(درېيمه حصه (کابل ته مۀ وايه چي ړنګ شې

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

 ليکوال: ډاکټر نصيب الله سيماب 

د مجلې ګڼه: ۱۴ مه

  د مجلې د چاپ نېټه:  اکتوبر تا مارچ ۱۸/ ۲۰۱۷

درېيمه برخه

مقر د غزني ولايت جنوب لوېديځ ته د کابل او کندهار پر لوئ سړک د قره باغ او شاه جوئ د اولسواليو په منځ کښي په يوه ډېره پراخه او هواره بې اوبو ساحه کښي پروت دی. شمالي خواته ئې لوړ غرونه دي. کلي ئې د غرۀ په لمنو کښي او يا زياتره ئې په هواره کښي واقع دي. ډېر پراخ او غېر مزروع دښتونه لري. 

د مقر په دې کوچنۍ غوندي اډه کښي بس ودرېدی، زۀ نۀ يم خبر چي شا و خوا به بل ښار لري که نۀ، خو د سړک د غاړي دا ځائ د يوې اډې غوندي ؤ. يو څه هوټلان وو چي د کابل او کندهار د دواړو خواوو بسان دلته درېدل او دمه ئې کوله. ځکه ئې هوټلان اباد وو. موږ پر دوهم پوړ جوړ شوي خوش نصيب هوټل ته ور وختلو، دلته مو د سهار بلکې غرمکۍ ناری وکړی. د ناري پر وخت چي چائ وځنډېدې ډاکټر تابان لږ په توند ږغ  هوټل والا ته ږغ وکړی " ژر سه دا چائ  راوړه". د ډاکټر لياقت تابان په څنګ کښي ناست يو فارسي زبان سپين ږيري ډاکټر ته مميز، پسته، سپين شوي بادام رامخته کړه،بيا يې ورته وويل ، تر هغو په دې ګوزاره کوه، خشم نه کو،او که پر دې شيانو زما رنګه ډوډۍ وخورئ نو هم به څوک نۀ درباندي خاندي. د ډاکټر د خښم ستن هم لږ لاندي راغله او د سپين ږيري ورکول شوي شيانو ئې د خبرو رنګه ( تابان په ملګرتيا کي هر خبر د ملګري سره ګډوي ) په موږ ګډ کړل. له دې ځايه چي روان شو  پر لاري توره چينه، اسکر کوټ، قرباغ، غوڅکۍ، ملا نوح بابا، ناني دا ټولي سيمي پر هم دې لار په مخه راغلې. کوم وخت چي مي اسکرکوټ وليدی په زړۀ کښي مي راوګرځېدل چي کوټي ته ولاړم نو د عمر ګل  عسکر صاحب څخه به پوښتنه کوم چي دلته خو دي کله کلی نۀ دی جوړ کړی ځکه چي عسکر صاحب هم کوچاني ژوند ډېر تېر کړی دی. تر دې ځايه پوري چي کومي سيمي موږ ته په مخه راغلې سوا د يو څو نسبتاً  د غټو ښارونو نورو ټولو سيمو نړېدلي دېوالونو او ودانۍ درلودې چي د حالاتو د ستم کيسې ئې په وازه خُله کولې. چي دلته څومره ظلم شوی دی ،څومره خلګو خپل کورونه ودان پرې يښي وو خو اوس ..... پراخي او ښې مځکي له حاصلاتو څخه د محروميت ښکار وې،وچ دښتونه په خپله  دخپلي بې وسۍ هنداره وه.کوم وخت چي پر واپسي موږ له کابله څخه پر دې لار راتلو و کلات ته چي نزدې شو پر دوو غويو مي هل تړلی وليدی چي يوي (مځکه ماتول) ئې په کوله، د نن په دې دومره ترقي يافته دور کښي چېري چي د غويو يوي زموږ رنګه پسمانده خلګو لپاره هم د تعجب خبره وه، ځکه چي په غويو باندي د کرهڼي لپاره مځکه وهل به زموږ نيکګانو کوله ، خو د دې وطن وګړي لا تر اوسه پوري په غويو يوي کوي. چېري چي يوي په غويو شي هلته به مځکه خود د محروميت ښکار وي او وګړي به ئې د لوږي سره مخامخ وي. که چېري د جنګ خونړۍ منګولي په دې مځکه نۀ وائ ښخي شوي نو دې خاوري به هم حاصل درلودائ او هم به يې هغه مشينګري چي د پر مخ تللي نړۍ وګړي يې په کار راولي.خو څه کولای شو چي له بخته وژاړو که له وخته چي له دې ستم سره ئې مخ کړي يو. کومي مځکي چي په اوبو اوبېږي هغه مېوې ورکوي، کومي مځکي چي په وينو اوبېږي هغه مځکي  يا خو بنجر کېږي يا د سرونو کښت په کښي کرل کېږي او بيا رېبل کېږي. يو انسان چي تعلق ئې د نړۍ د هر کونج سره وي چي نۀ دافغانانو په ژبه ورګډ وي نۀ په دين د افغانستان داسي حال وويني نو زړۀ به ئې درد ضرور وکړي. زۀ خو بيا هم د دوئ غوندي پښتون يم، په وينه په غم ئې ورګډ يم، د ځان ئې ګڼم، په ژبه ئې پوهېږم، په درد ئې دردېږم، نو زما به څه حال ؤ د دې اندازه تش پښتون کولائ شي. د ويني او دخپلوی د دې تړون له کبله خو دې نړېدلو دېوالونو خپله کيسه په خپله ژبه راته کوله او زۀ ئې د دردونو په درياب کښي ډوبولم. د درد  په دې درياب کښي ځان بحېثيت پښتون ډېر يوازي راته ښکاره شو. نۀ مي څوک خپل وليدی او نۀ غمخوار. هر چا مي د همدردۍ په نوم زخمونه نور هم سپړلي دي. د مرهم په نامۀ يې تش مالګي دوړولي دي. د دردونو له دې څړيکو سره مخ په  وړاندي سفر روان ؤ چي د غزني هوا راباندي ولګېده او د تاريخ کندي ته ئې ور تس (وروغورځولم) کړم. چي دا هغه غزنی دی له هم دې ځايه څخه د دۀ له غېږي څخه داسي يو څوک پورته کېږي چي د هندوستان ټولي بت کدې ورانوي او پر بت پرستانو باندي د دې ځائ د خلګو حکومت ټينګوي. له ځان سره به ئې دې خاوري ته ډېر څه راوړي وي، ډېري مادي شتمنۍ خو د علم ډيوه ئې نۀ راوړه. د هغه زاړه غزني نخښي د زړو مينارو څخه ښکاره کېدې چي د خپل لرغوني تاريخ شاهدي ئې ورکوله .د غرۀ په لمن کښي لويه اديره (هديره) او په اديره کښي پټ هغه نوموړي خلګ چي د نړۍ په تاريخ کښي ئې نومونه نوشته دي، نن د غزني په دې اديره کښي ئې تش خاوري پرتې دي. 

غزنی چي د ولايت مرکز هم دی يو مشهور زوړ ښار دی او د کابل په جنوبي خوا کښي يو سل پنځه دېرش (۱۳۵) کيلو ميټره ليري پروت دی. دغه ښار پر اوچته غونډۍ باندي جوړ شوی دی او يوه مضبوطه کلا او دېوال ورنه چاپېر شوی دی. د ښار د شمالي برخي په لوړه غونډۍ باندي د غزني بالا حصار پروت دی چي يوه پخه او مضبوطه کلا ده. د غزني پخوانی ښار درې خواو ته يعني په شمال، غرب او جنوب غربي اړخونو کښي درې دروازې درلودې چي بهلول، بازار او کنک په نومو يادېږي. اوس په غزني کښي يو نوی ښار د نوو ښاري نقشو له مخي جوړ شوی دی. او د زاړه ښار پخواني کورونه تر يوې اندازې پوري له منځه تللي دي. او د کابل کندهار نوی سړک چي پخوا د ښار په منځ کښي تېرېدی اوس ئې جنوبي څنډي ته تېر شوی دی. په غزني کښي د پوستين جوړولو، مګري، زرګري او نقاشي صنعت يو تاريخي شهرت لري. غزنی په خپل وخت کښي د مدني اثارو له حېثه يو جهان شهرت درلود. مګر له بده مرغه چي د مغلي پاچاهانو د تاړاکونو، خونړيو يرغلونو او وران کاريو په واسطه هغه ټول ابادي له منځه ولاړل او بې له يو څو شيانو څخه نور څه ئې پاته نۀ شول. د غزني باچاهانو د مشهورو اثارو څخه چي تر اوسه پوري پاته دي دوې لوئي منارې دي چي د اوسني غزني په شمالي ختيځه خوا کښي د دهنه شېر د درې په خُله کښي له يو بل څخه د څلور سوه ګامه په اندازه کښي ولاړ دي. دا هره ميناره نزدې اتيا (۸۰) فټه جګوالی لري چي په پاسنو غاړو ئې ځيني الهي نومونه او د مينارې د جوړونکي نوم ليکل شوی دی. لومړۍ ميناره د بهرام شاه په دوره کښي دوهمه د مسعود ابو الملوک سلطان ابراهيم د زوئ په زمانه کښي جوړه شوې ده. د غزني ژمی اوږد او سوړ دی. په غزني کښي ډېر زيارتونه شته چي مشهوره ئې دا دي. حکيم سنائي زيارت، بهلول دانا، علي لالا، شاه مير پاکنروان، جمع اوليا، خواجه بلغار زيارتونه، د سلطان محمود، سلطان مسعود، سبکتګين او نور ډېر شامل دي. 

د امير سنائي پر قبر باندي يوه لويه پروژه روانه ده چي په هغه کښي پراخ والی راولي. د دې پروژې بورډ پر سړک لګېدلی ؤ. غزني يو بند هم لري چي دا بند د سراج په نامۀ مشهور دی او د غزني په شيرازي کښي پوره برخه لري. کوم وخت چي د غزني ښار ته راورسېدو له ليري مي په بس کښي د ښار نظاره وکړه. تاريخي اديره مي تر سترګو شوه او موږ ملګرو په خپلو کښي دا فېصله وکړه چي له کابل څخه پر واپسي باندي غزني ته راځو دلته به څه وخت د غزني په تاريخي ښار کښي تېروو، خو پر واپسي باندي موږ دومره ځنډېدلي وو چي پر غزني راغلو نو سوايې د يوه هزاره چي جارو ئې په لاس کښي ؤ بل هيڅ ونۀ ليدل او د غزني د ليدلو ارمان مي پر زړۀ له ځان سره بېرته راوړی. له غزني څخه چي ووتلو د وردګو په سيمه ورګډ شو چي د ميدان وردګ په نامۀ ولايت دی. دا ولايت څلور ولسوالۍ او څلور علاقه دارۍ لري چي له همدې امله ډېري حاصل ناکه نۀ دي خو هغه مځکي چي د خوړونو او سيندونو پر غاړه او نسبتاً په ارتو وادي ګانو او دروکښي پرتې دي دا مځکي د هر ډول غنمو، وربشو، جوارو لپاره ښۀ حاصل ورکوي. په هم دې وجه چي هواري مځکي ډېري نۀ لري دا خلګ شا و خوا سيمو ته د روزګار لپاره ځي.  د وردګو د خلګو چي کوم هنر په ټولو پښتنو کښي پېژندل کېږي هغه د دوئ د لاس د خټو څخه جوړي شوي کلاوي دي. هر ځائ چي وردګ د خټو کلا جوړه کړي دۀ هغه د پائيدارۍ نخښه بلل کېږي. څنګه چي ششګله کلي ته ورسېدو د خټو جوړ شوي کورونه او کلاوي له ورايه ښکاره کېدې او جوړښت ئې ډېر زړۀ وړونکی ؤ. د واوري او باران په دې وطن کښي د خاورو جوړ شوي کورونه او کلاوي بالکل داسي ښکاره کېدې لکه اوس اوس چي تازه جوړي شوي وي او يا لکه په سيمټو چي جوړي شوي وي.  واوري او باران هيڅ رنګه تغير نۀ ورباندي کاوه. د دې څخه د دوئ د هنر اندازه کېدائ شي. دلته هغه يوه ټپه را يادېږي چي وائي:

دېوال سروی که ګوتمۍ راکه 

پلار مي خټ ګر دی بيا به جوړ کړي دېوالونه

د حاجي عبدالهادي وردګ او د دۀ د ملګرو استازي خو ما په خپل کورکښي ليدلې ده. زموږ ټول د خټو کور عبدالهادي وردګ، راجوړ کړی دی چي د وردګو د هنر يوه نمونه ده. د دوئ هنر هم دا دی چي له خاورو څخه سيمټ جوړوي. د  سفر په دوران کښي موږ د وردګو پر ښائسته وطن او کلاو خوند اخستی ؤ چي د ډرائيور او يو بل مسافر مکالمه مي تر غوږ شوه. 

مسافر: استازه بس دي خپل دی؟

ډرائيور: هو. 

مسافر: څو پيسې به ګټې. 

ډرائيور: خدائ رزق پکښي اچوي. 

مسافر: بيا هم په يوه پېره کښي  لس (۱۰) زره در پاتېږي.

ډرائيور: يا دومره چېري پاتېږي. 

مسافر: نو بيا خو معنٰی نۀ لري. 

ډرائيور: ولي نۀ د کور ډوډۍ پېدا کوي. 

ډرائيور هڅه کوله چي د بس چلولو ته توجه وکړي خو مسافر د چمن اوسېدونکی ؤ. غوښتل ئې چي د  ډرائيور څخه ټول حساب کتاب واخلي. او هغه په داسي انداز کښي لکه يو پلار چي ئې له زوئ څخه اخلي او ښائي چي نيت به ئې هم دا ؤ چي دلته ګټه نشته نو بايد بل کار شروع کړي. د دې رنګه خلګو د ګټي تصور د عامو خلګو څخه بېل وي. د دې مسافر چي ډرائيور ته ئې ځان د يو تجار په حېث ورو پېژندی خبري پر ټولو مسافرو بار شوې. په دې چي په ډېر لوړ ږغ ئې کولې. ډاکټر لياقت تابان رنګه سړی چي هر وخت په خندا اوسي هم په خښم شو کله چي ډېر په خښم شو نو ماته ئې مخ راواړوی. 

دا ګوره خلګ کوم ځائ ته ورسېدل او دی لکه د پيسو موږک بې له پيسو ئې نۀ بل څه ايزده دي نۀ ئې پېژني.

پر ما خو ئې خبري داسي ولګېدې لکه په خوږو بادامو کښي چي يو تريخ بادام سړی وخوري. بېرته مي خپله توجه د قدرتي ښائست څخه ډکي درې ته راواړوه. دا سيمه داسي ښکاره کېده لکه ټول عمر چي اباده پاته شوې وي. نۀ ئې نړېدلي دېوالونه درلود نۀ ئې شاړي مځکي درلودې. پر ټوله سيمه داسي ښکاره کېده لکه د سپېدار د ونو باران چي شوی وي او ځائ پر ځائ د شنو اوبو څخه ډکي ويالې ئې په قدرتي حسن کښي نور زياتوب  راوستلی ؤ. يو ځائ بس ودرېدی يو پوخ سړک چي په غرو ننوتلی ؤ د لوګر پر لور تللی ؤ او له کندهاره څخه د کابل پر لور تللی ؤ. کيڼ لاس ته د لوګر د ولايت لار جلا کېږي. پر مخ شېخ اباد او دراني کلي په مخه راغلو. که د دراني و کلي ته د سپېدارو کلی ووايو نو بې ځايه به نۀ وي. زۀ په تصور کښي د پسرلي موسم ته ولاړم. ټول سپېداران شنۀ دي، ټولي مځکي په زرغونه څادر کښي ځان پټ کړی دی او په منځ کښي ئې د شنو اوبو ويالې رواني دي. يخه د سپرلي هوا ده او زۀ د خپل ملګرو سره د ويالې پر غاړه ناست په اوبو کښي مي پښې اچولي د غرو او رغو نظاره کوم او د ميني په شعرونو کښي د ښائست خواږه اچوم. له دې تصوره څخه مي يو دم فکر د حاجي عبدالهادي وردګ پر لوري ولاړی. د دۀ څيري کالي، چاودلي پښې او لاسونه د ډبريني مځکي څخه خټه پخوي او د دېوال موره ورڅخه وهي. او د خپل دې ښائسته وطن په ياد کښي لکه بلبل فرياد کوي. دۀ چي به کله د خپل وطن هغه ښائست يادوی نو په خبرو خبرو کښي به ئې په سترګو کښي اوښکي راغلې. هغه وخت به ماته عجبه غوندي ښکاره کېدی. خو نن مي د دۀ په اوښکو خپلي سترګي هم لندې شوې او دا ټپه مي راياده شوه:

جانانه! خپل وطن ته راشه

پردی وطن د سړي قدر کموينه 

زما له فکره لا د حاجي عبدالهادي فرياد نۀ ؤ وتلی چي د مېدان ښار ننداره مي تر سترګو شوه. شا و خوا په غرونو کښي را ګير يو ښائسته ښار، د وردګو ولايت والي هم دلته کښېني. د مېدان ښار د رارسېدو معنٰی دا ده چي کابل رارسېدونکی دی. پر هم دې ځائ باندي عصمت الله زهير راږغ کړه. 

"سيمابه! کابل ته اوس رسېږو ستا د انتظار لمحې پر ختمېدو دي".

 له مېدان ښار څخه چي تېر شو کابل ته د ننوتلو څخه مخکښي کسټم راغلی. پر دې ځائ ئې د بس ټول سامان تلاشي کړی. دلته مي په اول ځل په دولتي چارو کښي ښځه هم وليده چي خپله ډيوټي (دنده) ئې تر سره کوله. له دې څخه ښکاره کېده چي په کابل کښي په مختلفو دولتي چارو کښي ښځي خپله ونډه لري او خپلي وظيفې تر سره کوي چي يو ډېر ښۀ عمل دی. کابل چي زما د خوبونو ښار دی، ما ئې په خوب کښي ډېر خوبونه ليدلي ؤ. نن زما و مخته  ؤ او زما د تصور په تصوير کښي ئې ځيني رنګونه زياتول او ځيني رنګونه ئې کمول. د انسان په تصور کښي چي د خپلو خوبونو يو تصوير جوړ وي هغه د حقيقت له تصوير څخه څه توپير ضرور لري. کابل د نړۍ د لرغونو ښارونو څخه يو لروغونی ښار دی. د کابل لرغونتوب تقريباً ۳۵۰۰ کاله يادېږي. د کابل پر لار ډېر فاتحين تېر شوي دي. کابل د ميلاد د مخه په پنځمه پېړۍ کښي د سيروس د فتوحاتو په وخت کښي د هغه په مفتوحه قلمرو کښي داخل شو. داريوس (۱۵۰۰، ۵۱۰ ق م )  د هرايو (هرات) او زنګوش (هزاره جات) له لاري تر کابل تېر شوی او د خېبر له درې څخه هند ته ننووت. هم دا رنګه يوناني سکندر، سلوکوس، د هندوستان چندرګپتا، مناندر دوئ هم پر کابل حکومت کړی دی. په کابل کښي وروستني يوناني باچا هيرو مايوس ؤ چي له ( ۲۰ تر ۲۵ ميلادي) کال پوري ئې حکومت ؤ. بيا د کابل حکومت د کوشانيانو په لاس ورغلی چي په ۵۰۰ ميلادي کال کابل د کوشانيانو له لاسه ووت او د هياطله لاس ته ورغلی. چي بېرته بيا د کوشانيانو په لاس ورځي. په هم دې دوره کښي د مسلمانانو او عربو حمله پر کابل پېل شوه. په ۲۸ يا ۳۲ هجري کال کښي د حضرت عثمان په دور کښي کابل مسلمانانو فتح کړی. د کابل ښار تر فتحي وروسته فاتحينو د اسلامي فرائضو او ادابو د ښوولو لپاره عبدالرحمٰن تميم بن قيس او جبير د څو تنو اصحابو سره په کابل کښي پرېښوول او پخپله بېرته ولاړل. له دې وروسته کابل د غزنويانو بيا د غوريانو بيا د چنګېزيانو او بيا د امير تېمور لاس ته ورغلی. په ۹۱۰ هـ کال ظهير الدين بابر کابل ونيوی او بيا د نادرشاه افشار تر ولکه لاندي شو. کوم وخت چي په ۱۱۶۰ کال کښي اعليحضرت احمد شاه بابا د خپل اولس لخوا د افغانستان پر باچاهي وټاکل شو او نوموړي د نادر شاه افشار د وخت په دود نصير خان د کابل د والي په حېث پرېښود خو بېرته ئې د ۱۱۶۰ کال په پائ کښي د هغه بغاوت په وجه کابل ونيو او پر کابل ئې د لوئ دېوال وهولو امر ورکړی چي د سردار جانخان سپه سالار په څارنه او اهتمام پائ ته ورسېدی. دې دېوال يولس (۱۱) مهرې درلودې، د احمد شاه بابا تر رحلت وروسته د هغه زوئ تېمور شاه په ۱۱۹۰ هـ ۱۷۷۶کال کښي کابل رسماً د خپلي پاچهي مرکز وټاکی چي تر اوسه پوري د افغانستان مرکز دی. کوم ښار چي دا رنګه تاريخ لري هغه به د خلګو په خوبونو کښي ولي ځائ نۀ پېدا کوي. هم دا وجه وه چي د نړۍ هر فاتح تر کابل پوري ځان رسولی دی. له مېرويس نيکه څخه بيا تر حامد کرزي پوري يعني ۱۷۰۷ څخه تر ۲۰۰۱  پوري ۳۴ پاچهانو پر افغانستان پاچهي کړې ده چي په دې کښي د يوې ورځي باچاهي هم شامله ده. 

 څنګه چي په کابل ننوتلو تر ټولو د مخه مي ډېري ګاميښي نزدې د يو پله سره وليدې داسي راته ښکاره شو لکه زۀ چي د سندهـ په لاړکانه ښار ننوتم. او تر دې پله لاندي خيرني توري اوبه داسي ښکاره کېدې لکه څوک چي د کراچۍ په ښار د شېر شاه لخوا ننوځي. زړۀ مي درب وهل چي ما خو د کابل دا تصوير نۀ په ويښه او نۀ په خوب کښي ليدلی ؤ. زما د تصور کابل خو ډېر ښائسته ؤ.د شپږو ګهنټو د سفر وروسته د کابل په کوټ سنګي کښي له بس څخه کښته شو. له حکمت الله سروش سره مو پر ټيليفون تماس نيولی ؤ. رابطه مو په دې ورسره کړې وه چي موږ پر لاري لا خبر شو چي کوم سېمينار ته موږ روان يو هغه ځنډول شوی دی. نو ځکه موږ د خپلي ازادۍ په خاطر د سروش سره رابطه کړې وه. سروش مينه ناکه، خنده رويه، خدمتګار، د مېلمنو زړۀ ساتونکی ځوان دی. که څه هم مېلمانۀ ئې کله نا کله پر نازک زړۀ د ډبري وار هم کوي خو دی ئې په مېلمستيا کښي هيڅ کمي نۀ راولي. دا دی هغه سروش چي په کابل کښي زموږ رهنما او ملګری ؤ. څنګه چي کښته شو د سروش سره مو ملاقات وشو سم دستي ئې په ټيکسي  کښي کښېنولو او روان ئې کړو. په ټيکسي کښي چي څومره تلو هغومره مي زړۀ تسلي کوله. په دې چي زما خوبونه درواغ کېدائ نۀ شي کابل واقعي هم د خوبونو ښار دی. 

په قلعه فتح الله کښي مي د اسد الله دانش چي هم دا اوس اوس ئې خپله مطبوعه کابل ته راوړې وه، په ځائ کښي خپله کډه کښي ښووله او دا زموږ خوش بختي وه چي دانش هم په کابل کښي ؤ. يو ساعت پس دانش هم راورسېدی. د غرمې ډوډۍ مو وخوړله او لږ مو په ځان ګوته ووهله، بيا د دانش نوې مطبوعې ته راغلو. نۀ يم خبر چي د دانش د مطبوعه څو يم نمبر راځي خو افغانستان ته مطبوعه په لومړي ځل په ۱۸۷۰ کال کښي راوړل شوې وه. په کابل کښي د دانش مطبوعه پرانستل يو داسي کار دی چي ډېري ګټي به ولري. د افغانستان ليکوالان چي خپل کتابونه او نوري خپروني پېښور يا کوټي ته وړي. اوس به دا مشکل ونۀ لري هم هلته به نزدې په کابل کښي دا کار تر سره کېږي. ليکوالان هم ډېر ورته خوش بينه وو، ځکه چي دانش په پېښور کښي په دې حواله دومره کار کړی دی چي ساری ئې نۀ ليدل کېږي. د يوې اکېډمۍ هم دومره کار نۀ دی کړی. په نورو ژبو پيسې ګټي او په پښتو ژبه ئې خوري. له دې څخه د دانش د خدمت اندازه کېدلائ شي. د دانش په نوې مطبوعه کښي د نبي ساحل په ديد مشرفه شو چي د سولي د مشاعرې پر کتاب ئې کار کاوه. د سولي نړيواله مشاعره په تېره مياشت کښي په کابل کښي شوې وه چي پکښي د لر او بر څخه راغلو شاعرانو برخه اخستې وه. په دې مشاعره کښي چي کوم شعرونه وئيل شوي وو هغه ئې په کتابي بڼه کښي چاپ ته چمتو کاوه. په دانش مطبوعه کښي ئې له قاري صاحب سره کتاب ته ترتيب ورکاوه. دا مشاعره د علومو اکاډمۍ لخوا جوړه کړل شوې وه. په دې مشاعره کښي د ډېرو سيمو شاعرانو ګډون درلود خو زموږ د سهېلي پښتونخوا تش دوه شاعران ور بلل شوي ؤ چي سوب ئې څۀ ؤ........ کنې شاعران خو بېخي ډېر دي او ښۀ شاعران دي. د دې جواب به د مشاعرې د منتظمينو سره ضرور وي. 

اديب چي کله يو ځائ ته ځي نو له ځان سره يو څه خاطرې راوړي او څه خاطرې پرېږدي. اديبان چي د هر ځائ وي د قلم او لفظونو په تار سره تړلي خلګ وي. د ميني او ښائست سندري وائي، د نفرتونو و ازغيو ته اور اچوي، که داسي ونۀ کړي نو بيا هغه ټپه د چي وائي 

راتګ دي کله کله خوند کړي، دا هره ورځ راتګ دي قدر کموينه

 د دانش په مطبوعه کښي يوڅه ناقراره غوندي شو، ځکه چي زړۀ مو غوښت چي کابل ژر تر ژره ووينو. (په تېره بيا زما او د ډاکټر لياقت تابان) عصمت الله زهير ځکه مطمئن ؤ چي دۀ په دې ښار کښي ډېر عمر تېر کړی ؤهغه هم د اولي ځوانۍ عمر، له دې ښار سره ئې ډېري خوږې او ترخې خاطرې هم درلودې. زۀ بالکل د هغه کوچني رنګه بې چينه وم چي د يو چا څخه د لوبو شی وويني او ورته بې چينه شي هم داسي حال زما ؤ. د سروش ئې کور ودان زموږ بې چيني ئې راختمه کړه او د تګ زېری ئې راباندي وکړی. 

درځئ لږ په ښار کښي وګرځو. 

دا زما او د ډاکټر لياقت خوش بختي وه چي دوه لار ښود مو ملګري وو. يو سروش بل زهير ځکه چي يو به د ډاکټر لياقت سره ملګری ؤ او بل به له ما سره دا رنګه موږ مشکل هم نۀ درلود او معلومات مو هم تر لاسه کول. سړک ته راووتو او د کابل په ښاري ټيکسي کښي کښېنستو. د کابل په ښار کښي د عام اولس لپاره په ښار کښي دننه لوکل بسان د ملي بسانو په نامۀ چلېږي چي تعداد ئې تقريبا اتۀ سوه (۸) دی او له دې سره سره ټونس موټران او ژړ ټيکسيان هم چلېږي. چي سواريان له يوه ځايه څخه بل ځائ ته وړي. په ټيکسي کښي د نوي ښار و خوا ته روان شو. کوم ته چي ئې ښارِنو وئيل، د کابل ښار چي پر کومو علاقو وېشل شوی دی په هغوئ کښي د غټو علاقو نومونه څۀ په دا ډول دي. 

ښار وزير اکبر خان، ماکرويان،۱، ۲، ۳، ۴ خېل خانه ۱، ۲، ۳ کلو  لا پشته او شهر کونه (زوړ ښار) ډېري غټي علاقې دي. ښارِنو د کابل نوی او په جديد طرز جوړ شوی ښار دی. موږ هم دلته له ټيکسي څخه کښته شو او د ښارِنو په ښائست ور ګډ شو. وخت ماځيګر قضا ته نزدې ؤ، څه دوکانونه بند شوي وو، څه بندېدل، د تهذيب و تمدن يو ډېره په زړۀ پوري نمونه پکښي ليدل کېده، خلګو ئې له يو بل سره ډېر په نرم ږغ او پسته لهجه کښي خبري کولې. هغه وائي چي "فارسی زبان شيرين است" ښائي چي دا د فارسي ژبي شيريني ئې په لهجه او رويه کښي هم خوره شوې وه. د ښار په مارکيټو کښي چي ګرځېدو بالکل داسي ښکاره کېده لکه د يو پر مخ تللي ښار په مارکيټو کښي چي ګرځو. د دې ټولو لوئ ثبوت د کابل سيټي سېنټر، کابل سېنټر په افغانستان کښي لومړی شاپنګ مال دی چي د دوبۍ د مارکيټو په طرز جوړ شوی دی. دا سنټر په ۲۰۰۵ کال کښي پرانستل شوی دی. لومړی دوه فلور ئې دوکانونه او لاندي فلور ئې کافي شاپ او رسټورانټ ؤ. د څلورم فلور څخه ئې صافي لېنډ مارک هوټل د استوګني خوني وې، په کوم کښي چي زياتره خارجيان اوسېدل. د دې سنټر په ټولو دوکانو کښي چي زياتره ئې د لباس سره تړلي شيان خرڅېدل. د يورپي طرز لباس او معاشرتي نمائندګي زياته پکښي څرګندېدل. زنانه لباس ئې يو رنګه ايراني طرز ته ورته والی درلود. د کابل د ښاريانو لکه څنګه چي ئې رويه پسته او خوږه ده هم دا رنګه حسن خدائ ورکړی دی. ځکه خو ئې په مارکيټونو کښي د هغه چا لپاره کوټ نۀ پيدا کېدی چاچي د خېټي مشکل درلود. په ادب کښي دا بحث ډېر زيات دی. چي ښکلا په داخل کښي ده که په خارج کښي. ځيني پوهان وائي چي په داخل کښي ده. ځيني وائي په خارج کښي ده، ځيني ئې په دواړو کښي ثابتوي. دا بحث ډېر خوندور دی.  خو دلته حال دا ؤ چي د داخل او خارج دواړي ښکلاوي پر خپل اوج باندي وې. يو داسي فضا وه چي نرۍ نرۍ موسيقي ږغېدله د هوټل په لفټ کښي لګېدلی غټ سکرين د هوټل او سنټر دننه او دباندي ټول منظرونه ښکاره کول. مخامخ پورته د ښيښو څخه جوړ شوي دوکانونه  د پردې تصور معدوم کړی ؤ. دې ټول ماحول د داخل په موسم کښي د پسرلي غوندي ورېځ سازوله او پر زړونو ئې د ښائست د باران څاڅکي اورول. له دې ځايه څخه مي زړۀ نۀ غوښت چي ولاړ شو خو هغه پوهان وائي چي هر سړی راځي د دې لپاره چي بېرته به ځي نو موږ هم بېرته راغلو. د دانش ځائ ته هلته نبي ساحل او نذير احمد نذير هم راغلي وو. د نذير احمد نذير سره زموږ ملاقات (ليدۀ کاته) په کندهار کښي د هوتکو په هکله چي کوم سېمينار ؤ په هغه کښي شوی ؤ او بيا له موږ سره تر کوټي پوري په سفر کښي ملګری ؤ خو د نبي ساحل سره مي لومړی ملاقات ؤ. دا دواړه ځوانان چي يو ادبي تنظيم هم لري د پښتو ادب لپاره خدمت کوي لګيا دي. له دوئ سره زيات محفل ونۀ شو ځکه چي موږ مسلسل سهار له شپږو بجو څخه د سفر په حالت کښي وو. نو څنګه چي مو ډوډۍ وخوړله د ستړيا او د خوب غلبه زياته شوه نو ځکه مو د خوبونو په ښار کښي په لومړۍ شپه د خوب و غېږ ته ځان ايله کړی. 

ماښام چي د بيدېدو پروګرام مو ترتيب کړی ؤ چي سهار به د علومو اکاډمۍ ته ځو کتابتون ته به ئې ورځو او ورسره سره به د ليکوالانو سره هم ووينو، سهار دانش يو چاته ټيليفون وکړی بيا ئې موږ ته ووئيل چي تاسو د ژبو مرکز ته ورشئ. هلته به ستاسو رهنمائي عبدالظاهر شکيب وکړي. نېټه د جمعرات په سهار د فروري پر ۲۸م نېټه چي موږ لس (۱۰) بجې د ژبو مرکز ته روان شو چي ورسېدو عبدالظاهر شکيب ځوان ليکوال زموږ په انتظار ؤ. په دې ودانۍ کښي د پښتنو څېړني بېن المللي مرکز باستان شناسي، يعني لرغون پېژندنه او د کوشاني ژبي لپاره کوشن سټډي مرکز موجود ؤ. 

کوشانيان هغه څوک دي چي په تاريخ کښي پر افغانستان باندي ډېر وخت باچهي کړې ده. د هغوئ ژبه کوشاني وه چي اوس له منځه تللې ده، خو په کوشن سټډي سنټر کښي د دې ژبي په هکله څېړني او پلټني رواني دي چي زاړه اثار ئې راپېدا او خوندي کړل شي. زموږ اصل هدف د علومو اکاډمي وه، د جمعرات روځ وه په دې ورځ په افغانستان کښي نيم وخت کاروي، د هغه پس بيا رخصتي وي. هم دا وجه وه چي دا مرکزونه مي په تفصيل نۀ وکتل، تش په نامۀ مي وليدل. د ظاهر شکيب په قول مي وکړه، د علومو اکاډمۍ ته د ظاهر شکيب په رهنمائي کښي روان شو. څنګه چي د ژبو له مرکز څخه راوتلو او د ټيکسي انتظار مو کاوئ چي له مرکز څخه يو موټر راووتی. په موټر کښي ناست سړي ډرائيور ته اشاره وکړه چي موټر ودروي، هغه چي موټر ودراوئ دې سړي موږته دعوت راکړی چي تاسو چېري ځئ. درځئ زۀ به مو ورسوم. موږ هم موټر ته وروختلو له يو بل سره مو تعارف وشو. دۀ خپل ځان د محمد نبي صلاحي په نامۀ راسره معرفي کړی. د محمد نبي صلاحي نوم د پښتو ژبي او ادب د لوستونکو لپاره څۀ د تعارف محتاج نۀ دی. صلاحي صاحب پښتو ادب ته، نوي ادبي تيوري ،او داسي نور کتابونه ورکړي دي. په داسي ناببره ديد کښي چي کوم خوند دی، ښائي دا خوند په باقاعده ډول ديد کښي نۀ وي. په دې چي د يو سړي په هکله چي ستا سره معلومات وي او هغه ته د قلم او کتاب له لاري پېژني هغه داسي ناببره در سره يو ځائ شي نو د حيرت او خوشحالۍ امتزاج بيا خپل يو بېل خوند لري او په دې خوند موږ د ژبو د مرکز سره اشنا شو. د پېژندني وروسته صلاحي صاحب له موټره سم دستي کښته شو، يو ګړی وروسته ئې غېږ له کتابو ډکه وه راغلی او خپله دا پيرزوينه ئې پر موږ ولورله. د ادب د يو لوستونکي لپاره تر کتاب غټه بله څه پيرزوينه کېدائ شي. د صلاحي صاحب دا پيرزوينه زموږ لپاره ډېره غټه وه. موږ ئې په خپل موټر کښي د علومو اکاډمۍ ته ورسولو او د بيا ليدو په قول ورڅخه رخصت شو.

کوم وخت چي په شلمه پېړۍ کښي د پښتو جديد ادب ابتدا کېږي په هم دې دوره کښي په افغانستان کښي روشنفکران د فکري بدلون لاره هواروي. په دې کښي مولوي صالح محمد هوتک کندهاري، غلام محی الدين افغان، عبدالرحمٰن لودهي، استاد عبدالهادي، غلام محی الدين افغان، عبدالرحمٰن لودهي، استاد عبدالهادي دوای پرېشان ، محمد عرض بېګي او داسي نور شامل دي. چاچي د پښتو ټولني بنياد ايښی دی. د شلمي پېړۍ په دوهمه نيمائي کښي په افغانستان کښي د مخکښي څخه جوړه شوې پښتو ادبي ټولنه چټکه کړې شوه. د دغه ادارو علمي غونډو او چاپي اثارو يو داسي علمي فضا او ادبي ماحول پېدا کړ چي په يوه وخت کښي د تحقيق او تنقيد (څېړني او نقد) يو شمېر لوبغاړي پېدا شو. په افغانستان کښي په کال ۱۶۳۷ کښي د پښتو اکاډمۍ تشکيل هم د پښتو اديبات ارټيسټک زدکړي مبدا ګڼل کېږي. د علومو اکاډمۍ د نامۀ سره مي د دې خلګو تصوير په تصور کښي وګرځېدی، لکه علامه عبدالحی حبيبي، صديق الله رښتين، قيام الدين خادم، ګل باچا الفت، عبدالرؤف بېنوا، محمد صديق روهي، هم دغه خلګ وو چي دلته به کښېنستل ولاړېدل او د پښتو ژبي او ادب خدمت به ئې کاوئ. د دې خلګو د ناستي ځائ لره ورتګ پخپله يو افتخار دی، د دې اکاډمۍ نوم موږ تش د کتابو پر مخ ليدلی ؤ، نن مي پخپلو سترګو د اکاډمۍ ودانۍ هم وليدله، په علومو اکاډمۍ کښي شکيب صاحب د بشري علومو د معاون نصر الله سوبمن دفتر ته وروستلو. نصر الله سوبمن مو ډېر په ورين تندي او په مينه هر کلی وکړی. پوهان وائي که زدکړه کوې پوهنه غواړې او د خبرو چل زده کوې نو د عالمانو په محفل (مجلس) کښي کښي نئ او په دې حواله موږ ډېر خوش قسمته وو چي ټول سفر او ناسته ولاړه مو د عالمانو سره وه. د سوبمن صاحب په دفتر کښي پر ژبه، تاريخ د پاکستان او افغانستان په اړه خبري وشوې. د تاريخ په حواله د پښين د لرغنتوب په هکله ښۀ په زړۀ پوري بحث وشو. پښين زموږ د درو سره ملګرو پلارنی ټاټوبی دی. سوبمن صاحب په تاريخي حواله د پښين پېژندګلوي نور هم ښۀ راښکاره کړه او دا خبره د عصمت الله زهير لپاره ډېره ښۀ وه، ښۀ په دې  وه چي زهير د پښين پر تاريخ باندي يو کوچنی غوندي کتاب د پښين لنډ تاريخ په نامۀ ليکلی دی. نو په راتلونکي وخت کښي که چېري د دا لنډ تاريخ اوږداوه نو د سوبمن صاحب مجلس ئې ډېره مرسته کولائ شي. د سوبمن صاحب يوه خبره  چي زما په ذهن کښي به د تل لپاره پاته وي. هغه دا ده چي ښائي دۀ ته چا کړې وي. هغه وخت چي د افغانستان د جګړې شپاړس کاله شوي وو يو چا دا خبره وکړه چي افغان اولس د خپلي خاوري سره وفاداره او مخلص دی. د شپاړس کلني جګړې وروسته ئې هم د وطن جغرافيه نۀ ده بدله کړې. که چېري پر بل وطن شپاړس ورځي دا رنګه جګړه تېره شي لکه پر افغانستان هغه به پر شپاړس ټوټو ووېشل شي. دا د دې اولس د وطن سره د وفا دارۍ تر ټولو لوئ ثبوت دی. بايد چي د دنيا هر قابض سر خلاص کړي چي په افغانستان کښي د دېرش کاله جګړه شوې ده. د دۀ جغرافيه برقراره ده، افغانستان د نسل او مذهب په نامۀ نۀ دي وېشل شوي، بيا به هم ونۀ وېشل شي دا يو ښکاره حقيقت دی.

د سوبمن صاحب دا خبره ډېره ښۀ او حقيقت ده. خو د نن حالات ماته څۀ بدل غوندي ښکاري. د افغانستان اولس د خپل وطن سره وفاداري ثابته شوه ځکه ئې اوس د نسل او مذهب پر لور دښمنانو فکرونه اړولي دي، غواړي چي له دې لاري تعصب رامنځته کړي او خپل منځنۍ جګړې ته ئې نور دوام ورکړي. دوئ پخپلو کښي و خپل اختيار ته نۀ پرېږدي او د خپلو لارښود رهنمائي ونۀ پېژني، هغوئ په يوه يا بل نامۀ ياد کړي او د جګړې باعث ئې وګرځوي.