د پښتو اکېډمۍ کوټي درې کلنی چوڼ

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: خبرونه

د خوښۍ خبر ده چي نن پر نېټه ۲۵م اګست ۲۰۱۹ د پښتو اکېډمۍ کوټي چوڼ تر سره شو. د الېکشن کميشن له خوا ښاغلی افضل مراد (اکادمي ادبيات) سوسن براهوي (صدر براهوي اکېډمۍ) او ظاهر جمالديني (جنرل سېکرټري بلوچي اکېډمۍ) موجود وو. د الېکشن د ووټ اچولو فيصدي ۵۶ وه. د الېکشن نتيجه داسي ده چي سيد خېر محمد عارف صاحب، (صدر) پروفېسر خليل باور (جنرل سکتر) او ډاکټر برکت شاه کاکړ (ماليات سکتر) بلا مقابله وټاکل شول.
د مجلس منتظمه ملګري کوم چي وټاکل شول په دا ډول دي.
(۱) آغا محمد کاسی (۲) سيد حسن آغا(۳) حاجي درمحمد کاسی(۴)فاروق سرور(۵) ډاکټر عبدالرؤف رفيقي (۶) سهېل جعفر (۷) سلطان زخپېل (۸) عزيز الله غلزی (۹) پروفېسر فېض محمد شهزاد (۱۰) ډاکټر نصيب الله سيماب (۱۱) شوکت ترين (۱۲) او فدا محمد لېوال صاحب.
زما له خوا دې ټولو مشرانو د د زړۀ له تله مبارکي وايم او دا هيله ځني لرم چي دوی مشران به د تېر په څېر د پښتو ژبي و ادب خدمت په مړانه او روڼ تندي وکړي.