پښتو اکېډمۍ کوټه او د پښتون کلچر ورځ

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

د مجلې ګڼه: ۱۵مه

  د مجلې د چاپ نېټه:اپريل تا جون ۲۰۱۸ 

 اداريه 

پښتو اکېډمۍ کوټه او د پښتون کلچر ورځ

د پښتو اکېډمۍ کوټي په اړه به دومره ووايم چي د دغه اکېډمۍ تاداؤ په ۱۹۷۱ م  کښي د پښتو ځيني خواخوږو اديبانو ايښی ؤ.  چي اساسي محرک ئې خدائ بخښلی سلطان محمدصابر ؤ. د تاداؤ ايښودلو پر وخت د نورو ليکوالو علاوه پر پښتو او پښتونواله مئين خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی هم ورسره مل ؤ. له هغه وخته څه نيولې تر دې وخته پوري چي دې اکېډمۍ په ورو ورو د پر مختګ کوم پړاؤنه طې کړي دي د هغه مکمل ذکر شايد دلته ناممکن وي.

البته دومره قدر به ووايم چي يو څو کاله له مخه د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، مسلم ليګ ن او د نيشنل پارټۍ د اقتدار په وخت کښي، د اکېډمۍ و مسائلو ته پام لرنه وشوه. د پښتونخوا ګوند په مرسته د پښتو اکېډمۍ ټوټل ستونزي وسر ته ورسېدې او دا ډول اکېډمۍ د ژوندانه په دې بهير کښي نوې ساه واخسته.

په دغه نوي ژوند کښي د کتابونو او په زياته د قلمي نسخو چاپېدو ته خورا زياته توجه ورکړل شوه. د ګڼ شمېر کتابونو د درې مياشتنۍ پښتو مجلې "ليکني" او د پښتو کال هنداره د چاپولو په پرته د پښتو د عالمي سېمينارونو تابيا هم وشوه.

په دې اړه د ستمبر ۲۰۱۵م په سېمينار کښي د پښتون د کلتوري ورځي د لمانځلو د پاره يوه کمېټه ترتيب کړل شوه. په دغه کمېټه کښي د افغانستان، خېبر پښتونخوا او د سهېلي پښتونخوا ممبرانو ګډون درلود. دغه کمېټۍ په اتفاق سره د درويشتم ستمبر ورځ د پښتون کلچر ورځ (Pashtoon Culture day)   په توګه د لمانځلو پرېکړه وکړه. د دغي ورځي د ټاکلو يو اهميت دا دی چي شپه او ورځ سره برابره شي او دغه يو والی د قامي ژوند او وطن د وګړو تر ميان د يو والي او برابرۍ علامت وي.

له هغه وخته نيولې تر سږ کاله پوري د هېواد او د بهرني هېوادونو په بېلو بېلو برخو کښي دغه د پښتون کلچر ورځ په باقاعدګي سره لمانځل کېږي. بلکې کال  تر آبله په زيات شمېر او غوره انداز کښي ئې د لمانځلو اهتمام کېږي.

کله چي موږ د کلتور په اړه تحقيق ته ځير شو نو هلته ډېر ځايونه د کلچر، ثقافت او تهذيب هم معنا توري شمېرل کېږي. ولي د تهذيب يا ښائستګي ځيني منل شوي اصولونه وي، خو د ثقافت يا کلچر معنوي مفهوم خورا ډېر زيات سنجول کېږي. چا خالص په فنون لطيفه پوري تړلی دی او چا له تاريخي دوره را نيولې د ژوند و جاري عمل ته ثقافت وئيلي دي او څوک ثقافت د يو مخصوص طرز زندګي نوم بولي. چي د بېلو بېلو سماجي ډلو تر مابين بېلتون واقع کوي چي په هغه کښي د ژوندانۀ د تېرولو بېلي بېلي طريقې هم رامنځ ته کېږي.

د پښتنو د ژوند تېرولو و انفرادي خاصيتونو ته دانشورانو او پوهانو د پښتونولۍ نوم ورکړی دی. دغه پښتونولي د پښتنو آئين هم ګڼل کېږي او دغه آئين د پښتني چاپېريال هغه هنداره ده چي د تاريخي او اجتماعي عواملو په ترڅ کښي د پښتنو د ژوند عکاسي کوي.

دلته چي موږ په کومه خطه کښي ژوند تېروو او په دې شاوخوا کښي چي کوم قامونه استوګن دي، هغه ځان له کلچر، ژبه، دود او دستور لري او دې هر قام د خپل تشخص او انفراديت د برقرار ساتلو د پاره په کال کښي يوه ورځ ټاکلې ده چي هغه ته د خپل قام سره د تړون په اړه د سندهي کلچر ورځ، بلوڅ کلچر ورځ او داسي نورو خپل خپل نومونه مختص کړي دي. چونکې دلته پښتنو په دې اړه د پښتون کلچر ورځي په مناسبت په اجتماعي ډول د خپل کلتور ورځ نۀ وه ټاکلې، آخر د دغه ورځي د لمانځلو پرېکړه وشوه او دا دی هر چرته چي پښتانۀ وي هغه دا ورځ د ځان د پاره د افتخار او سر لوړۍ سوب ګڼي او په پښتني مينه د دې ورځي د لمانځلو تابيا کوي. بل پلو ته د پښتو اکېدمۍ کوټي د پاره دا يو ډېر لوئ اعزاز دی چي د اکېډمۍ په سېمينار کښي د پښتنو دانشورانو له خوا د دغه ورځي د لمانځلو خبره سر ته ورسېده.

او د دغه ورځي لمانځل په لروبر وطن کښي خلګو خپله قامي او ملي فريضه وګڼله. دا يو واضح حقيقت دی چي پښتو اکېډمۍ کوټه د هر هغه معياري او نيک مرغه کار حمايت کوي کوم چي د پښتو او پښتنو په ګټه تمامېږي. او د هر هغه کاره ډډه کوي چي د پښتو او پښتنو په ګټه نۀ تمامېږي.

موږ د پښتو او پښتنو له خواخوږو څخه هم دا هيله کوو چي هغه د خپل ذات او انانيت تر دائره دباندي راووزي، د هر ښه کار ستائينه وکړي او د هر هغه کار تاوان په ګوته کړي کوم چي د پښتو، پښتونوالي او ملي وحدت په تاوان تمامېږي. بايد زموږ د فکر پرواز دومره اوچت وي چي د نورو خلګو د پاره د تقليد وړ وګرځي.

پکار ده چي موږ د هري هغې پرېکړي ستائينه وکړو کومه پرېکړه چي د پښتون قام د يو والي او د کلتور د ودي سوب ګرځي. د ميني يو والي او ورورګلوۍ هنداره خچنه کول د نفاق او بې خېرۍ و تيارو ته دوام ورکول دي، دا نۀ خو پخوا ښه عمل بلل شوی دی او نۀ په دې يويشتمه پېړۍ کښي پوه او باشعوره خلګ و دې ته ښه عمل وائي.

ښه به وي چي موږ هرکله دغه د کلتور ټاکل شوې ورځ په ډېر فخر او وياړ سره ولمانځو. د پښتنو ثقافت په زرګونو کلونو عمر لري او ژوندي قامونه کله هم خپل ثقافت نۀ هېروي. کومو قامونو چي خپل ثقافت هېر کړی دی هغه د مځکي پر مخ نۀ خو ژوندي پاته شوي دي او نۀ ئې قامي عنعنه ژوندۍ ساتلې ده.

پښتون کلچر زموږ د يو والي او وحدت تر ټولو غوره زنځير دی، بايد چي په يوه خُله او يوه زړۀ د زنځير د کړيانو په شان يو له بله سره تړون پېدا کړو.

 

مدير اعلیٰ  

 

 

 

FacebookMySpaceDiggDeliciousStumbleuponGoogle BookmarksRedditNewsvineTechnoratiLinkedinRSS FeedPinterest

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ