نعت

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

شاعر: خليل الله تصميم   

د مجلې ګڼه: ۱۵مه

  د مجلې د چاپ نېټه:اپريل تا جون ۲۰۱۸ 

 په ورځ د اخرت کښي به ولاړ وي پېغمبر   ﷺ  نبي خېر البشر  ﷺ

نبي   ﷺ به راروان وي په دا ورځ به ګويان وي امت به ئې ډېر وران وي 

 نارې د امتي به وهي پاک نبي سرور نبي خېر البشر  ﷺ

د هر نبي پېشوا دی نبي رسول الله  ﷺ دی د زړونو مسيحا دی

 د ټولو رهنما دی هم د لر او هم د بر                نبي خېر البشر   ﷺ

د محبوب به ديدار کړم په عشق بې ځان نثار کړم بېړۍ به خپله پار کړم 

خوشحال يم چي شامل يم په امت کښي د سرور  ﷺ نبي خېر البشرﷺ

زما درود دي په رسولﷺ وي حضور کښي دي قبول وي د اوښکو مي نزول وي

 خواستۍ د شفاعت کومه زۀ خاوري پر سر    نبي خېر البشر  ﷺ

تصميمه! نن دا وايم په عشق کښي بې پروا يم همېش درود پر وايم 

 و خلګو ته ګويا يم په کتاب کړئ ځان خبر                نبي خېر البشر  ﷺ

 

FacebookMySpaceDiggDeliciousStumbleuponGoogle BookmarksRedditNewsvineTechnoratiLinkedinRSS FeedPinterest

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ