د ملا تصوف 

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

ليکوال:پوهنيار محمود مرهون 

   د مجلې ګڼه: ۱۶مه

  د مجلې د چاپ نېټه:جولائي تا دسمبر ۲۰۱۸ 

Obstruct: 

Pashto Poetry got a poet of fresh taste at time when it had become static. An old long-bearded man appeared from the unknown calling himself Hadi Mula and having only one book published namely the The Beat of Time (Da wakht zarb). He did not look as an ordinary man. A life full of defeats, struggles and exile had made him congest all of his life in this one book where every single verse contains a book of stories. In this essay, I have tried to explore the angle of his poetry that touches love, beauty, their connection with God and his bold approach of expressing it. Though, it may not be perfect, It, certainly, will serve as a good start.

 

لنډيز:

پښتو شاعرۍ په داسي وخت کښي په نوي ډنګ او خوند کښي يو شاعر پېدا کړی چي شعر يک نواخته شوى ؤ. يو سپين ږيرى په لو ږيره شاعر له کومي ګوښې را پېدا شو او ځان ته ئې هادي ملا وايه  او يوازي يو کتاب ئې چاپ شو چي "د وخت ضرب" نومېږي. دغه سپين ږيرى يو عادي سړى نۀ معلومېدی له ډېرو ماتو، مبارزو او پردېسيو څخه داسي سوى لوئ ؤ چي خپل ټول ژوند ئې په همدې يوه لنډ و ګنډ کتاب کښي داسي ځائ پر ځائ کړى ؤ چي هر شعر ئې يو سمندر ؤ او په هر شعر کښي ئې کتابونه خبري وې.

په دغه لنډه مقاله کښي زۀ د همدې متبحر شاعر د شعر يوازي يو اړخ مينه، ښکلا او په پائ کښي د ټولو انجام د خدائ سره د هغه رندان او پايلوچه يارانه را سپړم. که څه هم چي په بشپړه توګه به نۀ وي خو دا به يو ښه پېل خامخا و اوسي.

سريزه: 

شعر او شاعري هغه الهي ورکړه ده چي پر هر چا ئې نۀ لوروي بلکې ځينو خپلو خاصو بندګانو ته ئې ورکوي. که څه هم چي له پخوا مي يوه مقوله ولاکه چي چېري لوستې که مي اورېدلې چي د نړۍ انسانان ټوله شاعران دي خو ځيني ئې ژبور کېږي او ځيني ئې بې ژبي پاته کېږي. دغه مقوله په ډېرو ځايونو کښي ارسطو ته منسوبه ده خو د شعر او شاعرۍ په هنر کښي تر ټولو مهمه خبره دا ده چي شعر درڅخه و ووئيل شي نۀ دا چي شعر ته کښي ني او په زوره په ځان شعر و وائي.

حالات انسان ته پر بېلابېلو وختو بېلابېل شخصيتونه ورکوي. د امکاناتو په وخت کښي مستي، د استراحت په وخت کښي سستي او د ماتي په وخت کښي خدائ پرستي. دا يو داسي واقعت دی چي ډېر خلګ ځان ځيني کاږي او ځان تېر باسي. هادي ملا په ځوانۍ کښي يو ټکه مسته زلمى ؤ. په کابل پوهنتون کښي ئې د خاصي ځوانۍ او لياقت مثالونه ورکول کېدل. ارواښاد مجروح  به په خپلو لکچرونو کښي همېشه د دوهم ځلي تشريح له پاره دى ولاړوه. خو د همدغي ټکه مستۍ له امله په انقلابي حالاتو کښي استادۍ ته پرېنښودل شو. په هغه براندي ځوانۍ کښي چي لا ډېر پر ځائ کلک سترګى او رندانه ؤ له هېواد پردېس او هر څه ته ئې شا کړه. دا په داسي حال کښي وه چي يوه شعر به ئې د دولت د لوړو مامورينو د دوو مياشتو د تنخوا برابر حق الزحمه اخستله  خو زموږ د بد بختي ټولني يوه ناخواله هم دا ده چي له تکړه خلګو سره مو عقديان د خپلو عقيدو د سړولو له پاره دښمني پېل کړي او هغه بيا نۀ د ځان په درد وخوري نۀ د وطن.

لنډه  دا چي هادي ملا له يوې ټکه مستي ځوانۍ او پردېسۍ وروسته پر داسي وخت خپل کتاب "د وخت ضرب" د خپلو پيروانو په زاريو او جګيو کښي چاپ کړی چي د پښتو شعر رنګ ډېر پيکه او يک نواخته شوى ؤ. د هادي ملا "د وخت ضرب" داسي اشعار لري چي په سلګونه ځله لوستلو هم سړي ته تکراري نۀ معلومېږي او د دې يو علت شايد د ملا پختګي او لسګونه کاله رياضت وي.

په دې لنډه مقاله کښي د ملا د شاعرۍ صوفيانه خواوي چي ملا خپله شايد ورته متوجه لا هم نۀ وي را سپړل کېږي. ځکه ملا مسلکي صوفي نۀ بلکې پر ښکلا مئين دی او د نړۍ ټوله ښکلا د ښکلي مالک له برکته ده. ملا د همدغه ښکلا پرستۍ او ميني په زور لا شعوري صوفي شوی او موږ ئې دلته دغه صوفيتوب را سپړو.

اصلي متن:

 رحمٰن بابا  ډېر کلونه پخوا وئيلي ؤ چي:

دا جهان دی خدائ له عشقه پېداکړی

د همو مخلوقاتو پلار دی دا

(٢:١٤ )

مينه خدائ د خپل خليفه او ځائ ناستي(انسان) په وجود کښي تر بلي هري پديدې زياته ځائ کړې ده. مګر ځيني ئې سترګور کړي دي او د حقيقي ميني پر خوا تللي دي او ځيني ئې لنډ فکري کړي دي او د مجاز په تلکو کښي بند شوي دي. عبدالهادي ملا هغه صوفي مسلکه، صوفي مجازه او صوفي فکره شاعر دی چي د الٰهي ميني په جذبه کښي پوپناه دی. هغه له خدائ سره دونه رندانه مئين دی چي ځان بېخي د خدائ سيورى ورته ښکاري.

تور او سره ټکي پې يمه، کاتب زۀ خو قلم ستا دی

...

و درشل ته ئې دروړمه، روان زۀ خو قدم ستا دی

...

اومه خټه پخومه بټۍ زما ده خو دم ستا دی

(١١: ١-٢)

 سيورى د يوه موجود دوهم وجود دی، هر سيورى د خپل اصل وجود فرعه ده او کله چي اصل حرکت کوي نو فرعه ئې هم پر حرکت راځي، تاسي ګوری ملا دلته هرڅه پر خدائ ور اړوي او ځان د هغه په لاس متحرک بولي. خدائ خپل يار او ډېر نږدې دوست بولي هغه خپل اصل ګڼي او ځان فرعه را ښئي. 

د هغه له مخموري او رندانه شاعرۍ هر څوک ځان ته خپله برخه بېلولائ شي، مګر د هغه پايلوچه او ياغي مينه خپله ځان ته يوه بېله دنيا ده. د هغه په هره مسته ناره کښي د الٰهي ميني څرکونه تر سترګو کېږي، هغه ياغي دی مګر له عالمه، نۀ له خپله خالقه. هغه له دې مصنوعي ژونده بې زاره دی او د خدائ پر لور منډي وهي، لکه خپله چي وائي:

د قضا د مسند مشره په نومونو دوکه نۀ شې

مرګ اووه رباطه ليري، ژوند زما غاړي راپرې کړې

 

 (١١: ٤٣)

هادي ملا په دغه رندانه توب کښي يوازي نۀ دی په دغه ځائ کښي دى مطلق د خان غني خان  پر پله پل ږدي. خان غني خان هم تر ډېره له خدائ سره همداسي رندانه او مستانه انداز لري. که څه هم چي هادي ملا په هر ځائ کښي غني ته د خپل پير او مرشد په سترګه ګوري او همېشه د خپل يوه ايډيال په توګه ئې معرفي کوي او د هغه شعرونه په دونه سوز او ساز وائي چي ما له بل هيچا څخه د هغه دونه په خوندور انداز د هغه تشريح نۀ ده اورېدلې. د پورتنۍ ادعا له پاره به بده نۀ وي چي د غني خان د رندانه ميني دا رنګ دلته و ګورئ:

 

خدايه عقل چي ؤ زړۀ دي ولي راكړو؟

په يو ملك كښي دوه خود سره بادشاهان

ولي ماته دي عطا كړو فكر و خيال؟

ولي ولي په رڼا ورځي خوبونه ؟؟

ولي جوړ دي د يار سترګو كښي جنت كړ؟

ولي تريخ دي كړو بېلتون اوخوږ وصال ؟

خدايه ولي دي ځواني هر چا له وركړه ؟

خدايه ولي دي پېدا كړل اميدونه ؟

ولي ما له دي د ولي طاقت راكړ؟؟

خدايه ولي؟ خدايه ولي؟ خدايه ولي؟

                                                   (٥:٢٧٢-٢٧٣)

د عبدالهادي ملا "د وخت ضرب" کتاب چي را خلاص کړې په لومړي شعر کښي مو ئې پر دغه کرښو سترګي لګېږي: 

زۀ ليکم ليکلي ليکي، ترنم د ترانې

زما يو حسن په زړۀ اوري

جوړوم ئې تصويرونه

ما يو خوب په زړۀ ليدلى

پلټم ئې تعبيرونه

(١١: ١)

په پورته کرښو کښي تاسي ګوری چي ملا دا څرګندوي چي خالقه تا له ازله هر څه هست کړي دي موږ صرف د ممثلينو په څېر هغه تمثيلو او زموږ دنده يوازي دا ده چي ستا پنځول شوي هنر ته فزيکي وجود ورکړو. تر همدغه کرښو لاندي د دغه بند په آخر کښي ستاسي سترګي پر دې لاندي کرښه لګېږي:

تور او سرۀ ټکي پې يمه، کاتب زۀ خو قلم ستا دى

 (١١: ١)

صوفيان او عاريفان په خپلو منځونو کښي د دوه ګونو فلسفو وحدت الوجود او وحدت الشهود پر لارو روان دي. ځيني ئې وائي چي همه اوست(ټوله هغه دی) او ځيني بيا وائي چي هم از اوست(هر څه له هغه دي)(٨: ٦٧-٦٨).  هادي ملا په دغه کرښه کښي د وجوديانو پر پله پل ږدي د همدې شعر د هر بند په آخر کښي به د هغه د وجوديت ثبوتونه لا تاسو ته ثابت شي لکه وائي چي:

و درشل ته ئې دروړمه، روان زۀ خو قدم ستا دی

 (١١: ٢)

يا دا چي:

اومه خټه پخومه بټۍ زما ده خو دم ستا دی

(١١: ٢)

دا هم وګورئ:

د ځان غم دي پر ما بار دی، په دې وره کښي نۀ ځائېږې

دلته ټوله، دى او دى دی، تۀ په دۀ کښي نۀ ځائېږې

 

 (١١: ٢٥)

يا هم:

دا تۀ څوک ئې؟ دا زۀ څه يم

چي تۀ زۀ ئې ؟ که زۀ تۀ يم؟

نۀ دي پېژنم چي څۀ ئې؟

دومره پوهه يم چي تۀ ئې

تۀ ئې تۀ ئې ټوله تۀ ئې

ټوله تۀ ئې ، ټوله تۀ ئې

تر آخره

(١١: ٩٣)

 

مګر په يوه بل ځائ کښي بېرته د شهوديت پر خوا ورځي او څوک داسي انګېري چي ملا شايد وحدت الشهودي وي لکه دى چي وائي:

يو خوا حُسن دلفريبه، بل خوا سترګي بې جلبه

ستا فطرت ربه! جنجال دی، منځ کښي هسي زموږ قصه شي

 

 (١١: ١٣)

دلته تاسي وينئ چي ځان د خدائ له ذاته بېل بولي او زموږ قصه د خدائ ج له قصې بېله بولي.د وحدت الوجود اساس دا دی چي ټول کائنات د خدائ د وجود برخه بلل کېږي، د ملا نږدې ټوله شاعري د وحدت الوجود پر فلسفه راڅرخي او هر ځائ ځان د خدائ د ذات برخه بولي لکه دی چي وائي:

د ځان غم دي په سربار دی، په دې وره کښي نه ځائېږې

دلته ټوله دى او دى دی تۀ په دۀ کښي نه ځائېږي

 (١١: ٢٥)

مګر په هغه بل برني بيت کښي تاسي ګورى (دلفريبه حسن) او (بې جلبه سترګي) او يا هم بېرته زموږ قصه يعني له خدايه د انسان بېل بللو يو ډول د شهوديت نخښه ده.

يا هم دلته تاسي په دې بيتونو کښي ګوری:

مرګه! جار دي تر پنجو شم د جانان په لور مي بيائي

خو دا سترګي کړه لږ نرمي د ارمان په لور مي بيائي

 (١١: ٦١)

که زۀ د خدائ د ذات برخه يم نو بيا ماته مرګ او ژوند معنا نۀ لري که ژوندى يم هم د هغه د ذات برخه يم او که مړ يم هم، نو دلته تاسي وينئ چي ملا له مرګه هيله کوي چي ما د خپل جانان يعني خدائ پر لور يوسه دا د دې ښکارندوي کوي چي بېرته موضوع شهوديت ته ورګرځي.

يا هم تاسي په دې بيتونو کښي ګوری:

ټوله شپه ئې په خوب وينم، چي را ويښ شم خوب مي هېر وي

ټوله ورځ ئې پل څارمه، يار راغلى نۀ يا تېر وي

دا څه ستړې ده را پېښه، د سايو سره ګذران شو

يا په سيوري مي غېږ ډکه، يا ښکالو رانه چاپېر وي

 

 (١١: ٦٥)

په خوب کښي اکثره وختونه خلګ هغه څه ويني چي ځيني ليري وي او يا ئې لاس نۀ ورسېږي ځکه خوبونه له لاشعوره را وزي او لاشعور ته هغه شيان ځي چي په عام ژوند کښي ئې د ترسره کېدو امکان نۀ وي مګر کله چي يو ذات د بل ذات برخه وي او هغه يا په خوبونو کښي ويني يا ئې د راتګ لاره څاري دلته يو څه معقوليت له منځه ځي که چېري يو څوک د يوه ذات برخه وي نو هغه ذات که حرکت کوي نو د ذات ټولي برخي متحرکه کېږي دلته بيا خبره د شهوديت خواته ځي يا هم د سيوري موضوع ده.

 موږ مخکښي ووئيل چي جسم اصل دی او سيورى ئې فرعه ده نو که څوک د اصل برخه وي موضوع د وجوديته رامنځ ته کېږي او که چېري خبره د فرعي شي نو بيا موضوع د شهوديته راځي. د دې خبري ثبوت دا دی چي وجوديان هر څه د هغه د ذات برخه بولي مګر شهوديان هر څه د هغه د ذات شاهدان بولي.

مګر په مجموعي توګه چي کله د ملا ټوله شاعري مطالعه شي نو دا خبره څرګندېږي د ملا شهوديت هم بېرته پر وجوديت ور اوړي ځکه که چېري دغه دوې فلسفې په دقيقه توګه مطالعه او و څېړل شي د دواړو انتها د خدائ مينه ده خو صرف لاري ئې بېلي دي.

خو يوه موضوع چي بايد دلته له ياده ونۀ باسو هغه دا ده چي په پښتو او پښتنو کښي همېشه له بلي خوا راغلي پديدې هو به هو او کټ مټ نۀ را انتقالېږي بلکې دلته په خپل پښتني چوکاټ کښي لوئېږي او د پښتو د چوکاټ پر اساس باندي جوړېږي، ښه مثال ئې اسلام دی چي پښتنو ئې هر څه د خپلي خوښي او فرهنګ پر اساس ايډټ کړي او ځان ته ئې يوه نوې لاره ايستلې او د اسلام چوکاټ ته په هغه شکل نۀ دي ور لوېدلي څنګه چي اسلام دی. ښځي د اسلام پر اساس څلور کوي مګر د ښځي حقوق د اسلام پر اساس په خوښه وادۀ، په ميراث کښي برخه زده کړه او کار ئې بيا د اسلام پر اساس نۀ ورکوي.   

ملا د رندانه صوفيان په څېر همېشه د معرفت جام په لاس او باده پرست دی، هغه له هر غوړپ سره د خپل حقيق محبوب پر لور ور ماتيږي او په هر وار ئې تر خُلې د خپل محبوب په مينه کښي سوي لوي کرېږي خېژي، هغه د خپل ځان او خپل محبوب(خدائ ج) تر منځ بل هيڅوک نۀ شي زغملى، هغه د خپل حقيقي عشق او مکار زاهد په اړه په يوه غزل کښي وائي:

 

 

شيخ ئې څاري د پله نښي،   ما ئې کور ليدلى دی

دۀ کتلي د عشق توري،   ما ئې زور ليدلى دی

دا اوږده قصه د زلفو،   دا لنډۍ دعوه د زهد

دۀ ئې تار ليدلى نۀ دی،  ما ئې تور ليدلى دی

چا ته و ژاړم چي څوک مي، سوځوي د خاطر خونه

نۀ ئې دود، نۀ ئې لمبه شته، نې چا اور ليدلى دی

 (١١: ٧)

په پورته  غزل کښي موږ ته د عرفان او تصوف پولي او سرحدونه ډېري واضحي ښکاري. دلته د مکارو او خرقه پوشو زاهدانو او حقيقي عارفانو د بېلتون سرحد ښه ترا څرګندېږي. دلته د وجودي ميني په تول د بصيرت په کاڼو ملا تر خپله محبوبه رسي، دلته تاسي وينى چي ملا يو ډول شهوديان کږي چي تاسي يوازي د خدائ نښي وينى او د پلو له نښو ئې مراد همدا شهوديت دی او خپل وجوديت دعوه په زغرده کوي چي ما ئې کور ليدلى دی. دلته خپل ځان د خدائ کور ثابتوي، دلته تاسي په سپينو الفاظو کښي وينى چي ملا تر صوفيتوبه عارفتوب ښه بولي.

په دغه چار کښي د هادي استاد او د پښتو مخموري شاعرۍ سر لارى شاعر عبدالرؤف بېنوا  چي له کوچينوالي ئې اسلامي زدکړي کړي او د يوه رښتيني عارف په توګه له لباسي ملا په تېښته دی دغه رنګ ئې هم په اولسي او هم په مخموره شاعرۍ کښي شته، له هادي ملا سره تقريبي ورته والي لري، لکه:

د انسان د ژوندن لاري، تا و موږ ته را ښوولي

چي په حق څوک عالمان وو، هغه مرګ راڅه بېولي

اوس وارث د انبياوو، لا تر موږ ډېر دي ناولي

پر هر څه ئې اختلاف دی پر اسقاط د دوئ جګړې دي

(٤: ٢٦٧)

اوس پورته هادي ملا د دې ادعا چي ما د خدائ کور ليدلى دی او شيخ په تورو کښي پسې ګرځي او په عيني توګه استاد بينوا ادعا لري چي خدايه تا موږ ته د ژوند لاري را ښوولي دا اوس چي کوم شېخان ګرځي دا ډېر بې لاري او تر موږ لا شوړېدلي خلګ دي.

له استاد بېنوا څخه وروسته د پښتو او دري فلسفي شاعر او ژبور عالم(سليمان لايق ) د هادي ملا د ټکه مستي ځوانۍ يار او دوست چي اوس هم په ساعتونو ساعتونو د يوه او بل له باڼداره نۀ ستړي کېږي، په دغه رندانه شاعرۍ د تظاهري شېخ ترټنه کښي تر هادي او بېنوا شا ته نۀ دی. ځکه سليمان لايق خپله د ملا زوئ او د مسجد طالب پاته  شوى او تر بل هر چا په دې برخه کښي ښه خبر او ډېر پوه دی،  که څه هم چي لايق د تصوف پر لارو دغي موضوع ته نۀ راځي خو مدعا ئې همغه يوه ده او هغه څوک چي له خدايه (ج) د خدائ (ج) په نوم خلګ ليري کوي داسي وائي:

چا ويل چي ملا بل اوبلا بل دی

ملا هسي بلا نۀ دی روغ اجل دی

په قرآن پسې قرآن پر يهود پلوري

خطا نشئ عالم نۀ دى سوچه غل دی

(٩: ١٠٤)

خو د دوئ دورو(ملا، بېنوا او لايق) له دغه ډول لباسي ملايانو او شېخانو څخه د تېښتي او د حقيقي معبد په لاره کښي د خنډونو په مقابل کښي به د غني خان بغاوت بد نۀ وي چي يوه وړه بولګه ئې دلته را واخلو:

دملا عبادت کسب،   پاڅېدل اوکښي ناستل

دحلوا په ارمانونو   تل الله الله کول

دملا مينه عجيبه    په پيتۍ مئينېدل

اودحورو لمغړو ته    دخرچوکو هڼېدل

دصوفي عبادت وير دی      سوځېدل اوژړېدل

درحمان رحيم دنور نه   رپېدل او وېرېدل

دصوفي مينه عجيبه    د زړۀ ګل مړاوي کول

بې کنار درياب دحسن    په کوزه کښي بندول

دزاهد عبادت چړ دی   سوال منت ژړا کول

په جنت اودې دنيا کښي   دفايدې سودا کول

دزاهد مينه عجبه        په خپل ځان مئينېدل

دريا سپى جوټه کړي  دلربا له ورکول

دغني عبادت مينه    ځان جانان کښي ورکول

دمهينو سترگو شرنگ ته   گډېدل اوخندېدل

دغني مينه عجيبه     ټول بيلات هيڅ نه ګټل

دا خپل ځان اوجهان واړه    يو خمار کښي ډوبول

(٥:٦٧٣ )

که څه هم غني د رياکارو صوفيانو څخه هم لاره بېله بولي حتٰی له خدائ سره ئې يارانه پر راکړه ورکړه نۀ بلکې يوازي د ميني پر اساس ده او بس او دا د صوفيزم او خدائي ميني تر ټولو هسک او لوړ مقام دی. دا تقريباً هغه د استغنٰى او د وصلت مرحله ده چي نور سالک ځان پوه فناه بولي او ځان د خدائ د ذات برخه ګڼي چي منصور په همدې تور ځان د دار تر پړي ورساوه.

په پورته بحث کښي يو شى چي راغلى او توضيح ئې و نۀ شوه هغه د وصلت، د استغنٰى او پناه مقامونه دي. په تصوف کښي د بېلابېلو تصوفي لارو په مسلکي توګه د خپلولو په درشل کښي بېلابېل مقامونه شته چي د پښتو تصوف له مسلکي کېدو يعني له پير روښانه څخه اتۀ مقامه (شريعت، طريقت، حقيقت، معرفت، قربت، وصلت، وحدت او سکونت) را پېل شول(٦: ١٠٧)، خو ځيني نوري طريقې بيا ځان ته خپل خپل مقامونه لري چي تقريباً ټوله سره ورته دي.

 ابن عربي  فناه في الله يا د خدائ په وجود کښي د حل کېدو يو خورا جالب تعريف په خپل يوه فرهنګ کښي را اخستى دی، چي زۀ ئې دلته هو به هو را اخلم: (انت انا و انا انت: د عاشق پناه کېدل د معشوق په وجود کښي او يا بې معشوقه د بل څيز نۀ ليدل او نۀ په خپل حالت پوهېدلو ته وائي.)(١: ٧٠-٧١). ملا د خدائ(ج) په شان کښي عجبه پناه دی، هغه د خدائي ميني په درياب کښي داسي لاهو دی چي خپله مړېدنه او اوبه کېدل نا ممکنه بولي، لکه چي وائي:

دا د لمر د تندي اور دی، د مالګينو شونډو زور دی

تنده نۀ شوه يوه بلا شوه، ډوب په بحر نۀ اوبېږم

 (١١: ٩)

يوه خبره چي دلته ئې يادونه ضرور ده هغه دا ده چي کله يو وجود د بل وجود برخه شو نو بيا خپل وجود له لاسه ورکوي. لکه پورته چي مو ووئيل پناه کېدل يو خاص مقام دی هلته عقل او منطق له منځه ځي هلته يوازي او يوازي جنون وي او هر شها ځان د خپلي شهۍ برخه بولي، تاسي دلته په دې بل مثال کښي هم وګورئ:

تول د عقل، زور د زهد، د وهمونو هديره شي

د بېباک حُسن جلوه چي، پر بېواکو راخپره شي

يو خوا حُسن دلفريبه، بل خوا سترګي بې جلبه

ستا فطرت ربه! جنجال دى، منځ کښي هسي زموږ قصه شي

 (١١: ١٣)

ملا په خپل ژوند کښي درې خانان لري، يو ئې د خانانو خان او د نړۍ مالک دی، چي ملا ئې په ډېري بې باکۍ خان بولي لکه په دې بيت کښي چي وائي:

ځان خبر نۀ ؤ له ځانه، سترګو مينه کړه رسوا

تغافل ؤ که غفلت ؤ؟ خانه! دا د چا ګنا

 (١١: ٢٣)

د ملا دغه رندانه پايلوچي او له خدايه سره بې باکانه انداز د تصوف د سکونت مرحله سړي ته ور په زړۀ کوي، په سکونت کښي هر سالک ځان د خپل مالک د ذات برخه حسوي او کله چي ځان د خالق د ذات برخه حس کړې نو خپل وجود دي له منځه ځي. کله چي دي خپل وجود نۀ ؤ او د يوه وجود برخه وې او هغه دي خپل وجود شو بيا معلومداره خبره ده چي له ځانه سره به بې باکي کوې. 

منصور حلاج هم د همدغه مقام د خپلولو وروسته د اناالحق چغه وکړه(١٠: ٦٧) او داغه چغه ئې د مرګ سبب شوه چي ځان ته ئې د خدائ خطاب وکړ، مګر په شرعه کښي ظاهر ته کتل کېږي نۀ باطن ته. که څه هم چي د دۀ مراد په ځان کښي د خدائ ليدل او د سکونت د مقام خبره وه، او د وخت حاکمانو په دار کړ.

د ملا دوهم خان ، خان غني خان دی هغه ئې هم پير دی هم ئې مرشد دی او هم ئې پېشوا لکه دى چي وائي:

خان وې بابکه! حال دي څنګه؟ په څه تېرېږي؟

ما وې جانانه! ډېر په بده، لږ په ښه تېرېږي

ماښام د ژمي، تېرومه په مالګينه واوره

غرمه د دوبي مي ، په دود د تناره تېرېږي

(١١: ١٧٠)

او ځان ته د خان خطاب ئې په دغه بيت کښي ليدلائ شئ:

ځانله د جنون برخه

او خان عقل عالم غواړي

(١١: ١٢٨)

يا دا چي:

خان که جوړي فيلخانې کړي، د مزاج تنګي ئې نۀ ځي

عقله هر څه زور به وکړې خو په خرۀ کښي نۀ ځائېږې

( ١١: ٢٦)

اوس د دې درو خانانو تر منځ يو خاص تړون شته. ملا په ناحقه دې درو اشخاصو ته چي دى همېشه د خان خطاب ورته کوي په يوه سترګه نۀ ګوري. د ملا په ډېرو اشعارو او د ژوند په فلسفه کښي د خان غني خان مريد او لاروى دی او د ژوند ټول اړخونه ئې تقريباً د هغه د ژوند په څېر بې پروا او بې باکه دي نو کله چي دوئ دوه د يوې فلسفې پر اساس يو ځائ کېږي بيا بېرته دوئ دواړه د لوئ خان له تصوفي اړخه د وجود برخه ګرځي.

ملا ټوله ښکلاوي د خپل محبوب د ښکلاو برخه شمېري او لازمه ګڼي چي ښکلا پټه وي نو ښه وي ځکه د خپلي خبري او د ښکلا د پټېدو له پاره دليل د خلګو د تاب نۀ درلودل او د هر ناکس د ښکلا د وړتيا نۀ درلودل ښئي، چي دا خپله يوه فلسفي اصل او د رياضت د کولو يو خورا لوئ بحث دی، لکه چي وائي:

 

سترګو! پټ پردو کښي ښه دی، ها د حُسن مصحلت

د جلوې په يو انداز ئې ، نړېدلى غر موسا

 

(١١: ٢٣)

ملا د لوئ خان(خدائ ج) پېژندنه په معرفت کښي بولي او يوازي طريقت ئې لاره نۀ بولي دلته سترګورو ته ور ښئي چي پام مو وي چي بېله معرفته طريقت زهر دی، تر څو مو خپل محبوب پېژندلى نۀ وي، د هغه ښکلا او حقيقت مو درک کړى نۀ وي پر هغه لاره مۀ ځئ. لکه دى چي وائي:

 

بصيرت د جنون غواړي، هر قدم د ليلا کور

افلاتونه بې خبره! د ړندو د ښار باچا

 

(١١: ٢٣)

ملا پر يوه بله خبره هم ټينګار کوي هغه خپل محبوب ته رندانه ورتګ دی. هغه هيڅکله خپل محبوب ته په واسطه او وسيله نۀ ورځي بلکې رندانه او مخامخ ور وړاندي کېږي. هغه د اوسني وخت  د مکارو زاهدانو څخه په تېښته کښي دی او له خپل محبوب سره مستقيم د وصل کېدو خبره کوي. لکه چي وائي:

د وسواس سر سام زياتېږي، د شېخانو په دمو

که ايمان د مرګه ساتى، بس يو مست هل د دُعا

 (١١: ٢٤)

ملا په يو بل ځائ کښي د خدائ د ښکاره وجود د پېداکولو له پاره د عقل سترګي لازمي بولي او خلګو ته وائي چي خدائ ته رسېدل ډېر اسانه دی، مګر يوازي د بصيرت سترګي ورته بويه لکه دی چي وائي:

ستا د ميني مرموز متن، په عيان کښي پټ پنهان

په حاشيو کښي سرګردانه، که طالب دى که ملا

 (١١: ٢٤)

  ملا په خپله ټوله شاعري کښي تر عقل ډېره خبره جنون ته ور سپاري. هغه په څو بېلابېلو ځايونو کښي د عقل او جنون په جنګ کښي جنون بريالى بولي. د ملا دغه خبره تر ډېره ځايه  پوري د انساني اروا پوهني سره ځکه اړيکه نيسي چي انسان هر وخت د خپل جنون له لاسه عقل پرې ايښى دی. د دغه خبري زبات شايد تر ټولو زيات د بابا ادم او حوا انا په قصه کښي ووينو چي بابا ادم ته خدائ ووئيل چي دغه وني ته مۀ ورنږدې کېږه. مګر د حوا انا ميني او اسرار هغه دې ته اړ کړى چي هغه وني ته ورنږدې شي يا هم په اوسني وخت کښي په سلګونو خلګ په يوه کار کښي خپل مرګ په خپلو سترګو ويني مګر جنون پر سپور وي او د هغه سړي عقل ور کوره کړي. لکه ملا چي وائي:

 

افلاتون دوږخ ته سيخ شو، شفاعت د مجنون غواړي

تر خروار عقل او پوهه، يو مثقال د جنون ښه دی

 

د تقدير او تدبير جنګ شو، ايمان دا غزله وائي

د مستانو مېله جوړه، د شېخانو لاس په خُله دى

 

 (١١: ٣٠)

 

ملا له خپلي ټولي ميني او خلوص سره سره متکبر پښتون دی. هر ځائ ئې وچه پښتو چي تر ډېره ځايه ئې د پښتانۀ کور هم ور خراب کړى دی. د دۀ د روح په څپه څپه کښي ځغلي، هغه له خدائ سره هم پښتونولي کوي، د هغه په شاعرۍ کښي به سل ځايه و وينئ چي پښتو ئې تر جنون لا ډېره زياته ده، لکه دلته تاسي ګوری:

ننګ د ميني جنګ د حسن، د سرو سترګو اشنائي ده

بڼو تېغ له تيکي ويوست، ګرانه اوښکه زنداني ده

 

ساه به ورکړم تا به ساتم، غمه! زما مور پښتنه ده

د لغړي زني يار ئې، تر لحده مو ياري ده

 

 (١١: ٣٣)

يا دا چي:

تا وې غېږي ته را ړنګ شه، زما د غم پښتو د غاړي

ستا د ورور د بدۍ يمه، خو له موره دي شرمېږم

 (١١: ١٠)

ملا مستانه ملنګ دی. د ريا خرقه ئې نۀ ده په غاړه او د فقر کچکول هم نۀ لري. مستانه هل ئې پر خُله دی. بندي دروازې د خدائ په توکل او د خپل باوري هل په زور خلاصوي. په دنيا او مافيها کښي ئې د هل په وړاندي د ټېنګېدو شى نۀ تر سترګو کېږي. د وخت پر سکندر هم هل کوي. ملا هرڅه توکل بولي او هر څه خپل خالق ته ور پرېږدي. هغه پوه دی چي پر هره لاره ئې لوئ خان مل دی. هغه د خپل لوئ خان په وړاندي ټول د عقل تدبيرونه پوچ بولي لکه وائي چي:

درنوي د خط نازونه، په نيازونو باري ليکي

چي کاتب سوالګر د رنګ وي، څه به وکښي خواري ليکي

اثري کتو ئې کرښي، له زمين او زمان تاو کړې

سحر خاندي: عقل ګوره، سودائي شو، شماري ليکي

 

 او يا داچي:

دا سفر قلندري دی، په اسره د عقل نۀ شي

چي هرڅو سترګي پرانېزې، لا ورکېږي لاري ليکي

 

 (١١: ٤٥)

 

ملا د خدائ ميني ته د آوازونو پر سور او تال ور روان دی. د هغه د شاعرۍ پر هره کرښه او هر اړخ به تاسي له ډنګه ډکي خوږې نغمې واوری، د هغه ټوله شاعري له ډنګ او خونده ډکه شاعري ده، ملا د نړۍ د ډېرو متصوفيونو په څېر د موسيقي په سور او تال کښي غرقي غرقاب دی او ډېر ځائ ئې په شاعرۍ کښي دغه رنګ خورا په خوند تر سترګو کېږي، لکه دى چي وائي:

د هستۍ خيالي رباب دی، د نيستۍ شهباز پر ناڅي

د لالا اعجازي ترنګ دى، الالله ئې معجزې دي

 

 (١١: ١٠١)

 

ملا د خپل حقيقي محبوب د وصال په لاره کښي د هر ډول وسواس څخه د ځان ساتني له پاره يوازي د خپل محبوب مرسته او پر هغه توکل د حل لاره بولي، لکه دى چي وائي:

 

د لالا د فوج حمله ده، د اِله د غره پېچومي

الالله را ننګومه، يو لار ورکى پردېسي يم

ستړې لاره لنډومه

 (١١: ١١٦)

 

ملا له دې مادي ژونده او د اسبابو له دنيا په تېښته کښي دی هغه د لرغونو صوفيانو پر قدمو قدم ږدي او له دنيا ليري تښتي، هغه خپله دغه ادعا په دې شعر کښي داسي بيانوي:

نې کومه، څې کومه- دنيا د زړۀ حرم غواړي

رنګ بيائي او ډنګ بيائي- ښادي اخلي او غم غواړي

وينه د انسان غواړي – او مينه د جانان غواړي

ننګ وژني او جنګ غواړي – کعبه سوځي صنم غواړي

او په آخر کښي:

واوره د فقير دعا: - امان! امان! امان! امان!

 (١١: ١٢٧-١٢٨)

 

ملا خپل حقيقي محبوب ته رسېدل په پنځه وخت ټيټېدلو او جګېدلو کښي نۀ بولي، هغه ته له خدائ فقر ښه نۀ ښکاري بلکې په هر څه کښي د خلوص، ميني او حضور خبره لازمي او حتمي بولي لکه چي وائي:

رب خو مينه دی احساس دی

په اسرو کله خپلېږي 

لمونځ حضور دی او اخلاص دی

په درو کله زده کېږي 

ثواب لڅ شو ګناه پټه

د ايمان کډي بارېږي 

په زور کلي نۀ جوړېږي د آدم خټه وحشي ده

ملا سد دي پښو ته تللى ستا د سر له پاسه تن دی

 (١١: ١٣٠)

 

ملا تصوف يوازي د دارالبقا لپاره لازمي کړى نۀ دى بلکې هغه د خپلي ملنګي شپېلۍ څخه د دې دنيا د ژوند پر سور او تال هم برابر روان دی هغه د انسان او انسانيت په فلسفه کښي تر بل هر صوفي وړاندي دی، لکه چي وائي د هر مخلوق سره مينه د هغه له خالق سره مينه ده. په دغه فلسفه کښي هم ملا تر بل هر چا وړاندي دی لکه دى چي وائي:

ستا د پلار مينځه خو نۀ ده

دا دي خور ده دا دي مور ده

ستا د مور غلام خو نۀ دی

دا دي پلار دی دا دي ورور دی

لږ په مينه ئې سامبال کړه

لږ د خدائ د نظر خيال کړه

اقتدار يو امانت دى، زمانه ازمايښتي ده

پښتنو! زخمي ئې مۀ کړئ، هزاره خو هم بدن دى

 (١١: ١٣١)

 

د نړۍ صوفيزم چي مطالعه کړو تر ډېره ځايه پوري خدائ ته پناه ور وړل د زمانې د مستبيدينو څخه د تېښتي په پايله کښي تر سره شوي دي ملا د اوسنۍ ماشيني بې احساسه زمانې څخه ډېر ستړى دى، لکه دى چي وائي:

دا د ورکو مغزو ښار دی

د ماشين حکمراني ده

دا د لڅو سپرو کلى

د دله ملک خاني ده

دلته هر ترازو مات دی

دلته هر وزن بې وزنه

دلته هر دوکان قانون دی

دلته هر سر خپل سري ده

دلته هر بدن ستومانه 

دلته هر ضمير پرېشانه

دلته هره رشته پرې ده

د آسرو سره خپلوي ده

دلته هر ذهن اسير دی

دلته هر هنر تحقير دی

دلته هر ايمان يتيم دی

لوئ کمال لويه ټګي ده

دلته هر ظلم جايز دی

دلته هر جرم روا دی

يوه مينه لو ګناه ده

يو وفا لويه بدي ده

(١١: ١٣٢-١٣٣)

انسان د خپل فکري لوري او هدف د ماتېدو په صورت کښي همېشه د خپل معبود پر لور ور ماتېږي، د ملا د شاعرۍ په ځينو بابونو کښي داسي نخښي زموږ تر سترګو کېږي چي د افغانستان د سياست د يوې غټي څپې د ماتې له امله مات شوى او دې ماتي صوفي او د خدائ پر لور ور مات کړى دی. د هغه په پخوانيو ډېرو اشعارو کښي د خلق ديموکراتيک ګوند د شعارونو څرکونه تر سترګو کېږي. د هغه په شعرونو کښي په لومړي سر کښي د کور، کالي او ډوډۍ رنګ څرګند دی، مګر کله چي دغه مبارزه د ناکامۍ سره مخ شوې ده نو ملا هم له دې خلګو او له دې فکره ليري تللى او د خدائ پر لور ور مات شوى دی. د هغه د دا ډول شعرونو يوه نمونه داسي ده:

کله چي د خان د اسارت او غلامۍ کړۍ

دا د استعمار په موږي پوري، د نيستۍ کړۍ

و شلېږي د قام په زور، د خلګو د قيام په زور

هلته به زما خوار اولس

د درد په پېټي بار اولس

دا په سر د دار اولس

د ژوند خندا ته و خاندي

(١١: ١٦٩)

مخکښي مو هم پر دې ټکي بحث وکړی چي ملا همېشه له مادياتو په تېښته کښي دی، مګر په ځينو ځايو کښي خو بېخي دنيا د شر او افت اساس بولي، ګرچې په اسلامي تصوف کښي همېشه صوفيانو کوشش کاوه چي د دنيا دار او مدار په زور خپله لاره و باسي، عبدالرحمٰن بابا  چي يو ټولنيز شاعر دی او په کلام کښي ئې څه ناڅه د غيري مسلکي تصوف نخښي ښکاري په خپل يوه مشهوره شعر کښي وائي:

ښه ده ښه ده دا دنيا

چي توښه ده د عقبا

په دنيا کښي بدي نشته

که بدي نۀ وي له تا

(٢: ٥)

او اسلام هم انسانان له رهبانيته څخه راګرځوي مګر د اوسنۍ زمانې د ناخوالو تر ډېره ځايه پوري اساسي ټکى همدا پيسې او سرمايه ده، مګر ملا له وختو او صدو راهيسې د انساني نړۍ د سر دردي او ماتم غوټه همدا پيسې او د دنيا سرمايه بولي، په خپله يوه څلوريځه کښي داسي وائي:

د پېړۍ رنځور وجود کښي، د ناسور هسي دانه ده

هم طاقت دی، هم ثروت دی، هم ښامار هم خزانه ده

هيڅ آدم، آدمخور نۀ دی، سرمايه ده شر مايه ده

ربه نوم ئې لا ايره کړې، که ښامار که خزانه ده 

(١١:١٧٩)

د تصوف په اړه د اسلام، مسلمان، عيسوي او نور اديانو ليکي او سرحدونه  غوټه کېږي مګر ماته د نړۍ ټول تصوف يو ډول دی، زۀ په دې باور يم هر هغه څوک چي په هره طريقه او هر ډول د کائناتو له بادار او د هغه له مخلوق سره په ښکاره او يا هم په پټه منظمه مينه کوي او خپله لاره ورته لري هغه صوفي دی.  د باطن او ظاهر تر منځ د پولو ټاکلو له پاره  د خدائ تر ذاته ور رسېدل مهم دي چي چاته ښکاره شي چي څوک پر حقه دی او څوک پر ناحقه، مګر د نړۍ مالک يو خدائ(ج) دی او له هغه(ج) سره مينه د نړۍ د تر ټولو زياتو خلګو عقيده او باور دی، نو په دې اساس تصوف په ټوله نړۍ کښي يو تصوف دی خو صرف لاري او طريقې ئې فرق لري.

بله خبره د ملا د صوفيتوب او نۀ صوفيتوب ده. هر انسان په خپل ژوند کښي له ماتو وروسته د خپل روحي سکون له پاره خپل مالک ته رجوع کوي او اکثره خلګ لکه ملا بختور دي او خپل مالک پېدا کوي او ځيني خلګ په نيمه لاره کښي مايوسه کېږي او د خرافاتو پر لاره ځي. د ملا د ژوند او هنر له مطالعې څخه سړى پوهېږي چي ملا له خورا سختو لارو تېر شوى تر څو د حقيقي جانان تر کوره ئې لاره پېدا کړې ده او دا پر ملا د جانان ډېره ستره پيرزوئينه ده، د ملا د سرګردانو شپو د يوه شعر نمونه داسي ده:

زۀ اوس ځان باندي پوه نۀ يم

چي و څه لره پېدا يم؟

زما له ژونده څه مقصد دى؟

ناخبر له دې معنا يم:

ما نه وخت د دنيا تېر دی

که پخوا له دې دنيا يم؟

(١١: ١٨٢)

 

پايله:

په آخر کښي خپله دا مقاله پر دې ټکو راټولم لومړى دا چي د ملا ټول ژوند او فلسفه پر حسن او مينه را څرخي، خو زۀ په دې فکر کښي يم چي مينه له حسنه را ولاړېږي که حسن نۀ وي نو مينه نشته، نو ملا هر ځائ په هر څه کښي په حسن پسې ګرځي او د ملا دغه حسن طلبي او د حسن پسي ګرځېدلو هغه مئين کړى دی او سر سخت مئين ئې ځني جوړ کړى دی.

دوهمه دا چي دا ښکاره خبره ده چي ملا مسلکي صوفي نۀ دی بلکې حالت او وخت د هغه په شاعري صوفيزم(د خدائ او د هغه د مخلوق) مينه ورګډه کړې ده، يو شى چي زما په خپل فکر د پښتو په تصوفي شاعري کښي ډېر څرګندېږي هغه دا دی چي د پښتنو شاعرانو په شاعري کښي تر ډېره ځايه پوري صوفيزم غير مسلکي او اماتور ننوتلى دی، ملا هم يو له دغو صوفيانو څخه دی چي حالاتو له زړۀ صوفي کړى دی نۀ مسلک.

په دې مطمئن يم چي ملا به خپله د دې ډېر خلاف وي چي زې صوفيزم ته کشوم او په شعر کښي ئې صوفيزم پلټم مګر د ادبياتو د علم له مخي هنر له پنځېدو وروسته د هنرمن نۀ دی. د هغو دی چي په دې هنر کښي خپل ځائ پلټي. ما د ملا په شاعرۍ کښي د صوفيزوم څرکونه د خپلو موازينو پر اساس پېداکړه، مګر د هغه مشهوري عربي مقولې پر اساس چي معنا شعر فى البطنى شاعر، ملا به خپلو شعرونو ته خپله معنا او خپل ليد لورى لري، مګر دا د ملا د شاعرۍ په اړه زما نظر ؤ.

ماخذونه:

اسحْق زى، پوهنيار اورنګزېب. ١٣٩٤. عرفان او ادب. ننګرهار. مومند خپرندويه ټولنه.

بابا، عبدالرحمن. ١٣٥٦. د رحمان بابا دېوان. کابل. پښتو ټولنه.

بېنوا، عبدالرؤف. ١٣٨٨. اوسني ليکوال. کندهار-علامه رشاد خپرندويه ټولنه.

بېنوا، عبدالرؤف. ١٣٩٣. د بېنوا شعري کليات. کندهار- علامه رشاد خپرندويه ټولنه.

خان، غني خان. ٢٠١٧ ع. لټون. پېښور- يونيورسټي بک ايجنسي.

خويشکى، ارزاني. ٢٠٠٥ع. د ارزاني خويشکي دېوان. پېښور- پېښور يونيورسټي.

رشاد، پوهاند اکاډمېسن عبدالشکور. ١٣٨٤. بېنوا يادونه. کندهار- علامه رشاد اکاډيمي.

ښکلى، اجمل. ١٣٩٤. تصوف او ادب. ننګرهار- مومند خپرندويه ټولنه.

لايق، سليمان. ١٣٦٣. ساحل. کابل- د قومونو او قبايلو وزارت. 

نظري، پوهنمل محمود. ١٣٩٧. تصوف. کابل. دانش خپرندويه ټولنه.

هادي، ملا. ٢٠١٥. د وخت ضرب. کوټه- ځلاند صحاف خپرندويه ټولنه.

هوتک، محمد. ١٣٣٩. پټه خزانه. کابل- د پوهني وزارت.

 

More Articles ...