پښتو اکاډمي کوټه ته ښه راغلاست

د پښتو اکېډمۍ کوټي په باره کي دا ويل لازمي ګڼم  چي دغه اکېډمۍ که څه هم نسبتاً تر دا وخته پوري په خړامپوسو ده. خو دا د وياړ خبره ده چي دا وخت د دې صوبائي حکومت په برکت د اکېډمۍ د ستونزو د حل کولو دپاره تر ډېره پوري زيار پکار راوستل شوي دي او د اکېډمۍ چلونکو تر ډېره پوري د کلتوري، تاريخي، ادبي او فوکلوري کتابونو  په طباعتي چارو لاس پوري کړی دی. انشا الله ډېر زر به زموږ دغه اکېډمۍ د نورو اکېډميانو سره د سيالۍ په قطار کي سمه ودرېږي

د پښتو اکاډمۍ کوټه په هکله

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: زموږ په اړه

ا: پېژندګلوي 
پښتو اکېډمۍ کوټه يوه علمي، ادبي، تحقيقي او کلتوري اداره ده چي د پښتو ژبي ادب، کلتور تاريخ د ژغورني او پانګوني دپاره کار کوي، او د بلوچستان ايالت پلازمينه کوټه کي شتون لري. دا اکېډمۍ هره هغه هڅه په کار راولي چي د پښتون قام او ژبي د ادب کلتور او تاريخ د پرمختګ سوب ګرځي.
ب: تاريخي پس منظر
د پښتو اکېډمۍ د بنسټ تيږه د اګست ۱۹۷۱ کال په اتمه نېټه کښېښودل شوه او په اکتوبر ۱۹۷۱ کي د هغه وخت د کوټي کمشنر نصرمن الله د دې پرانسته وکړه.
ج: اغراض و مقاصد
پښتو اکېډمۍ کوټه د لانديني اغراض و مقاصد دپاره کار کوي.
۱: د پښتو ژبي ادب او کلتور په اړه څېړني کول او د دې د پرمختګ دپاره چاپي بڼو ته ودۀ ورکول.
۲: د پښتو مختلفو صنفونه لکه: شعر و ادب، لغت، متلونه او نور داسي د ارزښت وړ فولکلوري حکايتونه راټولول او چاپول.
۳: د پښتو ژبي د نوموړو عملي او ادبي کسانو ورځي لمانځل او د هغوی ادبي خذمات رابرسېره کول.
۴: پښتو ژبه او ادب له نوې او جديد علمي او فني غوښتنو سره برابرول.
۵: د قامي ځای او نورو ژبو معياري ادب په پښتو ژباړل او د پښتو ادب فنپارې و نورو ژبو ته اړول.
مجلس منتظمه: 
په مجلس منتظمه کي د پښتو اکېډمۍ صدر، جنرل سيکتر او خازن سره دولس نور غړي هم شامل وي، چي د درو کلونو دپاره يې مجلس عمومي ټاکي. مجلس منتظمه په هر دوو مياشتو کي يو ځل کښېني او د اکېډمۍ د کارکردګي، منصوبه بندي او پياوړي کولو په اړه بنيادي پرېکړي کوي.
مجلس عمومي:
د اکېډمۍ مجلس عمومي د دې په ټولو غړو باندي مشتمله وي، چي ټول غړي يې شپږ ديرش دي. په کال کي يو ځل د مجلس عمومي ناسته کېږي، چي د اکېډمۍ د کارکردګي جائزه اخلي او توثيق يې کوي. د دې په پرته هر درې کاله پس مجلس عمومي د اکېډمۍ د عهدهدارانو او د مجلس منتظمه د غړو ټاکنه کوي.