ګلګمش باچا چي مرګ ئې نۀ غوښتی

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

ليک: ژان بوتيرو

ژباړه: حسن آغا

د مجلې ګڼه: ۱۴ مه

  د مجلې د چاپ نېټه:  اکتوبر تا مارچ ۱۸/ ۲۰۱۷

له نن څخه درې نيم زره (۳۵۰۰) کاله پخوا ليکل شوې د عراق د خاوري هغه لرغونې رزميه داستان دی چي تر اوسه خوندي دی. دا داستان د ادبي تخليق لازواله بری دی. په بله معنٰی دا د هغه پر اثره او مقدس دستاويزاتو څخه يو دی په کوم کښي چي زموږ د لرغونو پلارانو هغه باطني خيالات چي په دوړو کښي پټ وو تر موږ رارسېدلي دي.

دا داستان په اکادي ژبي کښي ليکل شوی دی چي د عبراني او عربي ژبو په وخت کښي ئې يو د بل سره تړون درلود. دا د خاوري او خټو پر يوولس تختو باندي کنده شوی دی چي پر هره تخته باندي قريباً درې نيم سوه سطرونه کنده شوي دي. وروسته په دوولسمي تختې کښي هم د داستان يوه برخه موندل شوې ده. تر اوسه په يوه پېړۍ کښي د دوو درېيمه برخه داستانونه موندل شوي دي. ځکه چي د دې دوولسمي تختې نوري ټوټې  هم په عراق کښي اتفاقاً وموندل شوې. نن د يوې خلا باوجود چي پر ځائ ده، موږ د داستان زياتره واقعات په ترتيب پوهېدلی شو. اوس د دې تحرير اهميت پوره پوره څرګند شوی دی. 

موږ په دې خبره هم خبر شو چي ۱۸ پېړۍ د عيسٰی عليه السلام تر زېږېدو لمخه مصنف چي د چا په هکله موږ هيڅ نۀ يو خبر، نورو قصو څخه استفاده کړې وه. په کوم کښي چي د قصو او نکلو په حېث هغه وخت هره خوا کېدلې. مصنف دغه واقعات په يوه داستان کښي سره رايو ځائ کړي او د هغه څخه ئې يو عظيم الشان الميائي رزميه جوړه کړې ده. 

انساني حالت : 

مصنف د خپل هيرو په حېث د ګلګمش انتخاب وکړ چي د دې قصو مرکزي کردار دی. دی د ملک يو پخوانی باچا ؤ چي ۳۰۰۰ کاله ق م په دوره کښي د " اورک"  لرغوني ښار حکمران ؤ. د دې نوم په هکله موږ ډېر کم معلومات لرو، موږ د اورک ښار  په هکله په پخواني داستانو کښي بيان شوي معلوماتو علاوه نور معلومات په لاس کښي نۀ لرو. خو بيا هم د خپل شاهي خطاب پر ځائ چي د لوستونکو پام ئې ځانته اړولی دی. ګلګمش په دې داستان کښي نۀ خو د خپلو جنګو او بريا په حواله د سياسي يا نظامي لار ښوونکي په حېث څرګند شو، نۀ د يو قامي لارښود په څېر. دی يوازي د يو انسان په توګه راپېژندل شوی دی. د انساني ټولني د يو اتل او کار پوه په څېر راپېژنل شوی دی. 

په دې ټوله داستان کښي ګلګمش نۀ د يو فاتح، نۀ د اقتدار د خاوند، نۀ د خپل ملک د خوشحالي او تهذيبي پر مختګ سره د زړۀ غوښتونکي په توګه په نظر راځي. ولي دی تر هر څه مهم د هغه وېرونکي مسئلې د حل کولو په ناکامو هڅو کښي سرګردانه په نظر راځي. د مرګ مقابله څرنګه کېدلائ شي؟ د ګلګمش رزميه تر هر څه اول د دې انساني حالت بيان دی. د اورک د باچا په حېث په کوم چي د دۀ مهمات، خوبونه اميدونه، تکليفونه او د نابرياليتوب اخري اعتراف شامل دی. 

پر فن باندي د پوره عبور سره مصنف د باچا د عروج و زوال حالت بيان کړی دی. په لومړي شپږو تختو کښي د عروج داستان بيان شوی دی. په نورو تختو کښي د زوال په هکله ليک کنده شوی دی.  دا رزميه شايد د باچا په حکم سره سم د ليک د دود مطابق هغه وخت کنده شوی وي چي کله دی د خپل اوږد سفر څخه ستړی ستومانه واپس راغلی دی. شايد چي دۀ د داسي ژوند لومړي سبقونه خپل راتلونکو نسلونو ته رسول غوښتل. 

د اورک خوشحال باچا خو اول د يو سپرمين په شکل کښي وړاندي شوی دی. هغه له هغه طاقت خبر او په خپلي لاس برۍ باندي پوه دی او هغه په خپل ګېر چاپېره دنيا باندي ظلم پېل کوي. د خلګو د شکايتو په اورېدو سره ديوتا د مداخلت فېصله کوي. هغوئ دا معامله د اينکي په حواله کوي چي د دوئ په منځ کښي تر ټولوزيات پوه دی. اينکي د دۀ په مقابله د دۀ يو حريف د تخليقولو هڅه کوي چي هغه د  ګلګمش د زړۀ څخه دغه احساس وباسي چي د دۀ په شان بل څوک نشته. او دی به د ظلم و جبر د لاري څخه را اړوي:

دا نوی وجود د ښار مهذبه وګړی نۀ دی. هغه وحشي دی، د مهذبه نړۍ څخه ليري په يو ځنګله کښي پېدا شوی او هم هلته لوئ شوی دی. د دۀ نوم "انکيدو" ( د اينکي تخليق) د دۀ د اصليت په هکله معلومات راکوي. 

د دۀ د وجود په خبرېدو سره ګلګمش دی و خپل ځانته د جلب کولو په خاطر " ليسيويا" د هغه پسې لېږي. چي يو درباري مينځه ده. ليسيويا انکيدو په خپل دام کښي راګيروي. او دی د ښاري ژوند په کړو وړو باندي خبروي. د ګلګمش او انکيدو ليدۀ کاتۀ په يوه غېر دوستانه ماحول کښي تر سره کېږي. او دواړه يو پر بل باندي خپل لومړي توب د ثابتولو کوشش کوي. دوئ د غويانو په شان پوښهاری لري او يو د بل سره لاس او ګرېوان کېږي. خو وروسته يو د بل سره مينه وکړي. رقابت په دوستي بدل شي. مصنف "خادم" د ګلګمش نزدې دوست او ملګری جوړ کړی دی. 

دوه ملګري:

دواړه ملګري د يو بل سره د صنوبر د ځنګله پر يو عظيم او خطرناکه مهم باندي روانېږي. ګلګمش او انکيدو د شمال غرب په لوري لبنان او امانوس ته ځي. د شهرت او عظمت د لاس ته راوړلو په مرسته په مرګ باندي د غلبې پټ خواهش د تشکيلېدو عمل شروع شوی دی. ګلګمش وائي چي " که زۀ مړ شوم زۀ به دا خپل  نوم داسي پرېږدم چي هغه به د تل دپاره يو نوم وي". 

د ډېرو اوږدو مراحلو وروسته چي د هغه په باره کښي چي په ډېر څه ئې نۀ پوهېږو چي په هره مرحله کښي ګلګمش يو خوب  ويني د کوم تعبير چي د دۀ خپل ملګری دۀ ته بيان کړي. دوئ دواړه په يو تياره خاموشه او ګڼ ځنګل ته ورسېږي. د ځنګله حفاظت " هو واوا" ( يا همبابا) نوی دېب کوي پر کوم چي دواړه ملګري غلبه وموندي. 

نو دلته مصنف چي د پس منظر تشکيلېدونکي بدنصيبي څخه خبر دی د هيروګانو د لومړي خطا په باره کښي خبره کوي. هغه دواړه د دېب د منځه وړلو فېصله کوي او بيا د خپلي مرضۍ مطابق د کار کولو دپاره د صنوبر (وبښتي) درختي په لويه کچه د منځه وړي. دا رنګه هغه يوه بله خطا کوي. د درختو د غټو لرګو څخه کښتۍ جوړوي، په هغه کښي سپرېږي، د فرات درياب څخه تېرېږي او اورک ته رسېږي چېري چي په فاتحانه انداز دوئ ته ښۀ راغلاست وئيل کېږي. 

دواړه ملګري د عظمت پر لوړي پوړۍ خېږي، بيا يوه بله واقعه رامنځته کېږي چي مصنف په ډېر مهارت د برياليتوب په توګه وړاندي کوي. لاکن د تېرو دوو خطاؤ په يو ځائ کېدو د يو خاصي نتيجې حامل جوړېږي. دېبه "اشتر" د ګلګمش سره په عشق کښي اخته کېږي. لاکن دی د دې په بې اعتباره طبعيت باندي خبر دی. د دې پر مختګ ردوي، اشتر د بدل اخستو په خاطر خپل پلار " ابّو" ته چي د دېبانو باچا وي چي تۀ اسماني غوئی اورک ته  راولېږه، د داستان له رويه هم دا رنګه يو بل مصيبت مخکښي هم رانازل شوی ؤ. 

ګلګمش او انکيدو دا بلا وژني او ټکړې ټکړې ئې کړي، لاکن يو ځل بيا نور زياتوب کوي. د کوم مظاهره چي اکثره فاتحين د فتح پر وخت کوي. هغه دا چي د اشتر توهين کوي. د خپل زوال د راتلو څخه بې خبره ګلګمش د خپل برياليتوب يو شانداره جشن په خپل محل کښي جوړوي. هلته د شراب په نشه کښي مدهوشه ځان تر هر چا زيات شانداره هيرو او تر ټولو زيات د لوئ درجې انسان ګڼي. 

هم دغه هغه مرحله دی چېري چي د تېر وختو خطاوي خپل مجموعي اثر ښکاره کول پېل کوي چي کله دېبان د خپل رد عمل اظهار کوي او طوفاني لړۍ پېل کېږي. د اوومي تختۍ په لومړي سر کښي انکيدو يو وېرونکی خوب ويني چي د دېبانو په اجتماع کښي دۀ ته د مرګ سزا ورکړل شوې ده، او بيا دی ناببره ناروغه کېږي. 

د دۀ صحت ورځ په ورځ خرابېږي. دۀ  ته دا احساس کېږي چي دی مري. دی و هغي درباري مينځي ته غصه کېږي چاچي دی د نوي ژوند سره اشنا کړ او بيا ئې د بدقسمتي پر لور  روان کړ. بلا خره، دی د خپل ملګري ګلګمش په لاسو کښي د مرګ کومي ته لوېږي. په لومړي سر کښي خو د ګلګمش زړۀ ته نۀ لوېږي چي انکيدو مړ شو. ګلګمش د دۀ خراب مړ وجود باندي خاص پاملرنه څخه انکار کوي، تر څو د دۀ پر بدن باندي چينجيان ګرځي راګرځي. 

هيرو په لومړي ځل د رښتوني مرګ تجربه تر لاس کوي او دی خپل ملګری د ناببره مرګ په شکل کښي د خپل مرګ نۀ زغمېدونکي تصوير ويني. 

"چي کله زۀ مړسم، ايا بيا به زۀ ستا په شان نۀ شم انکيدو؟

 غم دي زما په زړۀ کښي ځائ جوړ کړ" 

پخپله د دې خيال څخه د ځان ژغورلو په خاطر چي اوس د دۀ په زړۀ او دماغ باندي سپور دی. دی د مرګ څخه د ځان ژغورلو لاره د موندلو دپاره د ابدي ژوند  د راز په تلاش کښي روانېږي. 

د ابدي ژوند تحفه:

دی په دې خبر دی چي دېبانو يو ځل يو سړي ته د ابدي ژوند تحفه ورکړې وه چي د هغه نوم "اتاناپشيتم" (ما ژوند موندلی دی) او هغه په طوفان نوح عليه السلام کښي يوازنی سړی ؤ چي ژوندی پاته شوی ؤ، چي  د هغه په سبب د انساني نسل تسلسل يقيني شوی ؤ. لاکن دۀ ته د دې تحفې ورکولو پس دېبانو دی د نورو انسانانو څخه بېل کړی ؤ. او دی ئې د نړۍ و بلي څنډي ته استولی ؤ. ګلګمش دا فېصله کوي چي دی د اتاناپشيتم د موندلو دپاره به ځي چي تر څو د هغه د موندلو پس د ابدي ژوند راز ځانته معلوم کړي. 

چي کله دی د خپل حيرانوونکي او اوږد سفر وروسته په اخر کښي د اوږد سمندر غاړي ته رسېږي چي د دۀ او د دۀ د مقصد تر منځ خنډ وي نو د دۀ ملاقات د يوې شاپېرۍ سره کېږي. شاپېرۍ دی خبرداره کوي چي ستا هڅي به هيڅ نتيجه ونۀ کړي. 

" ګلګمشه! تۀ چېري منډي ترډي وهې، تۀ چي د کوم ابدي ژوند په تلاش کښي ئې هغه تۀ نۀ شې موندلی. ځکه چي کله دېبانو انسان تخليق کړ نو دوئ مرګ د انساني ژوند مقدر کړ، لاکن ژوند ئې دوئ په خپله قبضه کښي وساتی". 

" نو اې ګلګمشه! ښۀ په مړه ګېډه شيان وخوره او ورځ او شپه خوشحالي کوه، ورځ په خوشحالي تېروه. ټوله ورځ او شپه په نڅا اوسه. لباس دي صفا ساته. تۀ پخپله هم لا مبه او ښۀ صفا اوسه، تۀ د خپلي ښځي او بچيانو سره خوښ اوسه، هم دغه د نوع انسان مقدر دی".

لاکن ګلګمش د ابدي ژوند په خوب کښي غرق پر الفاظو هيڅ توجو نۀ ورکوله. او پر خپله لاره روان ؤ. چي په اخر کښي دی اتاناپشيتم وموندي. هغه د دۀ څخه پوښتنه وکړي چي څرنګه ئې؟ نو دی د هغه څه دا پوښتنه وکړي چي دۀ د دېبانو دا معجزاتي ژوند څنګه  تر لاسه کړ؟ د دۀ په جواب کښي اتانا پشيتم دۀ ته د طوفان نوح عليه السلام داستان واوروي. هغه ورته وائي چي څرنګه دېبانو د انساني نسل د تباه کولو فېصله وکړه د کوم تخليق چي دوئ د خپل خدمت دپاره کړی ؤ. لاکن د دوئ شمېره ډېره زياته شوه. د دوئ د شور څخه د دېبانو خوب رډ شو. 

د ټولو انسانانو له منځه تللو پس چي دېبان د کوم مشکل سره مخامخ کېږي، د دې اندازه په لګولو سره اينکي دېب په خپله مرضۍ سره د يوه سړي د ژغورلو بندوبست کوي او په يوه کښتۍ کښي د ژوند ضرورت سامانونه ئې تيار کړل. چي د وکولائ شي چي په طوفان نوح عليه السلام کښي دا سړی محفوظ ووسي. يوازي په دې وجه احسان منده دېبانو د اتانا پشيتم سره دا وعده کړې وه چي دی به کله هم نۀ مري. 

وروسته پر ګلګمش باندي د ثابتولو په خاطر چي دی په حقيقت کښي د ابدي ژوند اهليت نۀ لري اتاناپشيتم دی چيلنجوي چي دی دي شپږ ورځي بې خوبه راته تېري کړي. لاکن دی په لومړي ورځي ويده شي. د دې پس د دۀ سره بله يو لار نۀ شي پاته بې له دې چي دی بېرته ولاړ شي. د دۀ خوب خاوري شي، د دۀ د ټول زيار او خواري هيڅ پايله را ونۀ وزي. 

"زما لاسونه د چا دپاره ستړي کېږي؟

زما د زړۀ ويني د چا دپاره توئېږي؟

ګلګمش بېرته خپل وطن ته ستنېږي او د داستان مصنف د اورک د شانداره ښار ټولني ته ورپېژني او خپل هيرو او د دۀ په مرسته د قام نور خلګ د ژوند و خوشحالۍ ته رابولي. 

نوټ: (دا داستان د نړۍ د عظيمو داستانو څخه يو دی چي ژاک بوتيرو ليکلی دی. او په ۱۹۸۹ (پيامي مجله جلد۱۳) د يونيسکو کښي چاپ شوی دی. دا داستان چي د نړۍ په ډېرو ژبو کښي ژباړل شوی دی ماهم  د خپلو پښتنو دپاره په پښتو ژبه ژباړلی دی.  

 
FacebookMySpaceDiggDeliciousStumbleuponGoogle BookmarksRedditNewsvineTechnoratiLinkedinRSS FeedPinterest

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ