سوره 

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

 ليکوال: آرزو زيارتواله  

د مجلې ګڼه: ۱۴ مه

  د مجلې د چاپ نېټه:  اکتوبر تا مارچ ۱۸/ ۲۰۱۷ 

 ۱: پښتون ولي او پښتونواله

۲: جرګه 

۳: سوره رواج که مجبوري

۴: د سوري د ختمېدو وجوهات

۵: سوره د پوهانو له نظره

۶: سوره يوه کيس سټډي

۱: پښتونولي او پښتونواله:

پښتون ولي او پښتونوالي دا ټکی يوه ډېره لويه معنٰی لري. د پښتنو ناسته پاسته، خوراک څښاک، د اغوستلو او اوسېدلو طور طريقې، عادتونه، د دوئ اجتماعي کارونه، د دوئ ثقافت او د هغه ښېګړي. د دې خبري هنداره ده چي د دوئ هر قول و فعل له صفاتو ډک دی. پښتون قوم په هر دور کښي خپل ازاد ژوند تېر کړی دی، خو د يو قوم شناخت او د هغه کردار په هکله صحيح معلومات د هغه له رسمه او رواجه څخه کېږي د يو ملت ذهني او روحي پرمختګ له رسم رواج او دود دستور سره ټينګه اړيکه لري. هم دغه دستور او ځانله کلچر او دودونه يو ملت له بل ملت څخه په کلتوري لحاظ بېلوي. د پښتون قوم دودونه که څه هم ټول خدائي قوانين نۀ دي،او يقيناً ډېري کمۍ او کوتاهياني به پکښې وي، خو بېخي ډېر دودونه داسي هم پکښې دي چي هغه د انسانانو د خواخوږۍ او خپلوۍ پېلامه ګرځېدلي دي. خو بېخي ډېر دودونه داسي هم دي چي ډېر خلګ ورته په ښۀ نظر نۀ ګوري، خو پرته له دې ځيني داسي رواجونه هم شته چي د هغو شېګړي ډېري دي او خلګ ئې خوښوي. او تر ډېره وخته ئې په ټولنه کښي ځان ځائ کړی وي. خو بيا ځيني رواجونه د وخت له تېرېدو سره خپل نوعيت بدل کړي. يعني خراب والی پکښي راشي او د خلګو و ژوند ته د اسانتيا رسولو پر ځائ تکليف ور رسوي. و هغه رواج ته خلګ د خوښي په سترګه نۀ ګوري دا رنګه رواجونه سوکه سوکه له منځه ځي. خو په اساسي ډول چي د پښتونولۍ يا پښتونوالي کوم بنياد دی، هغه د اجتماعي ګټي، اجتماعي شعور او اجتماعي خوشحالۍ سوب ګرځېدلي دي. لکه اشر، وراګاني، په غم او خوشحالي کښي ابتدائي ګډون، پر همسايه سر ورکول، ننواتي، جرګه او داسي څه نور!!!

۲: جرګه 

پښتني دودونه، رواجونه ډېر ښائسته او با معنٰی رواجونه دي. په پښتنو کښي ډېر پوهان، ډېر عالمان او درانۀ شانۀ خلګ تېر شوي دي چي د هغوئ هر قول او هر فعل د خپل قام د ښېګړي دپاره د ارزښت وړ وو.او هغوئ به درنې فېصلې کولې او د هغوئ فېصله به د خلګو  په مابېن کښي د خېر او برکت ذريعه ګڼل کېده. هر کله چي به يو ناخواله پېښه وشوه نو درانۀ مشران به سره کښېنستل اول به ئې د پېښي اساس لټولی بيا به ئې دحالاتو جائزه واخستله، بيا به ئې مشترکه يوه فېصله کوله، هغه به ټولو ته، قابل قبول وه، چا د انکار کولو يا نۀ منلو جرا٫ت نۀ شو کولائ. که به داسي وشو نو هغه کس ته به په سپک نظر کتل کېدل، ملامته به پرې کېده. ان تر دې چي له ټبره به وشړل شو. داسي فېصلې  به دا جرګې کولې.

د ځينو محققينو خيال دی چي د جرګې دستور يا نظام په پښتنو کښي له زمانه قديم څخه راروان دی. ولي چي د پښتنو په ژوند کښي هر کوچنی او غټ مهم او مشکل کښي د جرګې صلاح مشورې او د هغه راهنمائي ضرورت پېښېږي. د جرګې خپل خپل ماحول وي، حالات او واقعات وي د هغې په مطابق مخصوصه فائدې او ضابطې وې. (۱)

پښتني جرګې به د عدل او انصاف فرائض ادا کول. هم دا  جرګې به مقامي خلګو جوړولې چي د خپل ټبر په ښۀ او بدو حالاتو واقعاتو به خبر وو. جرګه به د ټولو ټاکل شوو غړو په رضامندي سره مناسبي فېصلې کولې او د قبيلې پر هر غړي به دا واجبه وه چي د جرګې فېصله به مني، که چېري د يو فريق د جرګې فېصله قبوله نۀ کړه نوهغه ته به د رواج مطابق سزا ورکول کېدله. که د جرګې له رويه او که به يو سړی چرته سزا وار شو نو دا اختيار هم بېرته و جرګه ته وو چي د دۀ  په سزا کښي نرمي وکړي يا ئې رد کړي. 

۳: سوره

د پښتنو ډېر داسي رواجونه شته چي اوس له منځه څخه تللي دي. د هغه وجه د دې قام بې اتفاقي او يا د نورو قامونو د رواجو اثرات دي. پښتو کښي يو متل دی وائي مۀ وکې هغه کار چي دي نۀ وي کړی مور و پلار، خو اوس خلګو له خپلو ډېرو رواجو څخه بغاوت کړی دی، بلکې په يادولو ئې لا شرمېږي. په دې کښي يو څه رواجونه به ناوړه وي خو ټول نۀ دي، دلته چي د کم رواج ذکر کوم دا اوس په ختمېدو دي هغه رواج دی سوره. 

سوره و يو داسي ښځه ته وئيل کېږي چي د قتل په بدل کښي بې د مقتول ورور يا بل يو نزدې قريب ته ورکوله. د قاتل و مقتول د دواړو فريقينو په منځ کښي يو داسي مضبوطه تړون دی چي د دوئ رشته سره جوړه شي. د کوم په وجه چي د مقتول کورنۍ غم هېر کړي د مقتول د فريق يو سړي ته انجلۍ په نکاح ورکول سوره بلل کېږي. 

قتل څوک قصداً نۀ کوي، د جهګړې په نتيجه کښي داسي وشي چي دانسته يا نادانسته يعني په خطا کښي له چاڅخه مړی وشي نو دا يوه داسي پېښه ده چي پر دواړو کورنيو ئې، بلکې پر ټول قام ډېر بد اثر اچوي. د چا چي به څوک ووژل شو نو د هغو د جذباتو احساساتو به دا حال ؤ چي ټول قام به ئې د بدل اخستلو په تهيه کښي شو. او هغه ځوان د هغه کور او د هغه قام ته به خطره ور پېښه وه. هغه څوک چي چا به قتل کړی ؤ نو په غرۀ کښي به ئې لا ځائ نۀ ؤ. له خپلي علاقې به وتلو نۀ يوازي قاتل بلکې د دۀ  ټوله کورنۍ به په شپه شپه کډه کوله او د پناه دپاره به يو بل کلي يا قبيلې ته ورتلل. دلته بيا دا رواج هم ؤ چي پناه اخستونکي ته به پناه ضرور ورکول کېدله او په سر به ئې درېدل بيا به بېرته دا نفر پناه ورکوونکی (چي عموماً به د علاقې مشر يا معتبر سړی به ؤ) د مړي د کورنۍ او د قاتل د کورنۍ په منځ کښي به ئې د دوئ پر ځائ ننواتي کولې، د روغي جوړي لار به ئې لټوله.

ننواتي به هلته منل کېده چي د هغو شرطونه به ومنل شو. د مړي د کورنۍ به اول شرط د قاتل خور يا لور په ( نيک) يا(سوره) کښي غوښتل ؤ. په نيک کښي ښځه ورکولو معنٰی به دا وه چي دا بدي د همېشه دپاره ختمه شوه. په دوستي کښي بدله شوه. که به داسي نۀ وشو نو عارضي طور به فېصله کېده. د پور يعني مالداري يا پيسو په عوض خو به روغه جوړه وشوه يو بل ته به ورغاړي وتل خو څه موده پس به د خلګو له پېغوره يا د پښتني ويني له جوشه بېرته بدل واخستی. قتل کونکی به يا هغه سړی يا د هغه ورور يا د قام د سر سړی ور ووژی او کوم مال او دولت چي به ئې دوئ ته ورکړی ؤ هغه به ئې بېرته ور واپس کړی. دا رنګه به بدي سر له سره نوې شوه او بېرته به بيا هغوئ مړي کول، خلګ به ټول درپه دره شو، قبيلې به تباه شوې، قامي بې اتفاقۍ به راغلې، نسل در نسل به بدي چلېده. اخر ته د دې ورور وژني، قامونه له بدي ژغورلو تر ټولو ښۀ او کاميابه نسخه ښځه په نيک کښي ورکول ؤ. نن سبا خو خلګ په نيک (سوره)کښي د ښځي ورکولو ته بد وائي چي دا له هغې بې ګناه انجلۍ سره انتهائي زياتوب بولي. فرسوده او د جهالت رسم ئې بولي خو د پخوا زمانې د خوېندو او لوڼو جذبات، احساسات له نننۍ زمانې بر عکس ؤ. خور د خپل ورور مرګ نۀ شو برداښتولی. د ورور تر سر به په سل وار صدقه کېده. دا به ئې وئيل چي ما دي خدائ تر بدۍ جار کړي، د نياز نومونه به ئې پر ايږدل. په ټپو غاړو او لنډيو کښي بې ستائيل، د ورور په ځوانۍ به ئې هوس کاوه. لاس تر زني به نۀ کښېني د دوئ دا عقيده وه چي په داسي طريقه دي د هيچا ورور مړ نۀ شي. د وروڼو خدمت به  ئې د ځان فرض ګڼل لکه دا غاړه: 

ما دي خدائ مه کي بې وروره 

وروڼه تل ګرځي بې خوره

معنٰی دا چي که مي ورور نۀ ؤ نو  ژوندۍ نۀ شم پاته کېدلائ خو که خور نۀ وي نو د ورور زړۀ غټ دی. هغه بې ما ګرځېدلائ شي. مطلب دا چي خور د ورور دپاره هري قرباني ورکولو ته تياره وه او په داسي وخت چي بيا به ئې ګران ورور له مرګه راګرځېدلی ځان په نيک کښي ورکولو باندي فخر کوي. خو غيرتي ورور بيا دا نۀ غوښتل چي زما خور دي زما د جرم په سزا کښي قرباني ورکړي. خو د مشرانو فېصلې به دواړه په دا راضي کړل شو. د داسي لور يا خور نۀ يوازي پر خپل ورور، پلار مور باندي قدر او احسان ؤ بلکې ټول قام به ئې احسان مند ؤ او ټولو به دا لوظ کاوی چي که زموږ و بچۍ ته چا ترخه خبره لا هم وکړه نو موږ به ئې بازخواست ضرور کوو. کله چي به مشرانو فېصله وکړه نو د هغې انجلۍ پلار يا ورور به د دې د مهرو نفس وکيل نۀ ؤ بلکې د معرکې مشر به  د انجلۍ د مهرونفس وکيل ؤ او انجلۍ به ئې د مقتول ورور يا بل عزيز ته په نکاح ورکړه له راغلو خلګو سره به ئې پر اس سپره کړه. د مقتول کره به ئې ور وړه پر اس سپره انجلۍ ته سوره وئيل کېدل. مقتول د کلي خلګ به ټول راغونډ شو د دې خبري په انتظار به ؤ چي سوره به راوړي که به معرکه خالي لاس راځي. که به ناکامه راغلل پر ټول قام به غم پرېوت. چي سوره به ئې راوړه نو به ټول له خوشحالۍ په ګډا شول. د خدائ شکر به ئې ادا کړی چي بدي ختمه شوه. سوره به د مقتول کورته اکا يا ماما کښته کړه او داسي به ځني روان شو هغوئ به په زور ډوډۍ ته وګرځوی چي اوس تۀ زموږ دوست ئې. د کور مېرمني به پر انجلۍ سره راټولي شوې، غېږي به ئې پر واچولې، دوئ به هم ژړل او دې هم. دلته بيا داته نۀ کتل کېدل چي د قاتل خور ده، دلته د ښځو احساسات جذبات به بيا يو وي او د دوئ په زړۀ کښي به ئې د هغې دپاره به همدردي وه خو د مقتول مور بېرته پر زوئ ژاړي د هلک پلار مېرمن ته نصيحت کوي چي د دې څه قصور او دا زياته پرېدۍ نۀ ده. زموږ د کور عزت ده که دي  د زوئ د قاتل خور ده خو د بل زوئ په سر دي ناسته ده. د انجلۍ خاوند له کوره ووتی د خپلو دوستانو کره به ئې شپې کولې، خپل کورته به نۀ راتلی، بيا به دوستانو په منت زارۍ کورته راوستی، په ظاهره که دا ئې ناخوښه وه خو په زړۀ کښي به خوشحاله ؤ چي هم ئې کور جوړ شو هم بدي ختمه شوه. 

څومره غم چي به د مقتول پر کور ؤ هغومره غم به د قاتل پر کور هم ؤ. شپې ؤ روځي به ئې په وېره تېرولې، له خپلي سائې به لا وېرېدل، د بل وطن په خاوره کښي به ئې د بې قدرۍ ژوند تېروی، چي فېصله به وشوه سوره به راله نو به ئې د بې غمۍ خوب وکړی. 

د مور پلار به په سوره کښي ورکړل شوې لور باندي که يوې خوا ته خوابدي وه نو بلي خوا ته د زامنو د سر بچاولو په وجه به خوشحاله هم وو. په سوره کښي تللې انجلۍ به دا کوشش کاوی چي د خپلي خسر ګنۍ زړونه وګټي، ښۀ خدمت ئې وکړي. بيا چي به د يوه اولاد مور شوه نو به ډېره قدرمنه شوه. سوکه سوکه به بدي نوره هم سړۀ شوه، بيا به د پلار کره د تلو راتلو اجازت هم ؤ ورته. دوئ به د خپلوي په رشته سره وتړل شو. 

سوره د پوهانو له نظره:

"د ننواتي يو مصالحتي اړخ دا هم دی چي په دا صورت کښي به قاتل يا مجرم خپله لور خور او که هغه نۀ وي نو يوه بله قريبي رشته دار ئې د مقتول د کورنۍ (چي له چا سره دوئ راضي وي) له يوه هلک سره وکړي. د دې مقصد د مقتول د وارثانو زړۀ ساتل وي او له دا رشتې کېدلو سره دائمي دښمني ختمولو ذريعه وګرځي او د دوئ ژوند په امن او سکون بيا تېرېږي. د سوري رسم که يوې خواته ډېر فائده مند او د سکون علامت دی خو بلي خواته ئې ډېر دردونکی دی چي په سوره کښي ورکړل شوې انجلۍ ته عموماً د مړي خپلوان د حقارت په نظر ګوري. خو بيا هم له دې رسم څخه د مرګونو سلسله ودرېږي. "

۴: د سوري ختمېدو وجوهات:

که يوې خوا  د سوري فائدې وې ښۀ اړخونه ئې ؤ خو له وخت تېرېدو سره خلګو له داسي کولو څخه ځانونه ژغورل. يوه وجه دا شوه چي انګرېزي نظام راغلی، عدالتي فېصلې شروع شوې، د قبائلي جرګو اهميت کم شو، قاتل سرکار نيسي، په سزا ولاړ شي، يا پهانسۍ شي چي تر شا روغه وهم شي د خوشحالۍ روغه نۀ وي د انساني حقوقو تنظيمونه جوړ شو، که به د سوري يوه نيمه واقعه وشوه نو دغه تنظيمونه د داسي واقعې غندنه کوله، د خلګو په ذهنو کښي د داسي واقعاتو بد تصوير وړاندي کوي، دا د بې ګناه ښځي سره زيادتي ګڼي ځکه خو د سوري په کلکه غندنه شروع کړل شوه. 

د سوري په هکله يو کيس سټډي:

د سوري په هکله يوه لنډه واقعه او د هغې پايله د عبرت په توګه وړاندي کول بې ځايه نۀ ګڼم. سوري په هکله  دا يوه ريښتنې قصه ده، خو له تاسو سره ئې هم شريکوم. يو ځائ يو چا خپله ټوله ځمکه خرڅه کړله، دليل ئې دا ؤ چي هلته د ځمکي پر سر مرګونه ډېر کېږي او دۀ به غوښتل، چي خپل زامن مرګ ته ور نۀ کړي. هلته په کلي کښي پاته يو فرد فريد الله نومېږي. دۀ په کلي کښي د سړک څنګ ته د پرچون دکان خلاص کړی ؤ. دوئ دوه بدۍ ( دښمني) لري. پلار ئې يو چا وژلی ؤ. قاتل ئې له خپل کلي فرار شوی ؤ، پټ ګرځېده، د فريد الله مشر ورور عزيز الله بيا د خپلي خور د لېور زوئ چي دواړه لاسونه ئې په مړوند غوڅ وو وژلی ؤ. دوئ د دې بدۍ له وجي څو کاله کلی کور پرې ايښی ؤ. کله به يو ځائ او کله به بل ځائ د وطن په غرونو کښي پاته کېدل .د عزيز الله يو اخښی په عربو کښي ؤ خو عزيز الله په عربو کښي هم بد معاشي شروع کړه. يو عرب ئې په چاړه وواهه څو کاله بندي تېر کړ او بيا له هغه ځايه وشړل شو. 

بل تره ضابط به ئې هره ورځ له ټوپک سره ګرځېدو، د بټېرو (مړز) اور د جنګي سپو شوقي ؤ. مشر زوئ ئې په عربو کښي ؤ. بل زوئ ئې رفيق الله ؤ. يوه روځ رفيق الله خپل سپی د فريد الله د دوکان مخي ته راوست، د کلي يو زڼی ورته وائي زما له سپي سره ئې جنګوې، رفيق الله پوښتنه کوي ولي نۀ، فريد الله ورباندي غږ کوي زما د دکان مخي ته به ئې نۀ جنګوې. رفيق الله پوښتنه کوي ولي؟ فريد الله ځواب ورکوي که ستا سپی پړ شي بيا به ما له شرم وي، خلګ راباندي خاندي چي د تره د زوئ سپی بګېل شو. رفيق الله د دۀ په خبره غوږ نۀ وګرځاوه. هغوئ سپي جنګوي، سپی ئې بګېل کېږي مېدان پرېږدي. 

فريد الله ورته وائي مانۀ درته وئيلې چي زما د دوکان خواته به نۀ راځې. رفيق الله کورته ورځي خپل پلار ته وائي چي فريد الله له خپل دوکان نه منع کړم، پلار ئې وائي، هو هو دا ئې نو دومره لټ شو چي زما زوئ منع کوي، ورشه تۀ هم ورته ووايه. نور به تۀ هم زموږ په ځمکه باندي پر جوړه شوې لار باندي نۀ تېرېږې. 

فريد الله چي دا خبره اوري کورته ځي مورته وائي چي  تره داسي خبره کړې ده، مور ورته وائي تۀ نو دومره بې غيرته شوې چي د تره په ځمکه جوړه شوې لار نۀ شې تېرېدائ؟ هله ماشين واخله نر غوندي ورځه. فريد الله کلاشينکوف پر اوږه کوي دی مخکښي دوه وروڼه ورپسې د تره د کور خواته ورځي، تره چي ئې وويني هغه هم کلاشينکوف راواخلي د دېواله شاته مورچه ونيسي. رفيق الله هم ورسره راوځي، فريد الله غږ کوي دا دی زۀ مو په ځمکه کښي ګرځم، که څوک د نر زوئ وي مادي راوګرځوي. ضابط ډز کوي، د دواړو خوا ګوتي پر ماشين ټينګېږي، د مشين ججوري له مرميو تشېږي. رفيق الله لګېږي، بې سده پر ځمکه لوېږي، فريد الله او وروڼه ئې پشې سکوي رفيق الله خو څو واري پېښور او کابل ته بوتل شوی دی. د لاس هډوکي ئې جوړ شول خو هغه مرمۍ چي د دۀ په نس کښي لګېدلې او له ملا څخه وتلې په هيڅ ځائ کښي ئې علاج نۀ کېږي اوس هغه تر نامه لاندي په ځان نۀ دی خبر، دواړه لېنګي ئې فالج دي. ددۀ همزولو ودونه کړي دي، اولادونه لري خو دی وادۀ نۀ شي کولائ. زما پلار او نورو سپين ږيرو د دوئ تر منځ سوله وکړه، د فريد الله درې کلنه ورېره ئې د رفيق الله ورور ته په بدو کښي ورکړه بدي ئې ورختمه کړه، خو د کونډي پېغلي غم به څوک کوي. زما د بل تره لور د رفيق الله په نامۀ ده، رفيق الله تر نامه لاندي شل دی. کوژدنه ئې په کور کښي سر سپينه وي ځکه چي د پښتنو د دود دستور له مخي هغه بل چاته نۀ شي ورکولائ. حقيقت دا دی چي موږ پرېدو دومره نۀ يو وژلي څومره چي په خپلو کښي مو سره وژلي دي. " ۳

خو هغه قبيح رواجونه اوس هم وجود لري. زما يقين دی چي د تعليم او د شعور په راتګ سره به دا هر څه له منځه يووړل شي او د ښځو حقوقو به پوره پوره خيال وساتل شي.

ماخذونه

۱: سيد انور الحق پښتو نامه مخ ۱۲ چاپ کال اپريل ۱۹۷۵ مرکز 

اردو بورډ ګلبرګ لاهور 

۳: مهيب زغم په بدو کښي د انجونو ورکول ناچاپه مقاله

۳: تاليف رضا همداني پټهانو کے رسم و راج صفحه ۶۹ لوک ورثے کا قومي اداره اسلام اباد سال فروري ۱۹۸۲

FacebookMySpaceDiggDeliciousStumbleuponGoogle BookmarksRedditNewsvineTechnoratiLinkedinRSS FeedPinterest

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ