هنګامې په خاموشۍ کښي

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

 ليکوال: محبوب ګل ياسر  

د مجلې ګڼه: ۱۴ مه

  د مجلې د چاپ نېټه:  اکتوبر تا مارچ ۱۸/ ۲۰۱۷

د پخوا په نسبت اوس په پښتو ژبه کښي کتابونه ګړندي چاپ کېږي او دا تسلسل روان دی او دا د خوش بختۍ خبره ده چي مخکښي به زموږه کوم ادب ورکېدو نو هغه اوس د خوندي کېدو په خاطر لګيا دي ترقي کوي او دا هم د ژوندي قامونو علامت دی چي داسي کېږي. ګنې پخوا د پښتنو ادب او اثار په خپلو کښي د جنګونو د وجي نه غېر خوندي وو او هم دغه وجه ده چي زموږ د اثارو ګټه وټه ټوله مغربي هېوادونه تر لاسه کوي او خوندي کړ ېده. نن ډېره د خوشحالۍ خبره ده چي موږه خپل ادب او اثار اوپېژندل او د دې ګټه پخپله خوندي کوو. اوس راځم خپلي خبري ته چي نن ماته د ګران او مشر شاعر رحمت شاه خاموش کتاب "هنګامې په خاموشۍ کښي " د ګران ملګري شاه جهان فهيم په وساطت را ډالۍ او ورسېدو او د دې تاکيد سره چي په کتاب به خپله تبصره ليکي ما دا خبره په سر سترګو قبوله کړه. 

کتاب "هنګامې په خاموشۍ کښي " ۲۴۹ صفحې يو ښکلی کتاب دی. په ګته چاپ دی او دا د رحمت شاه خاموش وړومبۍ شعري مجموعه ده چي د ۲۶ صفحو پوري سنجيده وېنا او د ۶۷ نه تر  د کتاب اخره پوري مزاحيه شاعري ده. د خاموش صېب ادبي تړون د "پښتو ادبي ټولني" ريګي سيمي پېښور سره دی. کتاب عابد خان کمپوز کړی دی وړومبنی چاپ ئې په کال جنوري ۲۰۱۸ کښي شوی دی، بيعه ئې مناسب ۱۵۰ روپۍ ده. 

" ښاغلی خاموش تر خپل وسه د اولس د هري طبقې د مزاج خيال په خپله طنزيه او مزاحيه شاعرۍ کښي ساتلی دی. هم دا وجه ده چي شاعري ئې د هر چا دپاره څه نا څه زړۀ را ښکون ضرور لري. زۀ په ډاډه زړۀ دا وايم چي د رحمت شاه خاموش صاحب دا کتاب "هنګامې په خاموشۍ کښي " د پښتو شاعرۍ د طنز او مزاح په باب کښي يوه اهمه او خوندوره اضافه ده."

بهر حال! ما چي خپله د خاموش صاحب د شاعرۍ او ژوند په باره کښي څه نا څه معلومات اوکتل نو ماته معلومه شوه چي خاموش صاحب خلګ زيات په مزاحيه شاعرۍ پېژني. د دې خبري چري هم دا مطلب نۀ دی چي د دۀ سنجيده شاعري ښۀ نۀ ده. بلکې د ژوند د هري تلې مناسب په يو انسان يو رنګ غالب وي. نو زما د خبري مطلب دا دی چي د خاموش د ژوند او ادب رغوڼه "مزاح" او "شوخي" ده. او ما خپله د دۀ د مزاحيه شاعرانه ډېر خوند او رنګ واخستو. او دا مزاحيه شاعري به په پښتو ادب کښي يو مقام ومومي او هسي هم موږ سره په پښتون شاعرۍ کښي د مزاح باب ډېر کم دی. لکه "د باړې بس" د عنوان په نظر کښي څه ښکلی وائي چي: 

 

اے زما وروره چي ځې د باړې بس کښي 

خيال به ځان په ډېر ساتې د باړې بس کښي 

 

چي راښکته شي يو ځل سنګو سربند نه 

په ځان چف کړه کليمې د باړې بس کښي 

 

د کپړو تانونه لاندي پرې دپاسه

ګنډې مار وي سورې د باړې بس کښي 

 

هم داسي يو بل نظم " چلوم ګاډۍ" (پيروډي) کښي وائي:

 

 چي چلوم ګاډۍ افسرانو صاحبانو سره 

چي نشته دم ئې په دفتر کښي ډارئيورانو سره

 

داسې دفتر داسي کرسۍ داسي قلم ئې څه کوم 

چي پرې انصاف نۀ شي کولے مظلومانو سره 

 

يوه ټپه ايزه کښي څه داسي وائي:

ورشه د يار تپوس له ورشه 

زر په تلوار تپوس له ورشه 

 

په نېغه لار تپوس له ورشه 

پلار او زوی نن په ځان مات کړي دي سرونه 

 

يوه هائيکو کښي څه داسي وائي چي: 

 

جمه وشوه خلګ راووتل جماعت نه 

يو سړی پکښي ناڅاپه په خيرو شو

 ډېر خفه شوم چا ترې نوې څپلۍ يوړې

دې کتاب کښي داسي نور هم ډېر ښکلي مزاحيه نظمونه شته لکه شاعران د وړو پلاره، بجلي نشته، ډرائيورۍ کښي او داسي نور. دا نۀ چي رحمت شاه خاموش صاحب صرف مزاحيه شاعري کوي بلکې سنجيده شاعري ئې هم د کمال نه ډکه ده لکه "د جمعې مونځ" لاندي عنوان کښي ليکي چي:

واجب کړے دے الله د جمعې مونځ

نه کړی هيڅ کله فضا د جمعې مونځ 

 

اووۀ دپاسه شل چنده ثواب کښي 

ځان له مونځ نه دی سيوا د جمعې مونځ

 

"يوه ورځ" عنوان کښي لاندي ليکي چي:

 

 يوه ورځ به دي د عمر ډيوه مړۀ شي 

حقيقت به د ژوندون درته ښکاره شي 

 

تش راغلی وي دنيا ته تش به لاړ شي 

سپين کفن به دي يو څو ګزه جامه شي 

 

الغرض! د کتاب شروع د روايت تر مخه د حمد پاک او نعت شريف نه شوې ده. خالق خاموش صاحب په خپلو خبرو کښي د عنوان "څو خبري" لاندي ليکي چي :

 

د الله تعالٰی ډېر شکر ګزرا يم چي ما له ئې د شعري مجموعې "هنګامې په خاموشۍ کښي " د راټولولو او چاپ کولو توفيق راکړو .......... هسي خو ما د شاعرۍ ابتدا د ۱۹۸۱ نه کړې ده. خو د الله تعالٰی په فضل او د ملګرو په خوښه مي ۲۰۱۶ کښي کتابي شکل ورکړو......... الاخر!

زما ورته دعا ده چي خدائ دي د رحمت شاه خاموش صاحب دا کتاب اخري کتاب، کتاب نۀ کړي. او خدائ پاک دي نور ژوند ورکړي چي هم دغسي د پښتو ژبي نور تخليقات ميدان ته راوباسي او هم د دوئ په شعرونو خپل دا ليک پائ ته رسوم چي:

 

د ګناه نه ځان ساتل نيکۍ نه ښۀ وي 

د نېکۍ عمل کول بدۍ نه ښۀ وي 

 

چي راضي دي مېلمستيا باندي څوک نه وي

داسي ځائے کښي  نه خوړل روټۍ نه ښۀ وي

 

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ