د پښتون کلتوري ورځي لمانځنه

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: خبرونه

سلامونه ملګرو!
پښتو اکېډمۍ کوټه د ۲۳م ستمبر پښتون کلتور ورځ په مناسبت د يوه ورځني سېمينار تابيا کړې ده چي په کښي به د پښتون کلتور په اړه مقالې، ډرامه او بانډار و ګډونوالو ته وړاندي کېږي. تاسو ټولو ته په ډېر درنښت په دې علمي او کلتوري سېمينار کښي د ګډون بلنه درکول کېږي.
ورځ: سموار،۲۳م ستمبر ۲۰۱۹
وخت: ماسپښين له ۳ بجو څخه تر ماخوستن ۸ بجو
ځائ: خان شهيد آديتوريم، پښتو اکېډمۍ، نزد مالي باغ، مېکانګي روډ کوټه
په درنښت.

د پښتو اکېډمۍ کوټي درې کلنی چوڼ

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: خبرونه

د خوښۍ خبر ده چي نن پر نېټه ۲۵م اګست ۲۰۱۹ د پښتو اکېډمۍ کوټي چوڼ تر سره شو. د الېکشن کميشن له خوا ښاغلی افضل مراد (اکادمي ادبيات) سوسن براهوي (صدر براهوي اکېډمۍ) او ظاهر جمالديني (جنرل سېکرټري بلوچي اکېډمۍ) موجود وو. د الېکشن د ووټ اچولو فيصدي ۵۶ وه. د الېکشن نتيجه داسي ده چي سيد خېر محمد عارف صاحب، (صدر) پروفېسر خليل باور (جنرل سکتر) او ډاکټر برکت شاه کاکړ (ماليات سکتر) بلا مقابله وټاکل شول.
د مجلس منتظمه ملګري کوم چي وټاکل شول په دا ډول دي.
(۱) آغا محمد کاسی (۲) سيد حسن آغا(۳) حاجي درمحمد کاسی(۴)فاروق سرور(۵) ډاکټر عبدالرؤف رفيقي (۶) سهېل جعفر (۷) سلطان زخپېل (۸) عزيز الله غلزی (۹) پروفېسر فېض محمد شهزاد (۱۰) ډاکټر نصيب الله سيماب (۱۱) شوکت ترين (۱۲) او فدا محمد لېوال صاحب.
زما له خوا دې ټولو مشرانو د د زړۀ له تله مبارکي وايم او دا هيله ځني لرم چي دوی مشران به د تېر په څېر د پښتو ژبي و ادب خدمت په مړانه او روڼ تندي وکړي.

د درېيم نړيوال سېمينار دپاره د مقالولسټ

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: خبرونه

  پښتو ادب د نيمي پېړۍ مزل: فکري او نظرياتي رجحانات  (1970-2019)

د پښتو اکېډمۍ کوټي لخوا درېيم نړيوال سيمينار 7,6,5م  جولائي  کال    2019م

غونډي او ټاکل شوي موضوعات  

په پښتو ادب کښي د ټولنيز او تاريخي شعور څرک:1

 

تاريخې شعور د پښتو غزل په تله کښي 

 

 

پښتو ناول او د پښتني چاپېريال ديو مالا

 

 

فوکلوري صنفونه : زموږ د کلتوري او ټولنيز تاريخ پانګه

 

د پښتو ادب صنفي بيانيه: اوس مهاله  رجحانات : 2

 

 

ډرامه کښي د صنفي انصاف  انډول     په پښتو

 

 

  په  ناول کښي د صنفي کردارونو نفسياتي څېړنه

 

 

په غزل کښې  د عشق  د موضوع صنفي تناظر  

 

    :3اوسنی پښتو ادب او د ملت پالني    تصور

 

پښتو جديد نظم کښې د قامولۍ د تصور ارتقا 

 

 

په پښتو فلم کښې د ملت پالني انځورګري  

 

 

په چاربيتو، بګتيو، او سندرو کښې د ملت پالني څرک

 

 په پښتو ادب کښې طبقاتي توپير او مبارزه: 4 

 

پښتو نظم د طبقاتي فکر په رڼا کښې

 

 

په غاړو کښې د طبقاتي جبر انګازې 

 

 

په تکل او مزاح کښې د طبقاتي مزاحمت رنګونه

 

په پښتو ادب کښې کلتوري رنګونه :5

 

د پښتو فلمونو کلتوري بيانيه  

 

 

پښتون کلتور په نړيوال  فلمونو کښي

 

 

 بانډار  د اولسي موسيقۍ سمبول  

 

پښتو ادب او نوی ښاري تهذيب: د نوو علامتونو تخليقي هڅي:6

 

په پښتو غزل کښي د ښاري تهذيب علامتونه

 

 

پښتو غاړۀ د نوي ښاري  تهذيب په څپو کښي 

 

 

ټپه د نوي ښاري تهذيب په ټال کښې 

 

 

د درېيم نړيوال سېمينار دپاره د مقالو غوښتنه

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: خبرونه

قدرمنو!

پښو اکېډمۍ کوټه د درېيم نړيوال سېمينار دپاره د پښتو ژبي او ادب د ليکوالو څخه  پر ځانګړو موضوعاتو د ليکلو غوښتنه کوي.

دغه سېمينار د کال ۲۰۱۹م دجولائي د مياشتي له ۵ څخه تر ۷  نېټي پوري د "پښتو ادب د نيمي پېړۍ مزل: فکري او نظري رجحانات" تر سر ليک لاندي کېدونکی دی. په دې کښي به  د پښتو ژبي ليکوالان ، محققين او پوهان ګډون کوي.

د دې بلنليک له لاري پښتو اکېډمۍ په لاندينيو اتلسو (۱۸) موضوعاتو له خواهش لرونکو ليکوالانو څخه د خپلي مقالې د تلخيص/ لنډيز رالېږلو خواست کوي. لنډيز پکار دی له ۳۰۰ څخه بيا تر ۵۰۰ ټکو پوري اوږدوالی ولري. د يادوني وړ ده چي لنډيز به له ورکړل شوو موضوعاتو سره په علمي او تکنيکي توګه تړون لري.

ځکه چي دا د مقالو ليکلو عامه بلنه (Open Call for Paper ) ده. د مقالې د لنډيز د ټاکلو يا ردولو حق پښتو اکېډمۍ کوټه خوندي ساتي. د ټاکلي کمېټۍ پرېکړه به حتمي وي .

له ټولو خواهش لرونکو ليکوالانو خواست دی چي د لاندينيو موضوعاتو لنډيز (Abstract) دي تر دوهم جون پوري راولېږي. د کومو ليکوالانو لنډيز چي د مقالې دپاره ومنل شي له هغو سره به د مقالې د ليکلو دپاره تماس نيول کېږي او د هغو  د تګ راتګ او استوګني ذمه به د اکېډمۍ پر غاړه وي.  

د هر رنګه مرستي او معلوماتو دپاره پر لاندي اي ميل/ درک/ شمېره باندي کولائ شئ تماس  ونيسئ.

نوټ:

 ۱:  وختي چاپ شوې يا په بل سېمينار/ کانفرنس کښي وړاندي شوې مقاله/ لنډيز د منلو وړ نه ده.

۲: هر لنډيز/ مقاله رالېږونکی دي د خپلو چاپي اثارو يا مضامينو يو فهرست هم له لنډيز سره راولېږي. دا به مقالې د انتخاب او د چاپ په لړ کښي  د ادارې مرسته وکړي.

اې ميل : This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.              

په درناوي

خليل باور

 

جنرل سکرټري پښو اکېډمۍ کوټه 0333-7869896


  پښتو ادب د نيمي پېړۍ مزل: فکري او نظرياتي رجحانات  (1970-2019)

د پښتو اکېډمۍ کوټي لخوا درېيم نړيوال سيمينار 7,6,5م  جولائي  کال    2019م

غونډي او ټاکل شوي موضوعات  

په پښتو ادب کښي د ټولنيز او تاريخي شعور څرک:1

 

تاريخې شعور د پښتو غزل په تله کښي 

 

 

پښتو ناول او د پښتني چاپېريال ديو مالا

 

 

فوکلوري صنفونه : زموږ د کلتوري او ټولنيز تاريخ پانګه

 

د پښتو ادب صنفي بيانيه: اوس مهاله  رجحانات : 2

 

 

ډرامه کښي د صنفي انصاف  انډول     په پښتو

 

 

  په  ناول کښي د صنفي کردارونو نفسياتي څېړنه

 

 

په غزل کښې  د عشق  د موضوع صنفي تناظر  

 

    :3اوسنی پښتو ادب او د ملت پالني    تصور

 

پښتو جديد نظم کښې د قامولۍ د تصور ارتقا 

 

 

په پښتو فلم کښې د ملت پالني انځورګري  

 

 

په چاربيتو، بګتيو، او سندرو کښې د ملت پالني څرک

 

 په پښتو ادب کښې طبقاتي توپير او مبارزه: 4 

 

پښتو نظم د طبقاتي فکر په رڼا کښې

 

 

په غاړو کښې د طبقاتي جبر انګازې 

 

 

په تکل او مزاح کښې د طبقاتي مزاحمت رنګونه

 

په پښتو ادب کښې کلتوري رنګونه :5

 

د پښتو فلمونو کلتوري بيانيه  

 

 

پښتون کلتور په نړيوال  فلمونو کښي

 

 

 بانډار  د اولسي موسيقۍ سمبول  

 

پښتو ادب او نوی ښاري تهذيب: د نوو علامتونو تخليقي هڅي:6

 

په پښتو غزل کښي د ښاري تهذيب علامتونه

 

 

پښتو غاړۀ د نوي ښاري  تهذيب په څپو کښي 

 

 

ټپه د نوي ښاري تهذيب په ټال کښې