ښځه، تعليم، سماج

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

 ليکوال: شفا کاکړه  

د مجلې ګڼه: ۱۴ مه

  د مجلې د چاپ نېټه:  اکتوبر تا مارچ ۱۸/ ۲۰۱۷ 

په کومه غوځي کښي چي يو نارينه سترګي رڼوي، هم په هغه غوځي کښي يوه انجلۍ ئې هم سترګي رڼوي. خو هلک له زوکړي سره سم د خوشحالۍ زېری راوړي. د يو کور پر ځائ به پنځه کوره د هلک پر زوکړه خوشحالۍ کوي.ولي د انجلۍ پر زوکړه څوک خبرېږي هم نۀ چي انجلۍ کله پېدا شوې وه. بيا دا هم وئيل کېږي چي د انجلۍ ږغ سوړ وي نوم دي ورک شي. کور خو په نر ښائسته دی چي هم د کور او هم د بېوان وي، په نر د کور حيا نۀ ځي په ښځه خو د ګرده قام عزت ځي. په کومه ټولنه کښي چي له زوکړي ونيسې د مرګ دا احساس ورکول کېږي چي ښځه کور نۀ لري. ښځه خدائ د بل کړې ده. خدائ نر ته، تر ښځي د مخۀ د تګ حکم ورکړی دی. ښځه لکه بې زبانه پسه چي هر ځائ چي وڅروي هلته څرېږي. په داسي ټولنه کښي به ښځي څنګه بېداره کېږي چي هغه د خپل قام چوپړ ته ملا وتړي او په نړۍ کښي نور هم پر مختګ وکړي. د حقوق نسواں يو جرمني ښځي داسي وئيلي دي؛ "زموږ د تاريخ کتابونه دروغ وائي، هغه وائي چي په هغه   کښي زما وجود نشته. په تاريخ کښي خو  د ښځي وجود شته خو هغه وجود دی چي نر د خپله ځانه څه جوړ کړی دی". 

خو زموږ په ټولنه کښي تر نن ورځي پوري يوې ښځي په اسانۍ باندي ازادي نۀ ده موندلې، نو تر اوسه دوئ ته دا احساس ورکول شوی دی چي خدائ ښځه خالي د کور د چوپړ دپاره نۀ ده پېدا کړې، چي د سهار څه تر ماښامه پوري به د کور کار کوي، د خواښي، لېور، اندرور خذمت به کوي او کال پر کال به ماشومان زېږوي. خالي دا د دې غټه ذمه واري ده، که نور هم په دې نړۍ کښي سترګي غړول دي. 

دلته خو اوس هم د انجلۍ زوکړه بيا د انجلۍ بېغلتوب، کونډتوب سره د نور کور وينه توئېږي. د بدنامۍ د وېري چي څومره زر تر زر يوه انجلۍ په خپل نصيب پسې شي دا تر ټولو غټه غيرتي خبره ده چي فلانی لا ښۀ شو چي خپلي لوڼي ئې په نصيب پسې کړې. نور ښۀ ژوند وي که نۀ وي خو د ټولني له وېري دا هم يو غټ کار ګڼل کېږي. لور پر بار نۀ وي خو پر خپل عزت او غيرت باندي بېرېږي. 

له واده وروسته بيا ښځه په دې وير اخته وي چي زۀ د کور کار وکړم که کال پر کال ماشومان راوړم. نۀ د کور د کارو او نۀ د خپل بچيانو حفاظت کولائ شي. ماشوم به له سره تر پښو پوري په متيازو لړلی وي تر څو چي دا کارونه نۀ وي تر سره کړي دوئ لاس نۀ ور وړي. کوچنيان به سهار له کور څخه وتلي وي مازيګر به راځي نۀ به ئې د پرتوګ درک وي نۀ به د قميض، خو هر سړی د خپل کار غم اخستی وي، که چېري يو ماشوم باندي څه وشي يا ناروغه شي نو بيا هم ګوته و هغې مور ته نيول کېږي چي مور ئې نا تمامه ده. 

داسي مېندي د قام خدمت څنګه کولی شي چي هغه ماخوستن له وېري  هره شپه ګولۍ خوري بيدېږي، که ستن لګوي هم بېرېږي. د ماشومانو له زوکړي هم په وېره کښي وي چي کال پر کال د هغې صحت هم ناروغه وي. بل دا ورته وئيل کېږي چي بچيان بندول ګناه ده. بيا ښځه څه کولائ شي. د کور چوپړ، د ماشومانو روزنه يا زېږونه، د دې له کبله چي د دې کال پر کال د بچيانو راوړل د دې په صحت کښي داسي ماندګي پېدا کړي چي سړی ورته ځيران وي چي دا به مخ کښي څنګه ژوند تر سره کړي؟ د دوو جهانو تر مابين ښځه کوم خواه ته ولاړه شي چي نه ئې قبائلي ژوند کښي دي تر اوسه پوري په دې ښۀ علاج وشو او نۀ روغه رمټه دا يو هسپتال ته ورسېده. هغه وخت دا هسپتال ته رسېږي چي دا د پښو له روه ووځي. هلته بيا دوئ شرم نۀ ګڼي چي په کالي کښي ئې نيولې تر هسپتاله رسوي يا ئې ماشوم په لاري پېدا شي. کله مور کله ماشوم تر سر تېر شي. چېري چي ټولنه سر تر پايه ناروغه وي هغه به د خپلي ناروغي ټولني درملنه د کومي خوا راواخلي. دلته خو اوس تر اول ډېرو انجونو اسکولونو ته مخ کړو چي موږ به تعليم وکړو چي ښې ډاکټري جوړي شو. هر کال انجونه په داسي خرپ د سائنس خوا ته منډي وهي چي موږ ډاکټري شو چي د  بې وزلو خلګو خدمت وکړو. خو هغه فارموله هم نۀ ده چلېدلې. ځکه چي تر اوسه پوري زموږ ټولني ته هغه بنيادي سهولتونه نۀ دي ورکول شوي، نۀ د يو غريب سړي لور تر اوسه ډاکټره جوړه شوې ده. موږ په طبقاتي ټولنه کښي ژوند کوو، دلته خلګ په حق غوښتلو خو اول پوهېږي نۀ، بل که په پوهېږي خو هغه ته هم چا په خوشحالۍ نۀ دی ورکړی. دلته حق په زوره اخستل کېږي. يو څوک بل ته په خوښه حق نۀ ورکوي. بل چي کوم زموږ نصاب دی په هغه کښي يو ځائ داسي نۀ وي ليکل شوي چي يوه ښځه به د خپل قام، خاوري خدمت په څه ډول کولائ شي. دلته خو هر سړي ته د معاوضې دپاره زدکړه ورکول شوې ده او نۀ په دې اړه تر اوسه داسي شعور ورکول کېږي. نن هم زموږ په تاريخ کښي داسي نومونه شته چي هغو د پښتون قام د خاوري حفاظت ته خپل ځانونه سپارلي دي هم ئې خپلو بچيانوته د قام د چوپړ د پاره پر ځان خوارۍ ګاللي دي. چي تر اوسه ئې نومونه ژوندي دي. 

که موږ وګورو نو اسلام هم ښځو ته د زدکړي او د اسلام د ساتني د پاره دښځو د زدکړي حکم ورکړی دی. که موږ وګورو نو د تاريخ له رويه تر ټولو له مخه اوله ښځه وه چي د اسلام دپاره ئې شهادت نوش کړی. 

که څه هم موږ په نړۍ کښي زموږ هېواد يو  ترقي پزير هېواد ګڼل کېږو خو نن هم موږ تر ټولو غريب هېواد په شمېره کښي راځو، د کوم چي زياتره خلګ بې تعليمه دي. سم نيم ماشومان د لومړي زدکړي د سهولتونو څخه محرومه پاته دي. او ښۀ تکړه تکړه ځوانان هلکان د اعلٰی تعليم د حاصلولو توان نۀ لري. تر اوسه خلګ په کور کښي د دوهمي خوني جوړولو توان نۀ لري، په يوه خونه کښي ګوزاره کوي، ښځي له ليري ليري ځايه څخه تر خپلو کورو اوبه راوړي، ګوډي ئې  په شا باندي راخستی وي، د کور د څنګه د اوبو سهولت نۀ وي ورته، د اوراو پخلي دپاره خپله ځي لرګي او بوټي  راوړي، هم د خپلو مالو دپاره واښۀ په خپلو څنګو راوړي. بجلۍ ، ګېس، نلکې خو څوک په صحرا کښي نۀ پېژني او نۀ ئې کور کښي دننه باتهـ رومان لري. دغه رنګه ډېري ښځي د کوشني پر پېدائش له  دې نړۍ سترګي پټي کړي هم دا رنګه ډېر ماشومان تر پنځه کالو پوري له بېلو بېلو ناروغۍ څه معذوره شي. 

ګو اکې په دې يوويښتمه پېړۍ کښي که پښتني ښځي يوې خوا له له هر ډول سهولتونو څخه محرومه دي، نو بلي خوا ته په ښاري ژوند کښي بدلون هم را روان دی. په ښاري ژوند کښي ورو ورو بدلون سلسله روانه ده.  چي قصه تر سوش ميډيا پوري ورسېده، د هغه نتيجه دا ده چي ښځه نۀ د دين پاته ده نۀ د دنيا. 

خو په مجموعي اعتبار باندي  دلته خو خلګ د لوږي، بې روزګاري، ناروغي او د ټولنيز ژوند په ستونزو کښي راګير دي چي يوه خوا ته لار نشته. د جهالت هغه توري پردې پر غوړېدلي دي چي يوه خوا ته هم د تېښتي او خلاصون لاره نشته. د بې منزله مسافر غوندي ژوند تېروو. حال دا چي نن هم پښتنه ښځه په کار باندي نۀ شرمېږي، نن هم هغه د خپل مېړه سره بارونه خلاصوي. د کور د کار غاړه باسي. که د پټيو، کروندو کار وي که لوږه وي، که تنده، ساړه وي، تاوده خو دا هر سخته ورسره زغمي. که ئې لېور ډبوي، که خسر، خواښي خو دا په هر ژوند کښي د خپلو بچيانو او مېړه سره ژوند تېروي چي سبا څوک دا نۀ راته ووائي چي فلانۍ پلار داره نۀ وه. 

څوک د پلار په نوم چا د قام په نوم ټول ژوند لکه د اور لړوني داسي وزغمي چي څوک مي تر پايه نوم نۀ واخلي چي فلانۍ دومره سختي ګاللي چي تر پايه د دې په حق کښي چا ږغ وکړی. حق خو زموږ په ټولنه کښي غوښتل دومره ګران دی لکه  د غرۀ سره سر جنګول دی. که له يوې خوا ښځي په بېلو بېلو نومونو باندي په  کور کښي بندي شوي دي، خو له بلي خوا دوئ د اعصابي او جسماني تشدد سره هم ځانونه دومره وترټل چي نورو خلګو به هم عبرت ځني اخستی. فلانی دومره غيرت مند دی چي ښځي د دۀ لمخه تلفظ نۀ شي کولی.

انسان چي څومره هم زندان او وهل وزغمي خو يوه نۀ يوه ورځ د دې ګُرَم د خلاصېدو دپاره خو اخرکار يو چم کوي، خو چي کله ښځو پر ځان ناروا ظلمونه برداشت کړل، نو دوئ ته يوه لاره ښکاره شوه چېري چي د دوئ رسائي وله. دوئ ته معلومه وه چي قانون ته زموږ تګ د مرګ سره مخا مخ دی. بيا قانون کښي د چا سره وجنګېږو. که به څوک وچه وه، د خواښي، مېړه او يور څه تر پوزي وه، هلک به نۀ ؤ، مېړه بې دوهم واده کوو يا په کور کښي دې ته هغه ځائ نۀ ورکېدل کوم چي د دې حق ؤ نو مجبوراً به ئې د ملا يا د پير دروازه ور وټکوله. او هغوی بيا دا هر څه په پيرانو کوډو باندي اړول.  او دا ډول به ئې د ښځو دښمنه هم ښځه کړه. نن هم دغه سلسله روانه ده. هن تر دې چي ځائ پر ځائ ملايانو لښتي ورته ايښي دي چي معزوره او مجبوره ښځه څوک ورا ولي، نو اخوند  ئې د پېريانو تور پر ولګوي او دا پېريان په لښتو وهلو ، باسي. پر ځائ د دې چي هغه د انسان شرفد تقاضو مطابق  د ښځو په حقيقي بيماري يا د حالاتو له جبره د هغوئ په ذهني ډپرېشن او نفسياتي ناروغيو ځان خبر کړي، خو هغه ئې د پېريانو په بهانه په وهلو وهلو تر مرګه ورسوي.

بل طرف ته که وګورو نو نورو قامونو خپلي  ښځي اسمان ته په علم وخېژولې. موږ تر اوسه پر هغه ځائ ولاړ يو. نن چي زياتره انجونو زدکړو خوا ته پام کړی دی، خو هغو خپله ژبه، کلتور، تاريخ، جغرافيه، عزت، ناموس، هر څه ته شا راګرځولې ده. خپله ژبه د پسخندو ورته معلومېږي.دا ځکه چي د هغو نصاب پرېدی نصاب دی. په دې نصاب کښي نۀ خو پښتو شته، نۀ پښتون کلتور او تاريخ شته،  نۀ د پښتنو قامي عنعنه او نۀ ورکښي د هغو شخصيات، تهذيب او تمدن څتک شته او نۀ د زمانې سره د وږه په وږه د پر مخ تللو شعر شته. بس د پرېدي کلتور او تاريخ رټه ده.

ګوا زموږ په نصاب کښي د خپل قام دوې نقطي هم يو ځائ نۀ دي ګډي کړل شوي. چېري چي زموږ ماشومان زده کړه ځني وکړي يا ئې له خپله قام سره مينه پېدا شي چي په دوئ کښي جذبه پېدا شي. ښځه هم د نورو انسانانو پر چم يو داسي مخلوق دی چي تر نارينه هم زياته د خپلي خاوري ژبي خذمت کولائ شي. ولي چي يوه ښځه د مور جذبه لري، که چېري يوه ښځه تعليم يافته شي نو د هغې ټوله خاندان او کورنۍ په تعليم يافته کېږي. که يو سړی تعليم يافته شي نو هغه يو سړی تعليم يافته بلل کېږي. 

ځکه خو له پاک نبي څه نيولې د نړۍ ډېرو پوهانو د ښځو په اړه داسي ښائسته اقوال په مخه راحي.

(۱) د ښځي ښائست د دې د عفت کمال دی. (محمدﷺ) 

(۲) اې د مځکي فرشتې او د اسمانو ښائستې، تۀ يوازنۍ هغه هستي ئې چي کولائ شې زموږ ژوند روښان کړې. (لامارټين) 

(۳) ستاسو ټولنه به هغه وخت د نوابغو درلودونکې ئي چي ستاسي ښځي ښۀ تربيه ولري (روبو) 

(۴) ښۀ مور تر سلو استازانو ښۀ ده (رژهي برټ)

(۵) د هر کامياب نارينه په کاميابي کښي د ښځي لاس وي. 

(۶) د ښځي په سترګو کښي هغه قوت موجود دی چي قانون کښي نشته. تاسي ماته ښې مېرمني راکړئ زۀ به ښۀ قوم درکړم (نيپولين) 

(۷) د هر لوئ شخصيت ترشا يوه ستړې ستومانه ښځه موجوده وي (سيم قير بايرون)

(۸) هر ځائ د کودک نيک او بد اعمال د مور روزنه ده. (نيپولين) 

(۹) د بشر لومړنۍ پالونکې ښځه ده. (بنارهاټ)

(۱۰) که ښځه نۀ وائ، نوابغ د جهان به چا روزلائ (نيپولين)

(۱۱) په جهان کښي فقط دوه شيان ښائسته دي ښځه او ګل (مالرب) 

(۱۲) ما په خپل ژوند کښي صرف دوې سجدې کړي دي. يوه و خپل پروردګار ته، بله و خپلي محبوبې ته. 

(۱۳) ښځه يوه داسي شګوفه ده چي د غوټۍ په وخت کښي ګرانه او محبوبه وي. او د ګل په وخت کښي خوندوره وي او چي خزان شي نو  قابل د ستائيني وي. 

(۱۴) په ښځه کښي يوه داسي جذبه شته چي ناقص خلګ هغه نۀ شي معلومولائ (اليوان) 

(۱۵) د کوم قوم ښځي بېداري شي او د ملک د ازادۍ دپاره ملا وتړي نو هغه قوم څوک غلام ساتلی نۀ شي، هغه قومونه ډېر زرخپل منزل ته رسېږي. 

که چېري زموږ په ټولنه کښي ښځو ته هغه تعليم ورکول شي نو يقيناً به کوم چي د دوئ د قام اقدار، د کلتور تاريخ سره تعلق پېدا شي او هله يو ګړندی قامي رول لوبولائ شي، خو د دې برعکس که هغه بې تعليمه او د حالاتو له تقاضو څخه ليري وساتل شينو هم دغه ظلم و ستم به ورسره روان وي، يا به دا دغه ظلم کوم چي اوس هم له دې سره کېږي کله به خرڅېږي، کله به  د غيرت په نوم ځواني مرګه کېږي، يا به هغو فرسوده رواجونو په منځ کښي خپلي شپې سبا کوي او هغه ښۀ روايات اقدار تهذيب چي  د کوم له وجهي دې ته تحفظ ورکول شوی وي، هغه به لمنځه وزي او د عبرت علامت به وي. 

نن که موږ د خپل قام د تاريخ په هنداره کښي وګورو نو زموږ پښتني ښځي په تاريخ کښي د يو قوم د ښځو په حېث خپل شناخت لري، خپل کردار لري، زموږ د نارينوو سره، زموږ د ښځو ژبه، نسل، تاريخ، کلتور، مذهب، جغرافيه په بشپړه توګه شريکه ده. دې خاوري داسي اتلان زېږولي دي او هم داسي مېندي چي تاريخ په خپله لمن کښي ځائ ورکړی دی. خو زموږ بله بدبختي دا ده چي زموږ په نصيب يوه طبقاتي ټولنه ده.موږ چي د کوم سبا په انتظار يو د هغه د پاره نوري هلي ځلي هم ضروري دي. چي تر څو د طبقاتي نظام او د دۀ  جرړي مو د منځه وړې نۀ وي، تر هغو موږ په پښو نۀ شو درېدلی. چي دا وخت موږ نوي زدکړو ته دوام ولرو، د ښځو دپاره داسي نصاب تيار شي چي هغه د خپلو بچيانو تربيت او د ټولني له ستونزو سره اړه لري او هره انجلۍ بايد چي په خپل قام او کلتور سره ولده پاته شي، دا چي کوم له جديد علم څخه موږ بې برخي يو، د هغه له جهته موږ له نورو ستونزو سره مخا مخ يو. يو طرف ته پاڼ او بل طرف ته پړانګ  موږ له په منځ کښي لار جوړول پکار ده. 

دلته څنګه  د هري طبقې دپاره  د زدکړو شعبې دي چي د چا څومره قيمت لوړ وي هغه د هغو خلګو دپاره وي، چي ستمن وي، که موږ د تعليم خبره کوو چي تعليم د نر او ښځي دپاره ډېر ضروري دی. خو دلته تعليم د عام سړي د وس کار نۀ دی. لکه څنګه چي دلته انسانان سره پئېلي دي، دغسي د تعليم ستونزه ده چي تر څو طبقاتي نظام وي او په نصاب کښي د مورنۍ ژبي ګډون نۀ وي راغلی تر هغو پوري به هر څه داسي وېښلی وېښلی او مات مات وي. تر څو چي موږ د شناخت، تشخص، ذات دا ټوله سره يو ځائ نۀ کړو تر هغو پوري به موږ ځان دغسي بېل بېل ښکاري. 

خو حقيقت دا دی چي زموږ ژبه، سوچ، فکر، اختيار هر څه له موږ څخه اخستل شوي دي. موږ هم اوس د بل په ژبه خبري کوو،ځکه خو زموږ د وينو په رنګه زموږ تاريخ، سياست، اختيارات،کلتور، ټوله ورځ په ورځ ورسره بهېږي او موږ ئې په پټه خُله تماشه بين يو. 

نو چي کله ژبه بدله شي ورسره سوچ هم بدل شي، اوس لا وخت دی چي موږ په يو نا يو ډول  خپله ژبه، تاريخ، کلتور راټينګولی شو.ګنې سبا به پر سر خاوري بادوو. 

بېرته به راشو خپل موضوع ته چي په کور کښي که يوه مور يا خور، ورېندار تعليم يافته وي نو هغه د خپلو ماشومانو روزنه، تربيت که جسماني وي که روحاني تر يو مور بل څوک نۀ شي کولی. هم د کور ګرته پر کوړه وي، که کونډه شي په خپلي تنخوا هم کور ګرځولی شي، چي د بل محتاجه به نۀ وي. که چېري نارينه پر کور نۀ وي، تعليم يافته ښځي رنځور تر هسپتال پوري رسولی شي. هم د کور سودا راوړلی شي. بې تعليمه ښځه لکه ړنده يوه لار درک نۀ ورکوي. 

دا يوه څرګنده خبره ده چي تعليم يافته ښځه د خپلي ټولني ستونزي د هوارولو هڅي کوي، هم په ښۀ توګه ژوند سره تر سره کولی شي. هغه غيبت او له ښېرو څه ليري ګرځي، هغه له هري ستونزي سره ولده وي چي په ډېر غټ زړۀ او جذبه سره کار کوي چي څوک بې لاري وي د ښې لار ور ښولو لار ور زده کوي. که و ښځو ته په خپله ژبه زدکړه ور شروع کړي د هغو په فطرتي توګه له خپلي خاوري، خلګو سره بې کچه مينه پېدا شي، هم ئې انسانيت، سوله، د وطن ترقي او د خوشحالي دپاره چي چېري چېري له ښځو او د قام سره بې انصافي شوې وي په ډېر جذباتي توګه ملا ورته تړي، هم دا فرض ګڼي چي موږ تر هيچا کم نۀ يو. ځکه چي وطن خپل ځان ګڼي. هر څوک بيا غواړي چي په خپله ژبه يو سړی ډېر ښۀ فکر کولائ شي. چي څه وخت له جهالت د تورو تيارو سره د شعور و بلېدلو څراغو ته راشي نو يقيناً به له هغو تعصباتو، کرکو د وتلو پرېښوول ټينګ عزم کوي. چي يو انسان له غاره راوځي نو د رڼا درک به معلوموي چي دا له کومي خوا راوځي. موږ به خلګ څنګه له دې ناوړه روايتو، رسمونو څخه ځان خلاصوو چي د نورو خلګو سره ځان سيال کړو. له دې سماجي محروميانو او له نا انصافيو څه زدکړه وکړو. داسي تجربې مشاهدې او تحقيقات وکړو چي موږ هم د دنيا يو عظيم قام وګڼل شو، و دنيا ته ور ښکاره کړو چي موږ ښځه يوازي د زېږولو دپاره، نۀ د کروندو دپاره، نۀ په بدي کښي د ورکولو، نۀ د غيرت په نوم د کور نه د شړني نۀ، بلکې زموږ ښځه هم په ازادي سره، په برابري سره، د خلګو خذمت، د بچيانو او د مېړه خدمت، د کور روزنه او په ټولنيز ژوند کښي دا نن هم تر خپلو اصولو لاندي کار کولائ شي. په دا شرط چي روزنه، تعليم او د زدکړي اجازه ورکول شي. په پښتني ټولنه کښي هم ښځه خپل ځانګړی حېثيت لري هغه پوهه ده چي ښۀ ژوند د هر بشر حق دی.او د ښۀ او ارزښت مند ژوند ورکولو پس پښتانۀ وائي چي

 مور ئې نۀ وي بټېرۍ، زوئ بې نۀ شي فتح خان. 

 

 

FacebookMySpaceDiggDeliciousStumbleuponGoogle BookmarksRedditNewsvineTechnoratiLinkedinRSS FeedPinterest

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ