوسني دور د هري شخړي مقابلې ته قام تيارولائ شي او د نړۍ په ګام د تلو قوت پكښي راپېدا كوي. 

موږ د نړۍ له نورو قامونو څخه ځكه  شاته پاته شو چي امن او تعليم ته مو هغه اهميت ورنۀ كړ كوم چي پكار ؤ. څلوېښت کلن لوئ جنګ مو معيشت را برباد كړ او د ترقۍ لاري راباندي وتړل شوې.  ترقۍ لره خو د نړۍ په ګام تګ ضروري دی نۀ چي د نړۍ د لويو طاقتونو تر منځ د خپلو بچو په وينه جنګ ته دوام ورکړل. دا وخت د پردو د تېري له كبله پښتانۀ پخپلو كښي سره بدګمانه دي، ځكه ئې د يو شمېر وګړو په برخه اورپُوكي او نظرياتي اِنتهاپسندي ده. د اورپُوكۍ يوازينی سبب مذهبي منافرت نۀ دی لكه چي د مغربي ميډيا  پروپيګنډه ده بلكې ډېري نوري وجهي هم لري۴. ځيني  مغربي هېوادونه په افغانستان كښي د منشياتو د تجارت سره دلچسپي لري، ځينې د چين او ايران تر منځ د اډو جوړولو په هلو ځلو دي او ځينې د منځنۍ آسيا د تېلو تجارتي لاري لټوي. ګاونډي هېوادونه هم په افغانستان كښي خپلي خپلي موخي لري. دا ټول ځكه لاس وهنه كوي چي خپلي خپلي اېجنډې تر سره كړي. د پرَدو دغه تېری په منطقي توګه د اورپُوكۍ لوئ سبب ګڼل كېدائ  شي.

د نړۍ تاريخ ګواه دی چي پښتانۀ د روايتي او مذهبي معاشرې خلګ خو دي مګر اورپُوكي نۀ دي۶. اورپُوكي خو د بهرَنيو د تېري په نتيجه كښي پكښي ګډه شوله. پښتانۀ چا په زور نۀ دي اېل كړي خو په دليل او درېيم ملامته مني. د مسقبل افغانستان به افغانان پخپله جوړوي، د دوئ په مرضي او د دوئ پر خپلو كرښو. د افغانستان امن او خوشحالي له دوئ سره تړلې ده او د دې قوي امكان شته چي افغانستان بېرته جوړ شي، ولي چي لوئ شمېر افغانان ويښ دي او د هېواد خواخوږي هم دي. مغربي قوّتونه او ګاوندي هېوادونه چي څومره خپله مرضي ورباندي توپي هغومره به د مقاومت سره مخامخ شي، ولي چي افغانان بهرني امداد كوونكو ته ښۀ راغلی وائي خو مداخلت يې نۀ مني. مغربي ليكوال نيك بي ميلنز وائي چي افغان ته كولنګ وركړه خو دا مۀ ورته وايه چي څۀ به په كيندې. خښتي وركړه خو دا ورته مۀ ښئيه چي څۀ به ترې جوړوې۷. پښتانۀ د مېلمنو قدر كوي، د مرستيالو احسان مني خو غلامي نۀ شي کولائ. ځکه نو د بهرنو د تېري جواب هم لري. 

 په دې سيمه کښي د اورپُوكۍ مخنيوی د افغانستان په جوړښت پوري اړه لري او د جوړښت اړه ئې په ټينګه مرسته پوري ده نۀ چي په بېلا بېلو تجربو او دسيسو پوري. مغربي قوّتونو ته پكار دي چي د روايتي او مذهبي افغاني ټولني احترام وكړي او دوئ ته دا موقعه وركړي چي پر خپلو كرښو د خپل هېواد د پر مختګ هلي ځلي وكړي- ظاهره ده چي دا كار يوازي د دوئ په خپل قوت نۀ شي تر سره كېدائ ځكه نو د نورو قامونو ټينګي مرستي ته اړتيا لري. كه چېري نړيوال قوّتونه هم پر افغان حكومت اعتماد ونۀ كړي نو عام خلګ بيا څنګه ورباندي اعتماد كولائ شي؟ او پر حكومت د اعتماد نۀ كولو معنا د ټېروريزم خلاف په جنګ كښي د شكست قبلولو مترادف ده. د وران او نړېدلي هېواد بېرته تعمير د امريكا او مغربي هېوادونو وعده وه خو پوره نۀ شوه- دوئ هم د روسانو په شان افغانستان وران كړ جوړ ئې نۀ كړ، ځكه ئې د بد عهدۍ په تور نيول يو منطقي عمل ښكاري۱-  

د نړۍ جنګ پرستان چي كله هم د لويي مقابلې اِرداه وكړي نو يې افغانستان په ياد شي، ولي چي دوئ د پښتنو وطن، کلکي اوږې او اوچتي حوصلې هر لوئ جنګ لره ضروري ګڼي. د دنګو غرونو اوسېدونكي دغه كلك خلګ چي كله به د هند حكمرانان وو او كله بيا د ايران، اوس د خپلو بدبختيو له كبله د هر عالمي جنګ اور بل ساتي لګيا دي. څه ئې ځمكه لېونۍ ده چي جنګياليان زېږَوي او څه اسمان هم ترې خفه ښكاري چي د وينو بارانونه ورباندي اورَوي. خلګ له پېوسته جنګونو اوس تنګ دي او د پائېدونکي امن دعا کوي. 

د روس او انګلستان تر منځ دغه پښتني سيمه پخوا هم د جنګ ميدان وه چي د لوئي لوبي په نامۀ تر ډېري مودې پېوسته جنګ ورباندي توپل شوی ؤ. له دواړو خواوو پښتانۀ پكښي وژل كېده او ګټه ئې د بل وه. د كمونيزم او سرمايه دارۍ آخري جنګ په همدغه ځمكه د امريكا او روس تر منځ پائ ته ورسېد خو ګټه ئې كېپيټليسټانو ته لاړه او تاوان ئې ټول د دې سيمي خلګو واخست. د عرب او ايران تر منځ پراكسي جنګ هم په اصل كښي پر دغه ځمكه دوام ودرلود چي ګټه ئې د بل شوه اوزيان ئې د پښتنو سادګانو په برخه ورَغی. د امريكا او انتها پسندانو  تر منځ اوسنی جنګ په همدغه سيمه كښي روان دی چي ګټه ئې دبل ده او مري پكښي پښتانۀ خواران. د هند او اسلام اباد تر منځ د كشمير کشاله لا دوام لري خو ميدان ئې اوس بدل شو او په افغانستان كښي يو له بله سره ښكر په ښكر دي. خلګ خپل خپل کورونه ژغوري، جنګونه پر نورو سيمو كوي خو زموږ بدنصيبي ګوری چي د بل جنګونو ته هم پر خپله ځمكه بلنه وركوو او خپل بچي پكښي وژنو. ياران په دې زعم كښي دي چي لويو لويو عالمي طاقتونو ته ماته وركړي خو په دې به ئې څوك پوهـ كړي چي دغه عالمي طاقتونه او جنګياليان پر خپله ځمكه ولي جنګ ته دوام نۀ وركوي؟ يا بيا خلګ دوئ ته د دوئ پر ځمكه شكست ولي نۀ وركوي؟

د دنيا هيڅ يو ويښ قام هم په اوسني دور كښي  پر خپله ځمكه جنګ نۀ غواړي. ولي چي جنګ بربادي راوړي ځکه نو د خېر هيله ترې نۀ شي كېدائ. له جنګ نه د خېر غوښتنه د لېونو خوب دی چي ښكاره تعبير ئې بربادۍ او دربدرۍ دي. جنګ به آخر تر كله پوري وي؟ 

د امنيت نهال په هغه ځمکه کښي وده کوي له کومي چي د نفاق ريښې وخېزي او هواره کړله شي. چي خلګ ئې روغي ته تيار شي او دغه د احمد شاه بابا پر كرښو امكان لري. دۀ لومړی کار دا وکړ چي  پښتانۀ مشران او عالمان ئې سره راغونډ كړل. د دوئ تر منځ  ئې  د روغي جوړي د پاره پر معقوليت او اعتدال مبني هلي ځلي پېل كړې.  ټول ئې  په  اعتماد كښي  واخستل. هر يوۀ ته يې د دۀ د حېثيّت او قوّت په ګچه د حق او احترام وركولو ډاډ ورکړ. بيا نو دوئ په روغه  جوړه راضي شول، ټول سره ملګري شول او په هېواد كښي ئې امن قايم وساتۀ. د دۀ به هر كله دا كوشش ؤ چي د خپلو خلګو تر منځ ئې نفاق وده ونۀ کړي او جنګ په هره توګه د هېواد تر طبيعي حدونو بَهر وساتي.

 د احمد شاه بابا ټينګه عقيده وه چي داخلي امن په انصاف عدم تشدد او روغه جوړه پوري اړه لري. د قبايلو تر منځ د انصاف په اړه دی له اوّله سره ډېر حساس ؤ. د دۀ عقيده وه چي داخلي امن که څۀ هم  پر درو  پښو ولاړ دی خو انصاف پکښي تر ټولو مهم دی. انصاف، عدم تشدد او روغه جوړه په امنيت قايمولو او ساتلو کښي د دۀ د حکومتي پاليسۍمهم ګټي وو. د دۀ په وخت كښي د هري قبيلې مشر په حقيقت كښي د يوۀ درانۀ حكومتي غړي حېثيت لاره او د خپل قوّت په حساب ئې په حكومتي وسايلو كښي حق ؤ. اوس هم مسئله دغه ده چي دخلګو سره انصاف وشي او كه داسي نۀ وي نو به ئې پردي په بېلا بېلو دسيسو د هېواد خلاف تر ډېره استعمالوي. دا تصوّر چي هر کس پر خپل سر د هېواد صدر جوړېدائ شي او يا بيا دا چي هر سړی پر خپل سر د دښمن مقابله كوائ شي، په اصل كښي د نۀ ختمېدونکي جنګ سامان پېداكول دي. 

زموږ په مذهبي او قبايلي ټولنه كښي هم دا امکان شته چي د واک تر لاسه کولو جمهوري نظام په کار راوست شي. كه د قبيلو مشران، خانان او علما په مِلي ټاكنو كښي سره ودرېږي نو به هر يو سمه نمائندګي  ومومي.  د جمهوريت حُسن همدا دی چي كه خان د خلګو خوښ نۀ وي نو دي ئې خلګ په ووټ له نمائندګۍ څخه محروم كړي.  جمهوريت په هېواد كښي د روغي جوړي پكار هم راوست كېدائ شي. تر روغي جوړي وروسته د عدم تشدد پر اصول امن تر ډېره وخته قايم ساتل كېدائ شي- پر نوو كرښو د نړۍ سره سم عدالتي او جمهوري نظام دپښتنو په ګټه دی. اوس به د قام خواخوږي د جنګ سارانو لاري نيسي او په روغه به ئې راضي کوي. بچيانو ته به تعليم وركوي او د صنعت وتجارت له لاري به د ټولني د معاشي ښېګړي هلي ځلي كوي. د اوسني دور وسله توپ او توپك نۀ دي بلكې تعليم، ټېكنالوژي او معاشي ښېګړې ده. قامونه هماغه پائي كوم چي د زمانې په ګام سم روان وي او د وخت د بدلون سره سم خپله  وسله  بدلوي. څوك چي جنګونه د بل په وسله ګټي، كله كله د جنګ په منځ كښي بې وسله هم پاته شي. ځكه خپله وسله په خپل هنر جوړول د قام دپايښت ضمانت وركوي او دغه هنر د تعليم او ټېكنالوژي په بركت زده کېدائ شي۸.

نن دې جنګ ځپلي قام ته د خپل پايښت په خاطر د تعليم او نوو سائنسي طريقو د استعمال ضرورت دی چي د زمانې په ګام د تګ بشپړ صلاحيت ومومي. د معاشرتي او اخلاقي قدرونو په رڼا کښي د اصلاح كارونو ته مخه كړي او د قامي جذبې سره سره د استدلال غوره اصولونه هم خپل كړي. په راتلونکي وخت كښي بېلابېل امكانات موجود دي، دا په موږ پوري اړه لري چي كومه لار خپلوو. حتمي موخه مو بايد چي د نوي نسل جوړښت يا تعمير وي. دغه جوړښت به پر كومو كرښو كېږي؟ د دې سوال د ځواب به يوه لنډه غوندي جايزه واخلو.

د كس شخصيت د دۀ په موروثي مېلاناتو پوري اړه لري۹ چي په سائنسي توګه ئې تړاو د نروس سيسټم يا عصبي نظام سره دی. دا په ظاهره ددۀ پر جبلتونو، احساساتو، عادتونو او بشپړه حافظې مشتمل ښكاري. د مثال په توګه د يوۀ دروند سړي  درندتيا  يوې خوا ته د دۀ د كورني وراثت سره ټينګ تړاو لري او بلي خواته د ژوندانۀ په بېلابېلو تجربو پوري هم اړه لري. چونكې د يو کس شخصيت د عمر او تجربې سره ورو ورو بدلېږي ځكه نو د دې خبري قوي دليل دی چي پر سائنسي نظم د ښۀ شخصيت تعمير کېدلائ شي. 

په عمومي توګه هم دا خبره صحيح ښکاري چي د انسان د شخصيت تعمير پر پنځو بېلا بېلو  سطحو  كېدائ  شي. اوّل تربيت ئې د خپل كور پر سطحه کېږي چي دی له مور، پلار او عزيزان څخه  ډېرڅه پکښي زده کوي. دوهم مكتب دی چي د شخصيت په تعمير کښي بنيادي حېثيت لري. درېيم هغه ټولنه يا ماحول دی په کوم کښي چي دی ژوند کوي. څلورم د دۀ قامي تهذيب او كلتور دی چي پر کرښو ئې د دۀ تر بيت او تعمير کېږي. پنځم پر عالمي سطحه د حالاتو بهاؤ او بدلون دی چي يو کس ورو ورو اثرات ترې اخلي. 

کور هغه ځای دی چي د هر ماشوم د شخصيت تعمير پر ړومبۍ سطحه پکښې کېږي. دا هغه اوّلنی ښوونځی دی چېري چي د خپل پلار او مور څخه د زدكړي پېل كېږي. ژبه ترې زده كېږي، دميني احساس ترې اخست كېږي، دخوراك، څښاك او پوښاك اداب ترې زده كېږي او تر ډېره حده روحاني تربيت هم د دوئ له غېږي شروع كېږي. ماشوم چي كله په څه پوهه شي نو له پلاره بېلا بېل سوالونه كوي او د دغو سوالونو كوم ځوابونه چي دی له پلاره اوري هماغه ئې عقيده او د راتلونكي ژوند هنداره وي. ولي چي دغه د دۀ د شخصيت په جوړښت كښي ډېر لوئ ځائ مومي. د كور تربيت تر ډېره حده د انسان په راتلونكي ژوند كښي د دۀ په شخصيت كښي د بېلابېلو اقدارو په توګه يو خاص مقام لري او دی په پېژندل كېږي.

د انساني شخصيت د جوړښت په اړه دوهمه سطحه د مكتب ده ولي چي له كوره ماشوم كله مكتب ته تګ راتګ پېل كړي نو ئې د نورو ماشومانو سره د استاذانو تر تربئې لاندي ناسته او ولاړه كېږي او هغه څه ترې زده كوي كوم چي دۀ په خپل كور كښي نۀ وي زده كړي. معنا دا چي د ماشوم علم ورو ورو په مكتب كښي زياتېږي او په شخصيت كښي ئې غوره بدلون راځي. د صفائي، نظم و ضبط، صبر، روادارۍ او همدغه شان نورو ډېرو څيزونو زدكړي كوي لګيا وي چي د دۀ د شخصيت په جوړښت كښي مهم ځائ لري. حقيقت خو دادی چي دا وخت څومره ضرورت موږ وَ تعليم ته لرو ښائي چي بل قام به ئې نۀ لري. دلته خو دا وخت په جنګ ځپلي هېواد كښي ماشومان له بُنيادي تعليم څخه هم محروم دي نو د شخصيت جوړښت به ئې څنګه امكان ولري. 

درېيم څيز چي د فرد د شخصيت په تعمير كښي مهم ګڼل كېږي هغه ټولنه يا ماحول دی چي ورو ورو د ماشوم پر عادتونو اثر كوي او د دۀ د شخصيت جوړښت په كېږي. د معاشرې د دود، جهاندارۍ او سړيتوب په اصولونو ئې سر خلاصېږي او د ښۀ او بد معيار هم ورته معلوم شي- كه په ټولنه كښي بدۍ وي، نفرتونه وي، بغض وي، عناد وي، تربورګلوۍ وي، سركښي وي، قتل وغارت وي، اغوا ګاني كېدې، غلاوي وې، او نشې وي نو به په دغه ماحول كښي همدغه څه زده كېږي- او كه مينه وي، مرسته وي، اخلاص وي، ورور ولي وي، امن وي، ښكلا وي، خوشحالي وي، علم وي، دليل وي او اعتدال وي نو بيا د ټولني وضع بېله وي.

د يو کس د شخصيت د تعمير څلورمه سطحه د هېواد يا وطن ده. كه په هېواد كښي د قانون حكمراني وه ، امن ؤ ، انصاف ؤ ، نظم او ضبط ؤ، د معاش مواقع  وې، آزادي وه، جمهوريت ؤ نو به ئې د وګړو د ښۀ تعمير په لار كښي هيڅ يو خنډ هم نۀ وي. او كه ټبرواكۍ وې، شر ؤ، فساد ؤ، لاقانونيت ؤ، اورپُوكۍ وې، خودسرۍ وې، سركښۍ وې كرپشن ؤ او وطن فروشي وه نو به ئې د وګړي پر شخصيت اثرات همدغه شان منفي وي-

 د انساني شخصيت د جوړښت په اړه پنځمه سطحه د جهان ده چي "عالمي سطحه"  هم بلل كېږي- پر عالمي سطحه  يو ګرځېدلی سړی په حال پوره خبر وي ځكه د نورو په چل ول پوهـ وي، څوك ئې نۀ شي خطا كولائ. دعالمي لټرېچر مطالعه د شخصيت په جوړښت كښي ډېر لوئ رول لوبوي. د عالمي تجارت په اصولونو خبر سړی د هېواد معيشت جوړولائ شي. همدغه شان پر عالمي سطحه خراب حالات د آګاه خلګو دپاره د فكر ټال وي. پېوسته بهرني مداخلتونه د وګړو پر نفسياتو ښۀ اثرات نۀ پرېږدي. ځكه خو دا وخت موږ پر هره سطحه د اضطراب ښكار يو. په خپل كور كښي د سياست پر نامۀ ورور د ورور سره په جنګ دی. پوهنځي په بمونو الوزوو لګيا يو. ټولنه مو د جنګ سالارانو د وجهي برباد ده چي كلي په كلي ئې بدۍ كرلي دي. وطن مو له  پېړيو راهيسې د نۀ ختمېدونكي جنګ ميدان دی. پرعالمي سطحه موږ د پېوسته بهرنيو مداخلتونو ښكار يو. د افغانستان د بدو ورځو اصل اسباب هم دغه دي. ښائي چي  پېوسته عالمي مداخلتونه به ئې تر ټولو لوئ سبب وي خو ورسره ورسره داخلي نيمګړتياوي هم دي، ځكه ئې د پښتني ټولني هر وګړی تر اثر لاندي ښكاري.

په دغو كړ كېچنو حالاتو كښي به سمه لار دا وي چي اوّل په دې سيمه كښي د امن دپاره په ټينګه هلي ځلي وشي، ورسره ورسره تعليم عام كړ شي چي خلګ د زمانې په ګام روان شي. د تعليم سره د خلګو معاش پخپله ورو ورو سمېږي. په اوسني دور كښي د آزادۍ ساتنه هم په امن تعليم او معاش پوري اړه لري. همدغه به په راتلونكي وخت كښي د خپلواكۍ د ساتني ضمانت وي. امن،  تعليم،  معاش او آزادي ټول يو په بله اړه لري. پښتانۀ بايد د عالمي تجارت لاري خلاصي كړي ولي چي تجارت لره د دې سيمي جغرافيائي موزونيت زموږ د معاشي ګټو يوازينۍ منطقي لاره ده. هسي هم اوس ډوكلۍ شوې، بارانونه نۀ كېږي، مالدارۍ او زراعت پر ځوړه روان دي، صنعت موږ نۀ لرو او حكومت مو خلګو ته د روزګار وركولو طاقت هم نۀ لري نو بيا د تجارت بغېر د معاش بله لار نۀ پاتېږي. د دغه تجارت پر نامۀ د آيي ايم اېف او عالمي بينك قرض د ځان وژني مترادف دی. ځكه نو بايد چي تجارت په خپلو وسايلو وي نۀ چي د  بل په پور. كه بيا چېري پور بېخي ضروري شي نو ئې مصرف بايد پخپلو شرطونو وي نۀ چي د دغو ادارو په مشورو، ولي چي ددوئ مشورې وړو قامونو لره تر زولنو كمي نۀ دي.

جمهوريت چونكې د حكومت كوولو هغه سسټم ته وئيل كېږي چي د خلګو د اكثريت په مرسته، د ووټ له لاري،  د خلګو دپاره د دوئ په خپله خوښه جوړ شوی وي، ځكه نو په دې پېر كښي تر ټولو بهتر حكومتي نظام  ګڼل كېږي- د حكومت كولو دغه جمهوري نظام د څۀ نۀ څۀ بدلون سره د نړۍ هر هېواد لره ځكه غوره نظام بلل كېدائ شي چي بنسټ ئې د خلګو پر اجتماعي رايه باند ولاړ دی.  په دې سيمه كښي به د جمهوريت شكل يقيناً له مغربي ملکونو بېل وي، ولي چي موږ خپل بېل شناخت او بېل سيمه ايز حالات لرو، خو په دې كښي څۀ شك نشته چي همدغه يوازينی غوره حكومتي نظام دی. چونكې زموږ ټولنيز ضرورتونه داسي دي چي د بېل او ځانګړي جمهوري نظام تقاضا كوي ځكه به نو افغاني حكومتي نظام يو مختلف انداز ضرور ولري خو په عملي توګه د جمهوريت په پرَته  هيڅ بله چاره نشته. برائن مېګي په خپل کتاب  The Story of philosophy   کښي د نوموړي فلسفي سپينوزا دا قول را نقل کړی دی چي ۱۰ : 

“The True Aim of Government is Liberty”

                     يعني  > د حكومت اصل مقصد آزادي ده> 

د يوې سيمي د پرمختګ راز د خلګو په ځان پېژندنه او قامي مينه پوري اړه لري. ويښ خلګ د قوميت، مذهب او انسانيت په بېلا بېلو حېثيتونو پوهـ وي. د مذهبونو د احترام سره سره د انسانيت د ګډو قدرونو ادراك هم لري، ځكه نو د قام د بقا او پرمختګ لاري لټولائ شي. ليکوال قامونو ته د ځان پېژندني او بېدارۍ بېلا بېلي لاري ښئي چي د وخت په بهاؤ کښي  د زمانې د چل و ول پوهۀ ښندي، ځكه خو رحمان بابا وائي چي ۱۱:

                 اندېښنـه  سړی بېدار كاندي له خوبـه

                        كم انديشه كه بېدار دی بېدار نۀ دی

                        د چشمانو په ځمبل كي تېر وبېر شي

                        اعتبـــــار   د  زمـــانې   اعتبـــــار   نـــۀ  دی

دټولني تر ټولو اوّلنی ضرورت امن دی. كه امن نۀ وي نو د تعليم، شعور، نجات او آزادۍ تصوّر نۀ شي كېدائ. ځان پېژندنه چونكې د نظرئې په موجودګي كښي د طلب او سعي يا كوشش سره  تړاو لري او د نظرئې اړه په يقين، طاقت او علم  پوري ده، ځكه نو د يقين يا عقيدې تقاضا داده چي د نظر زاويه سمه کړه شي، ورور وژنه بس كړه شي، خپل طاقت سره يو ځائ كړشي او بېځايه استعمال ئې ونۀ شي. د علم دروازې پر خپلو ماشومانو خلاصي كړلي شي، چي د زمانې په ګام د تګ صلاحيت ومومي. په عمومي توګه په خلګو كښي ښۀ خويونه كم او بد پكښي  زيات وي . دا وخت زموږ په ټولنه كښي هم دوه قِسمه خلګ ليدل كېږي. لوئ شمېر د هغو عامو خلګو دی چي لا ويښ نۀ دي، ځانونه ئې نۀ دي پېژندلي او د بشريت تر بُنيادي سطحي لا نۀ دي اوچت شوي. بشريت د انساني وجود هغي طبيعي سطحي ته وئيل كېږي چي په خلګو كښي له ازله وجود لري. دغه خلګ د امن، تعليم، شعور، نجات او ازادۍ په مطلب هم نۀ وي خبر. هر كس د بشر په حېث خپل وجود لري خو د سړيتوب اوچت قدرونه پكښې نۀ وي ولي چي دوئ د فطرت د منفي بنديزونو تر اثرلاندي ژوند كوي لګيا وي.

پايله دا چي  ملت نن د يوۀ ځلاند سبا په څار دی. اتفاق، امنيت، تعليم، تجارت او جمهوريت د قام د مستقبل لوئ ضرورتونه دي چي په هره توګه تر لاسه كول دي. موږ د يوه ژوندي قام په حېث له ازله د بقا په هلو ځلو يو او د تاريخ په څپو كښي په همدغه شان له پخوا راروان يو. جنګونه راباندي توپل كېږي، مګر د امن، تعليم او تجارت په اړه مو فكر له هيچا سره نشته. په دغه شان جنګونو كښي فتح او شكست دواړه په تاوان تمامېږي. ولي چي دنړۍ پوهانو د ʼبوداʻ دا قول صحي منلی دی چي ”هره فتح نفرت زېږوي ولي چي مفتوح كله هم په خوښ نۀ وي“ ۱۲. د نېشنليزم معنا دا نۀ ده چي پر خلګو په زوره خپله نظريه وتوپل شي بلکې د قام د ښېګړي په موخه تر ډېر څۀ ورتېرېدل دي. د مذهب دا مظلب نۀ دی چي هر اختلاف کوونکی له منځه يوړل شي بلکې مخالف ته د سمي لاري ښوونه او دحق ترغيب دی. تر كومه چي په ټولنه كښي د امن، تعليم ، تجارت او جمهوريت فكر غالب نۀ شي د قام حال نۀ شي بدلېدائ. همدغه سم فكر دی چي په ټولنه كښي غوره بدلون راوستائ شي، نفاق ختموائ شي، امن قايمَولائ شي، تعليم عام كولائ شي، تجارت پراخولائ شي اوجمهوري نظام په خلګو منلائ شي. سمه لاره داده چي د دې سيمي خلګ د شر مخه ونيسي، د خېر په هيله حقيقت ته غاړه كښېږدي او له خپله كوره عادي جنګ پرستان وشړي. جنګ دي له خپلي سيمي ليري كړي. د خېر کار لره به د قام وګړي پخپله را پاڅېږي او خپل حالات به بدلوي. که دوئ پخپله همت ونۀ کړي، يو او بل سره ونۀ بخښي، د تعليم او تجارت لاري خالاصي نۀ کړي، نو هيڅوك هم د دوئ حالت نۀ شي بدلولائ. د دوئ د منشا او ارادې بغېر نۀ امريکا، نۀ روس، نۀ چين ، نۀ عرب، نۀ هندوستان او نۀ څۀ بل قوّت پر دې سيمه امن راوستائ شي. د پائېدونکي امن دپاره بايد خلګ به پخپله يو بل ته لاس سره وركړي او يو د بل مدد وکړي. د خېر دپاره به ملا او خان،  مشر او كشر، ځوان او سپينږيری، امير او غريب، ملک او بزګر، عالم او امي ټول په ټينګه پائېدونکي امن لره هلي ځلي كوي. حقيقي امن د غېر مساوي خلګو تر منځ هم قوي امکان لري او پايښت لرلائ شي. دا ضروري نۀ ده چي پر هره سطح دي د برابرۍ پر بنسټ وي. دغه شان دعوه پخپله د ماتي سر ږدي ولي چي د برابرۍ منډه پخپله هم جنګ ته دوام وركوي. كله چي په ټولنه كښي د خلګو تر منځ فطري توپير ومنل شي نو امن پخپله راځي او پايښت هم مومي. د امن دپاره به د بل په خوا نۀ ګورو بلکې  پېل به  پخپله کړو. يو بل به سره بخښو. په اخلاص به د امن قايمولو هلي ځلي کړو  او په خپل همت به امنيّت ساتو هم. همدغه سمه لاره ده چي د ځلاند سبا دپاره سفر ورباندي کېدائ شي.

     

اخځليك

۱- احمد رشيد، ʼ دامريكا بد عهديʻ اردو ترجمه شفقت تنوير مرزا، 

     وين غارډ بُكس ، كراچي، ٢٠٠٩ - 

۲ - سېموئيل پي هنټينګټن ، دتهذيبونو ټكراؤاودعالمي نظام نوی جوړښت 

     The clash of civilizations and the new world order) )

      اوكسفورډ،  ١٩٩٧

۳ - خوشحال خان خټك، ʼ دخوشحال خان خټك كليات ʻ سمون د عبدالقيوم  

       زاهد مشواڼي، دانش خپرندويه ټولنه ، ملي ماركېټ،  كابل ٢٠٠۵

۴ - امين سېكل، Modern Afghansistan: a history of struggle 

       يعني  ʼ نوی افغانستانʻ، آيي بي ټارس لندن او نيويارك، ٢٠٠۴

۵-  ګنډا سينګ ، احمد شاه ابدالي ، تصحيح  محمد بابرجاوېد،   لاهور ، ٢٠٠۴ 

۶-  غبار غلام محمد، افغاستان در مسير تاريخ ، كابل، ١٩۶٧- 

۷-  نيك بي ميلنز،ʼ كرزیʻ Karzai:The failing American intervention 

      جان ويلې انډ سنز، هوبوكن نيوجرسي ، امريكا، ٢٠٠

۸-  -  ډاکټر باقي درانی، ʼ د فکر ټال ʻ ، صحا ف  نشرياتي  موسسه، 

        كاسي   روډ  كوټه ، ٢٠١٣

۹ -  ډيورانټ وِل، ʼ نشاطِ فلسفه ʻ The Pleasures of Philosophy

        ژباړن محمد اجمل،  فيكشن هاؤس  مزنګ روډ، لاهور، ٢٠١٠ -

۱۰-  برائن مېګي ،  The Story of philosophy   

       ډارلنګ كائنډسثلې Darling Kindstley Book     ، لندن،  ٢٠٠١

۱۱-  رحمان بابا،  ʼ د رحمان بابا کلياتʻ دانش خپرندويه ټولنه ، پېښور،۲۰۰۵.

 ۱۲-  هوچيسن، جان او آنتوني سميتهـ، ʼ نېشنليزمʻ   Nationalism ، 

         آكسفورډ  يونيورسيټي پرېس، لندن، ١٩٩۵-  د ٩ مهيمو  مُصنيفا نو مضا مين 

 

 

 

 

 

 

FacebookMySpaceDiggDeliciousStumbleuponGoogle BookmarksRedditNewsvineTechnoratiLinkedinRSS FeedPinterest

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ