تصوف

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

 ليک: مولانا وحيد الدين خان 

                                                                        ژباړه: نور احمد فطرت 

د مجلې ګڼه: ۱۴ مه

  د مجلې د چاپ نېټه:  اکتوبر تا مارچ ۱۸/ ۲۰۱۷

تصوف د يو روحاني فن (د انساني جذبې و اظهار ته فن وئيل کېږي) په حېثيت سره په قرآن او حديث کښي نابلده ښکاري، د تصوف په نامۀ سره چي د سلوک (د حق تلاش او تزکئې (پاک کول) کوم فن په کتابونو کښي ليکل شوی يا نوشته شوی دی يا شېخانو ئي خپلو مريدانو ته کوم تعليم ورکړی دی، دغه ټوله يوه زياتونه (اضافه) ده. په خپله اوسني بڼه کښي دغه په قرآن او سنت کښي نشته. لومړی سړی چي چاته په اسلامي تاريخ کښي د صوفي په توري سره ووئيل شو هغه غالباً ابو هاشم صوفي (۱۵۰ هـ) ؤ. بيا هم تر دغه وخته پوري د صوفي مطلب صرف دا ؤ يعني هغه سړی چي په زهد او عبادت کښي غلو يا زياتوب وکړي. چونکې دغه خلګو رخت يا کپړې پرې ايښي وې د صوف معمولي لباس ئې اغوستی (اون کے معمولی کپڑے اپنے جسم پر لپیٹ لیتے تھے) په دې خاطر دوئ ته صوفي يا صوفيان ووئيل شول. د دې څخه وروسته  د دوئ قواعد او اصطلاحات جوړ کړل شول، تر دې پوري چي درېيمي هجري پېړۍ تر رسېدو وروسته تصوف د اسلامي روحانيانو د يو باقاعده فن شکل اختيار کړی. په اشراقي فلسفه (د تزکيه نفس فلسفه ته وائي) په رهبانيت (ترک دنيا چي عيسايان ئې کوي) او ويدانت (ہندؤں کے فلسفے کا ایک نظام جس میں ذات الٰہی پر بحث کی گئی ہو) کښي د دوئ لپاره کافي موادو شتون درلود. دغه رنګه د بېلابېلو عناصرو (اصلي توکي) په کومک سره يو داسي څيز په وجود کښي راغلی چي پر کوم باندي که څه هم د اسلام لېبل (د کاغذ وغيره ټکړه چي پر يو شي باندي د هغه د نوعيت او د مالک د درک وغيره سره سره د ښودلو لپاره لګول کېږي) خو لګېدلی ؤ مګر د خپل حقيقت په اعتبار سره (دی) يعني تصوف يو متوازي مذهب ؤ چي په اسلام کښي دننه د اسلام په مقابل کښي جوړ شو. د تصوف يو بل قسم هغه دی چي هغه ته "باطنيت" وائي. په درېيمه هجري پېړۍ کښي په ځانګړي ډول په ايران کښي داسي خلګ پېدا شول چي وئيل به ئې:

ان للقرآن ظاهراً و باطنة والمراد باطنه  

ژباړه: قرآن يو ښکاره دی او بل پټ چي مقصود (ځني) باطن دی. په دې خاطر دوئ د باطنيه په نامۀ سره ونومول شول. د علماو د ګډي پرېکړي پر بنا دا د زنادقه ډله وه چاچي د خپل اباحيت (اجازت جائز کرنا، جواز) او د بې علمي د پټولو لپاره دغه نظريه جوړه کړله. دوئ به وئيل :

الصوفی لا مذهبکه له 

ژباړه: د صوفي هيڅ مذهب نشته . 

د دې فرقې و يوه سړي ته ووئيل شول. تۀ لمونځ نۀ کوې؟ (الا تصلی) دۀ ځواب ورکړ، تاسو په اوراد (ورد کی جمع وظائف) کښي ياست او موږ په واردات کښي يو (واردات + هغه حال چي پر سړي تېر شي تېري شوي خبري، حادثه يا واقعه ته هم وائي) 

د دې ګروه دا عقيده وه چي د شريعت مکلفه عوام دي نۀ خواص يا ځانګړي خلګ. دغه رنګه هغه خلګ چي د حلول (يو شي په بل شي کښي راشي داخلېدل چي د هغه بيا فرق ونۀ کړل شي) او اتحاد (حلول او اتحاد دوې ځانګړي تصوفي نظرئې او فرقې دي). قائلول هغه به وئيل چي سالک کله د سلوک وروستي منزل ته ورسېږي حتٰی د هغه له پاره بيا دا وئيل جائزه يا روا کېږي چي (هو انا و انا هو) هغه زۀ يم او زۀ هغه يم. دغه رنګه د وحدت الوجود تر نظرئې لاندي ابو حسين بن منصور  حلاج وئيلي ؤ چي اوس نو (دی) مړۀ ژوندي کولائ شي او غېب کشفولائ شي. په دې خاطر علماو د دۀ د ارتداد (مرتد کېدل، اسلام پرېښودل) فتوا ورکړې وه. او (دی) د مقتدر په خلافت کښي په ۳۰۱ هـ کښي قتل کړل شو. دغه رنګه د تصوف هغه طريقې چي سماع (اورېدل سندري اورېدل) او ګډا، خدائ ته د رسېدلو زريعه بولي حتٰی داسي خلګ هم شته چي مرد پرستي د الله د نزدېکت سوب بولي. د دې د جواز لپاره دوئ يو حديث هم (د ځانه) جوړ کړی دی او هغه دا دی "چي ما خپل رب د يو ځوان سړي په بڼه کښي وليدی" بيا هم موږ د تصوف پر دغه شکلونو باندي دلته مجلس نۀ کوو، ولي چي علماو په يوه خُله د دوئ د ضلالت فتوا ورکرې ده. زموږ خبري د تصوف تر هغو طريقو پوري محدوده دي چي و کوم ته په امت کښي د قبوليت درجه حاصله ده او و کوم ته چي تر اوسه پوري خلګ د نجات يا د خلاصون تر ټولو نږدې زريعه وائي او بس. د دغه تصوف دوې ځانګي دي. يو په مسنون عبادتي طريقو (فرض عبادت چي د خدائ حکم او د پېغمبرﷺ طريقه پکښي شامله وي) کښي د اضافي يا زياتوب خبره ده. دوهمه په عبادتي طريقو کښي نوعي يا ذاتي اضافه ده. د لومړۍ طريقې په هکله ابو القاسم جنيد بغدادي (۲۹۷ هـ) وئيلي دي، زموږ دا طريقه د قرآن او سنت سره نښتې يا مقيده ده (مذهبنا مقيد بالکتاب والسنه) د لومړي دور (Duration) په صوفيانو کښي دغه لومړی قسم تصوف وجوده ؤ، دغه خلګو په لمانځه په روژه او تلاوت او داسي تورو کښي چي پخپله هم د مسنوني طريقې عبادت دی د دغه په مقدار کښي دوئ هغه حد بندي ونۀ ساتله کوم چي د حضور اکرمﷺ څخه ثابته وه. مثلاً پنځه وخته لمنځونو علاوه د الله نبيﷺ په شپه کښي څو رکاته (زياتره يوولس رکاته لمونځ) کوی، دغه بزرګانو ټوله شپه لمونځ پېل کړی. دۀ د فرض روژو پرته په مياشته کښي څه ورځي روژې نيولې دغه خلګو پرله پسې روژې نيول شروع کړې چي و هغه ته دوئ "صوم وصال" وائي. پېغمبر حضرت محمدﷺ په مخصوصو اوقاتو کښي د قرآن يوه برخه لوستله دوئ هر وخت قرآن لوستنه پېل کړه يا جاري کړه. حتٰی که چېري د امام نوعي خبره صحيح وي نو په دوئ کښي داسي خلګ هم پېدا شول چي هره ورځ ئې اتۀ واره قرآن ختموی. او داسي نور د عبادت په مسنونه طريقو کښي دغه رنګه اضافه يا زياتوب صراحتهً منه (منع) دي چي نجاري او مسلم د حضرت انس څخه روايت کوي. درې مومنان د نبيﷺ د ښځو کورونو ته راغلل او د دۀ د عبادت په باره کښي ئې وپوښتل يا ئې پوښتنه وکړه چي کله دوئ ته وښودل شو نو دوئ به د پېغمبرﷺ عبادت   لږ معلوم شو نو دوئ ووئيل "د الله د نبيﷺ سره زموږ څه سيالي شته. د دۀ خو ټولي ګناهوي بخښل شوي دي، بيا په دوئ کښي يو ووئيل "زۀ به ټوله شپه لمونځ کوم، دوهم ووئيل "زۀ به پرله پسې روژې نيسم "درېېم ووئيل زۀ به د مجرد (بې واده) ژوند اختياروم او د ښځو سره به اړيکي نۀ ساتم. بيا د الله نبيﷺ راغلی او وې وئيل ايا تاسو هغه خلګ ياست چاچي داسي او داسي وئيلي ؤ؟ 

واورئ په خدائ تعالٰی قسم زۀ په تاسو کښي (ډېر) د رب تعالٰی څخه وېرېدلو والا او پرهېز ګاره يم، مګر زۀ روژه هم نيسم او دغسي ئې نۀ نيسم لمونځ هم کوم هم د ښځو سره نکاح هم کوم دا زما سنت دی او څوک چي زما سنت پرېږدي هغه له ما څخه نۀ دی. په يوه بل روايت کښي راغلي دي چي د دۀ په اصحابانو کښي يو څه خلګو اراده وکړه چي دنيا به پرېږدي او د ښځو سره به اړيکي پائ ته رسوي او راهبان به جوړېږي. رسولﷺ ته چي معلومه شوه نو (دی) د نصحت لپاره ودرېدی او د دوئ په اړه ئې سختي خبري وکړې. دۀ ووئيل "ستاسو څخه مخکښي چي کوم خلګ تباه شول هغوئ پر ځانونو سختي وکړه نو الله پر هغوئ شدت وکړی، تاسو د الله عبادت وکړئ د هغه سره څوک (په ذات او صفاتو) کښي مۀ ګډوئ، حج کوئ عمره کوئ او نېغ ووسئ، ستاسو معامله به سمه کړل شي. د دغه عباد (عبد کښي جمع، بنده غلام) او زهاد په مدافعت (دفع کول، نيول) يا په دفع کښي چي کوم مواد تيار شو د هغه خلاصه يا نښتيځ د مولانا عبدالحئ لکهنوي (۱۳۰۴- ۱۲۶۴) په يو عربي کتاب کښي هم لوستلائ شي. هسي هم الله پاک د خپلو بندګانو څخه داسي څه غواړي. نۀ چي هغه تر ډېره ناشوني وي. د بېلګي په ډول د ماښام يا د ماسخوتن په اوداسه د سهار لمونځ تر څلوېښتو يا پنځوسو کلونو پوري کول يا هره ورځ اتۀ اتۀ واره قرآن ختمول يا خپل ځان په داسي غېر ضروري خواري کښي اچول چي هغه الله تعالٰی ته مطلوبه نۀ وي الله تعالٰی چي د خپل بنده څخه "څه" غواړي؟ چي د دۀ بندګان دي، دي هم د دۀ سره مينه وکړي او هم دي د دۀ څخه وېره وکړي. د وروستنيو  بزرګانو په هکله چي کوم د زيات عبادت افسانې که باالفرض هسي هم وي دا هغه دين نۀ دی چي پېغمبر حضرت محمدﷺ ته د خدائ لخوا ورکړل شوی ؤ او چي د قرآن او سنت په بڼه کښي اوس هم زموږ سره خوندي دی. دغه رنګه کمالات چي د وروستنيو خلګو څخه روايت کېږي (اس قسم کے کمالات جو بعد کے لوگوں سے منقول ہے) بلاشبه د دې د حضرت محمدﷺ سره هيڅ تړاو نشته، مګر د زوال د زمانې د نښانيو څخه يوه نښاني دا هم ده چي پر رجالو (نوموتي مذهبي خلګ) به د تنقيد جرا٫ت ختم کړل شي. چنانچي  پر داسي ناشروع عملونو به د دوئ د نکير يا غندني پر ځائ تحسين يا ستائينه شروع وي. حتٰی کرار کرار دغه تصوف دومره مقدسه شو چي اوس تنقيد (برائے اصلاح) هم څوک ورباندي کولائ نۀ شي. حافظ ذهبي (۷۴۸ هجري) او د ابن تميمه (۷۲۸ هـ) تشدد پر صوفيانو باندي هم ډېر مشهوره دی، مګر د دوئ هم دا حال دی چي د يو چا د مدحي او په ستائش کښي د ډېر عبادت کيسې د څه نقد پرته رانقلوي. حالانکې دغه کيسې په اعتبار د واقعي هم زياتره ناقابل يقيني دي او د دين (توحيد) د حقيقت سره هيڅ تعلق نۀ لري. دغه حال زموږ د زياتره کتابونو هم دی. د تصوف دوهمه بڼه په تعبدي يا عبادتي کړونو کښي د غلو يا د زياتوب معامله ده. د لومړي شکل څخه دغه دوهم ډېر سخت دی. (پہلی شکل سے بھی زیادہ شدید ہے) په بخاري او په مسلم کښي د الله د نبيﷺ څخه د بدعت په باره کښي دغه حديث اورېدل شوی يا ليکل شوی دی لکه چي وائي:

"من احدث فی امرنا هذا ما ليس منه فهو رد

ژباړه: څوک چي زموږ په دين کښي نوی  شی راوړي هغه رد دی." 

امام زاده جوغي سمر قندي (۵۷۳ هجري) په خپل کتاب (شرعته الاسلام) کښي د صحابه کرامو په باره کښي ليکلي دي، صحابه کرامو به د هغه سړي خلاف سخت ترينه نټه کوله چي چا به اسي (نوې) طريقه را و ايستله چي دوئ به د نبوت په زمانه کښي نۀ وه ليدلې. که به هغه لږ وه که به ډېره کوچنۍ به وه که به غټه؟ 

د صحابه کرامو اجمعين دا رويه  به د عبادت په باره کښي وه، د معاملاتو په باره کښي نۀ وه. د انساني معاملاتو تړاو ډېر زيات د دنيا د عملي حالاتو سره دی چي تل يو رنګه نۀ وي، په دې خاطر په دې کښي د پرېکړو اجازت شته چي و کوم ته په قرآن کښي استنباط (نتيجه اخذ کرنا) وائي. وګورئ سوره نسا (۸۳) او په حديثو کښي دې ته اجتهاد وائي مګر د عبادت تړاو د ازلي او ابدي هستي سره دی. په دې خاطر د عبادت په مسنونه کړونو کښي د هيڅ اضافي او تبديلي سوال نۀ پېدا کېږي. د تدريجي حکمت (خيالي، قياسي، مشکل، پيچيده) يا د معذوري پر بنا د چا سره خو رعايت کېدلائ شي مګر د خپله طرفه قياسي زياتوب نۀ شي پکښي کېدلائ. د عباداتو په معامله کښي به صرف د الله د نبيﷺ اتباع يا پېروي کوي. حضرت عبدالله بن مسعود وائي : اتبعو ولا تبدعو 

ژباړه:  اتباع کوئ، نوی شی مۀ راباسئ، مګر د معاملاتو په باب پرله پسې اجتهاد  شوی دی. 

خو هيڅ صحابي تنقيد يا نقد نۀ دی ورباندي کړی، البته په عباداتو کښي چي چا د دې برابر هم څه کړي دي د زغم وړ نۀ دي بلل شوي. د حضرت عبدالله بن وغفل زوئ وائي: زما پلار زۀ په لمانځه کښي پر بسم الله الرحمٰن الرحيم وئيلو باندي وليدلم يا ئې واورېدم نو ئې ماته ووئيل "زما زويه!" دا نوی شی دی او تاته پکار ده چي د نوي شي څخه ځان وژغورې، په انساني معاملاتو کښي د بدلون ګنجائش شته او دا کېدلائ هم شي په دې کښي د اجتهاد اجازت شته مګر په عبادتي کړونو کښي د کمي او بېشي هډو سوال پېدا کېدلائ نۀ شي، په عبادتي افعالو کښي به صرف د خپل پېغمبرﷺ اتباع يا پېروي کوې. ابن عبدالبر په جامع بيان العلم و فضله کښي د سعد بن مسيب څخه روايت کړی دی چي حضرت عمر خطبه ووئيله: او په هغه کښي ئې ووئيل "اې خلګو ستاسو لپاره طريقې جاري کړل شوي دي او ستاسو لپاره فرائض مقرره شوي دي او تاسو پر يو واضح او ښکاره امر باندي پرېښودل شوي ياست، خبردار د خلګو سره چپه او راسته مۀ اوړئ" د نبوت څخه وروسته چي په امت کښي کومي فتنې پېدا شوې هغه حضرت امام شاه ولي الله تر دېرشه پوري شمېرلي دي. لسمه فتنه د دۀ په تورو (Words) کښي دا ده " په سنت ماثوره کښي چي کوم اوراد او وظائف راغلي دي د دې علاوه د خپله ځانه نور اوراد او وظيفې په نيت د رب تعالٰی د نزدېکت يعني د ثواب د ګټلو په غرض ګډول يا مستحبه کړني پر ځان د واجبو په ډول لازمه کول او په خلګو کښي د دغه کيسو د خپرولو شوق پېدا کول او داسي نور. شاه صاحب چي په دغه سلسله کښي کوم روايتونه رانقل کړي دي په هغه کښي يو دا دی (دارمي) د حکم بن مبارک څخه روايت کړی دی، هغه به وئيل موږ ته عمرو بن يحٰی خبر راکړی هغه وئيله چي ما د خپل پلار څخه واورېدل (هغه د خپل پلار څخه روايت کړی دی) " هغه ووئيله چي موږ به د سهار د لمانځه څخه مخکښي د عبدالله بن مسعود دروازې ته ورغلو او کښي نستل به چي (دی) به د کور څخه راووتی نو موږ به د دۀ سره ماجت ته تلو. يوه ورځ چي ناست ول او (حضرت) ابو موسٰی اشعري هم راغلی او وې پوښتل چي ايا ابو عبدالرحمٰن (حضرت عبدالله بن مسعود) نۀ دی راوتلی؟ موږ ورته ووئيل چي تر اوسه لا نۀ دی راوتلی دا چي ئې واورېدل نو (دی) هم زموږ سره کښي نستی تر دې پوري چي عبدالله بن مسعود (هم) د کور څخه راووتی او موږ د دۀ سره ماجت ته ولاړل بيا موسٰی اشعري دۀ ته ووئيل اې ابو عبدالرحمٰنه! ما په ماجت (مسجد) کښي يو نوی کار ليدلی دی مګر الحمدالله! ښۀ کار مي ليدلی دی! عبدالله بن مسعود ځني وپوښتل تا څه ليدلي دي؟ ابو موسٰی ورته ووئيل که تر ماجته پوري ژوندي پاته شو نو بې تۀ پخپله هم ووينې بيا ئې ووئيل ما په ماجت کښي خلګ وليدل چي دوۍ جلا جلا حلقې يا ټولۍ ئې جوړي کړي دي ناست دي او د لمانځه په انتظار دي. په هره ډله کښي يو يو سړی دی. د هغه په لاس کښي (کوچنۍ کوچنۍ) ډبري دي هغه وائي سل واره الله اکبر وواياست خلګ سل واره الله اکبر ولولي او هغوئ دغه ذکر پر دغه ډبرو کوي بيا وائي چي سل واره (لا اله اله الله) واياست خلګ سل واره دغه کليمه شريفه وائي او بيا وائي چي سل واره سبحان الله وواياست او ټوله خلګ (هم) همداسي وکړي. دا چي ئې واورېدل نو عبدالله بن مسعود وپوښتل نو بيا تاسو هغوئ ته (يا هغه ته) څه ووئيل؟ ابو موسٰی اشعري هغه ته ځواب ورکړی موږ ستا د رائې او ستا د ځواب په انتظار کښي يو. ما هغه ته هيڅ نۀ دي وئيلي. حضرت مسعود بيا ووئيل چي تاسو ولي هغه ته نۀ وئيل؟ چي تاسو خو پر دغه ډبرو د دغه زکرونو پر ځائ خپلي ګناهوي شمېرئ، ستاسو دغه شمار يا حساب بې کاره دی، دا چي ئې ووئيل نو ابن مسعود روان شو او موږ هم ورسره لاړل، تر دې پوري چي (دی) په دغه ټولويو (حلقه) کښي يوې ټولۍ ته ورغلی او ودرېدی او د دغه خلګو څخه ئې پوښتنه وکړه تاسو دغه څۀ کوئ؟ هغوئ ځواب ورکړی اې ابو عبدالرحمٰنه! موږ پر دغه ډبرو تکبير، تهليل او تسبې (تسبيح) کوو يا شمېرو. ابن مسعود ووئيل، د دې پر ځائ تاسو خپلي ګناهوي و شمېرئ او زۀ ستاسو ضامن کېږم چي ستاسو په نېکيو کښي به يوه نېکي هم ضائع نۀ شي. اې د پېغمبر (حضرت محمدﷺ) امته! تاسو برباد شئ ستاسو هلاکت څومره ژر راغلی، تر اوسه پوري خو ستاسو د نبيﷺ زياتره اصحابان (صحابه کرام) ژوندي دي. ستاسو د نبيﷺ کپړې هم تر اوسه پوري زړې شوي يا څري شوي نۀ دي.

او د دۀ لوښي لا تر اوسه مات شوي نۀ دي، مګر تاسو بيا بدعتونه شروع کړل. قسم په هغه ذات چي د چا په قبضه يا واک کښي زما ځان دی يا تاسو پر داسي دين ياست چي د محمدﷺ د دين (توحيد) څخه ډېره غوره دی يا تاسو د ګمراهي و دروازه ته رسېدلي ياست او هغه ور راخلاصېدونکی دی. هغه خلګو ځواب ورکړی، اې ابو عبدالرحمٰنه! په خدائ قسم موږ د دغه کړني څخه د نېکي اراده لرو. ابن مسعود ووئيل. ډېر نيکي کولو والا داسي دي چي دوئ ته نېکي نۀ ملاوېږي د الله پېغمبرﷺ موږ ته وئيلي دي چي ډېر خلګ به قرآن لولي مګر قرآن به د دوئ تر ستوني کښته کېږي نۀ (مگر قرآن ان کے گلے سے تجاوز نہ کرے گا) په خدائ قسم زۀ نۀ پوهېږم شايد په تاسو کښي داسي خلګ وي. دغه روايت د دارمي علاوه طبراني او ابو نعيم په حليته الاوليا کښي په بېلابېلو تورو سره نقل کړی دی. د دې ښووني لپاره کافي دی چي په عبادتي کړونو يا امورو کښي صحابه کرام څومره حساس ول او معمولي جدت ئې څومره ناخوښه بالی، مګر (تۀ) چي دغه ديني اضافه يا زياتوب دومره زيات شي چي هغه يو بل مذهب (متوازي  مذهب لکه تصوف) جوړ شي او باقاعده د هغه ماهران او ښوونکي پېدا کړل شي او نن په بدقسمتي سره د اوسني امت مسلمه حال (هم) داسي دی. 

 
FacebookMySpaceDiggDeliciousStumbleuponGoogle BookmarksRedditNewsvineTechnoratiLinkedinRSS FeedPinterest

 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ