اساک، ضحاک، اواس

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

 

 ليکوال: سعد الله جان برق  

د مجلې ګڼه: ۱۵مه

  د مجلې د چاپ نېټه:اپريل تا جون ۲۰۱۸ 

په "خال" مجله کښي مي د سيد خېر محمد عارف تحقيقي مضمون په "ضحاک" باندي اولوستلو، ډېر ښۀ علمي او تحقيقي مضمون دی، خو د "ضحاک" نومي بادشاه دا قصه بنيادي طور غلطه ده او دومره غلط غلط ليکل پر شوي دي دي چي حقيقت په افسانو کښي بېخي ورک شوی دی.

زموږ د تحقيق او بيا خاص طور سره د پښتنو سره تړلي موضوعاتو باندي د ايراني او بيا ورپسې عربي او بيا د مغربي ليکوالو په کتابونو کښي دغه تکرار دومره زيات راغلی دی چي د تحقيق او څېړني لاره ئې ټول د لوګو او ګردو غبار نه دومره ډکه کړې چي هيڅ په نظر نۀ راځي. او چي څوک هم په دغه موضوعاتو باندي قلم پورته کوي نو ورته وړاندي د کتابونو او حوالو يودومره لوئ انبار پروت وي چي هغه هم پکښي اونښلي او بهر تر نه او نۀ وتی شي. حالانکې اوس د نوو علومو په رڼا کښي دا خبره ثابته شوې ده چي دغه ټول کتابونه که عربو ليکلي دي که افغانانو ليکلي دي او که بيا هم د دوئ نه د مغرب مستشرقينو اخستې وي، بنيادي طور په ايراني اساطيرو اډاڼه دي چي لوئ سرچشمې ئې اويستا، خدائ نامه، شاهنامه فردوسي دي او په دغه ټولو کښي د يو نامعلوم دښمن بد وئيلی شوي دي چي چرته په دېوانو ياد شوي دي، چرته اژدها ګانو، لړمانانو ياد شوي دي يا بيا په تورانيانو او د اهرمن په پېداوار ياد شوي دي. بلکې په دغه ايراني منابعو کښي د اول نه تر اخره پوري ايرانيانو خپل ځان د ښۀ خدائ ښۀ مخلوق ياد کړی دی چي اهور مزدا، هورمز يا نيروان بللی شي او "خدائ خير دی" او خپل دښمنان ئې د شر د شرپسند خدائ "اندرا مينو" يا اهرمن شيطان پېداوار يا د کړي دي. هر قسم خراب نومونه ئې ورکړي دي، خو هغه ټول "صفاتي" دي او څه حقيقي پېژندګلو ئې نۀ ده ورکړې، خو بيا هم په يو څو نومونو کښي ئې څه لږ لږ شناخت کېدلائ شي. يو توراني نوم کښي بل په ضحاک نوم کښي او بل په سنګها کښي. خو اصلي پېژندګلو ئې د "ديو" په نوم کښي موجوده ده. "ديو" چي په ايراني نوشتو کښي يو شري خونريز او تباه کار مخلوق دی خو چي بل طرف ته موږ د فارسي نوشتو د دې طلسم نه اوزو نو په هندي منابعو کښي "ديو" د خدائ او رڼا په معنٰی ياد شوی دی او شيطاني مخلوق پکښي "اسور" دی، چي د هندۍ او فارسۍ د لهجو په رڼا کښي "اهور" جوړېږي. ځکه چي ايراني په هر هغه ځائ کښي "هـ" استعمالوي کوم ځائ چي هنديان "س" يادوي. لکه کس نه کوه، ديس نه ديهه، ماس نه ماه، سپت نه هپت او د سند نه هند سوما نه هوما. 

نو د تقابلي مطالعې نه پته لګي چي اهور يا اسور د هنديانو په نظر کښي "شيطان" دی او "ديو" خدائ دی. خو د ايرانيانو په نوشتو کښي اهور خدائ دی او "ديو" شيطان دی. داسي نور هم شواهد شته لکه د هنديانو اندر او منو چي ئې په اندرامنو کښي رايو ځائ کړي دي. حالانکې اندر د هنديانو لوئ ديوتا او منو ئې بابا ادم دی او د ايراناينو چي کوم بابا ادم يا نوح يامه يا جمشيد دی هغه هنديانو د مرګ ديوتا يم يا يم راج کړی دی. 

 د دې مذهبي توپير او تضاد نه صفا معلومېږي چي د کهزاد و نور عالمانو دا نظريه بالکل غلطه ده چي اويستا او رګ ويد دواړه د ارياؤ نوشتې دي. بلکې دا حقيقت تر ثابتېږي چي دا دواړه نوشتې د دوو داسي ډلو نوشتې دي چي د يو بل جد په جد دښمنان ئې او مخالفي دي. د يو بل هر څه ته بد وائي او هر عېب په يو بل کښي ور اچوي. او تر منځه ئې سخته دښمني او کرکه ده. 

اوس سوال دا دی چي دا دواړه ډلي دي څوک؟ يوه ډله خو ثابته ده چي اريا دي او په لاس کښي ئې د اويستا خدائ نامک او شاهنامې اساطير دي چي د اهرمن او د هغه د مخلوقاتو دښمنان دي. ظاهره ده چي هغه دښمنان او شيطاني خلګ "ديوان" يا د "ديو" منونکي دي چي د رګ ويد او نورو نوشتو مالکان دي او دښمنان ئې اسوران (اهوران) دي. د ټولو د تقابلي مطالعې او تجزئې نه پس دا ثابته شي چي د دغه ديوانو، اژدها ګانو يو نوم "ضحاک" هم ورسره اژدهاک ازي دهاکا استياګ هم ليکلی شي او سګيا هم. او د دې دواړو ټکو استياګ او سګها نه پته لګي چي اصل ئې اس يا اساک دی چي معرب شکل ئې ضحاک دی. اژدهاک ازهي داکا يا ضحاک دی. اوس به دا ګورو چي اساک څوک دي. کوم چي ايراني او بيا ورپسې عربي او بيا ورپسې يوناني او مغربي منابعو د خپلو رنګونو لاندي دومره بې رنګه کړي دي چي ډېر کم خلګ ئې پېژندلی شي او د ضحاک ازي دهاک اژدهاک او استياګ په نومونو کښي بي لاري شي. دا ټول نومونه هسي سره جنګولي شوي دي او ضحاک ته رنګارنګ پرتوګونه ور اچول شوي دي چي نوم پته او پېژندګلوي ورله بېخي ورکه کړي دي. د يو افسانوي ظالم باچا نوم ئې ورکړی دی چي شيطان ورله په اوږو باندي بوسه ورکړې وه او هلته دوه ياران پېدا شوي وو چي هره ورځ به ئې پر د دوو انسانانو مازغه خورول. د دۀ عمر زر کاله ؤ، دۀ يو دوزخ هم جوړ کړی ؤ چي "کنګ دژ" ئې نوم ؤ او موجوده "قندز" کښي ؤ. د کنګ دژ نه قندز او د "دژ" نه د دوزخ نومونه جوړ دي. دا يو د اور نه ډکه کلا وه. 

ازهي جوړولو نه پس ئې په راښکو راښکو د عربۍ معنو ته نږدې کړی دی. ځکه چي هلته د تورات د مطابق چي کله د ابراهيم زوئ پېدا شو نو نومور ئې وخندل. ځکه برضحاق نوم کښېښودلی شو. بل دا چي اکثر په داستانو کښي "ولن" چي ظلم کوي نو هاها خاندي ګويا خندا د يو ظالم نښه ګرځولی شوې ده. اوس هم په فلمونو او ډرامو کښي ولن يا ظالم خندا کوي. حالانکې په لغوي او ګرائمري لحاظ باندي د "ضحاک" معني د خندېدونکي نۀ بلکې د "خندوونکي" راځي. د دې د هر څه نه ثابته شي چي "ضحاک" په اصل کښي "اساک" دی او کله هم نومونه داسي په يو شکل کښي نۀ پاتي کېږي. تر څو چي هغه فعل نه وي. اساک خپل يو مستقل ثابت شوی او معنې لرونکی ټکی دی چي د خپل وخت زمانې عمرانياتو او بشرياتو او حيواناتو د علومو سره تعلق لري. او بنيادي ئې "اس" دی. اساک يعني د اسونو والا چي په ړومبي ځل ئې اس د يوې جنګي سوارلي او وسلې ميدان ته راويستی ؤ.

اس بنيادي طور د "اسمان" سره تعلق لري، ځکه چي د نمر زوئ بللی کېږي. هم دا ماده په ستوري، لا سټار کښي هم ده. اسوريه (نمر) کښي هم ده او په اسمان يا اکاش يا اسکائ يا د پښتو په اسک (هسک) کښي هم ده. په سټار عتشار (د سپرلي ستوری) عشتر، آستر، آسټر او ايسټر کښي هم ده. په "اسيا" کښي هم ده په "استان" کښي هم ده استانه کښي هم ده. 

فلپ حتي په تاريخ شام کښي د دې ډېر ښۀ وضاحت کړی دی. ليکي چي په مصر باندي کومه "هيکسوس" ډله په اتلسمه پېړۍ قبل مسيح کښي حکمرانه شوې وه او څلور نيم سوه کاله ئې حکومت کړی ؤ. د ابراهيم نه تر موسیٰ پوري اسرائيلي نبيان هم په دغه دور کښي پېدا شوي. د دغه "هکسوسو" امتيازي نښان "اس" ؤ. ليکي؛ 

" اس دومره نوی او وېروونکی څيز ؤ چي د دې علاقې خلګو دپاره  دومره نوی ؤ چي صرف اواز به ئې چا واورېدو نو تښتېدلو به. دا په هغه زمانې کښي يو داسي ايجاد ؤ لکه څنګه چي زموږ په زمانه کښي موټر، وهيکلز، ټينک يا هوائي جهاز کېدی شي" (تاريخ شام)

 د مصر يو زوړ مؤرخ "مانيتو" ليکلي دي چي حواله ئې هم د فلپ حتي په هم دغه کتاب کښي ده چي

" بيا څه اوشول داسي اوشول چي جوړې ديوتاګان زموږ نه خفه شوي وو چي د مشرق د لوري د بد ذاته کم اصلو او اجنبي خلګو يوه ډله راغله "هکوشويت" او زموږ ملک ئې ونيو. بادشاه ئې قتل کړو او خپل يو بادشاه ئې کښېنولو چي نامه ئې "اسيس" وه." (تاريخ شام) 

مولانا سليمان ندوي په  تاريخ ارض القرآن کښي ليکي چي دا اسيس د قرآن عزيز دی چي د يوسف عليه السلام سرپرست ؤ. 

خبري نوري هم شته خو اساک د اسونو واله خانه بدوش وو چي برابر هم په هغه زمانه کښي د مصر شام په ځمکو کښي ښکاره کېږي. د کومي زمانې نه چي لږ وړاندي په بلخ و باختر باندي د ضحاک (په اصل کښي اساک حکومت ؤ بلکې د ايشيا او يورپ په نورو ډېرو ځمکو کښي هم د اساک، ساکا، اسکايټي، اسکوتي، سکتي يا بيا يونانيانو سره سکوتائي او روستو "ستهين" ياد شوي دي. دا د ارياؤ نه بېخي بدل خلګ وو. اريا زراعت کار وو او دوئ کو چانيان څاروي پال وو. دا څه نسل نۀ ؤ بلکې د "اس" په وجه د بېلابېلو ډلو مشترک نوم ؤ چي بيا پکښي ذيلي نور شاخونه هم دي، لکه مها اساک چي وروستو بيا مساګيت او مساکا دي. هوما ورګه اساک، تېره خول اساک، يا رادريا اساک وغيره. زموږ مست هم مها است دي. سهک زئي، اسحق زئي، اڅکزی ټول اساک دي. 

پښتانۀ د مها اساک د ډلي نه دي چي بيا د بلخ يا بخد نه د حکومت په ختمېدو منتشر شول او هند وغيره ته لاړل او د بخد په تعلق بخد، بکت، پکهت او پکتي مشهور شول. په بلخ و باختر کښي د دغه اساک خانه بدوشو حکومت د غلطو نوشتو او افسانو کبله د ضحاک په اساطيري نوم مشهور کړی شوی دی. چي بالکل غلط دی. زر کاله عمر د يو فرد هډو ممکن نۀ دی. البته د يوې ډلي يا خاندان يا دور دپاره ټاکلی شوی وخت دی. هر دور تقريباً هم دومره زمانه عروج لرلی شي، بيا د زوال ښکار شي. 

بلکې که اساطيري افسانې تر ليري کړو نو جمشيد، فريدون او افراسياب هم افراد نۀ وو بلکې ډلي وې. 

خو دا د ايرانيانو د  تعليم يافته کېدو کمال دی چي اساک يا پښتانۀ خو بې سواده خانه بدوش وو، نو چي څومره دښمني ئې پر ويستلې شوه هغه ئې پر ويستې ده او تر خپله وسه ئې بې نومه بې نښانه کړي دي. صرف په يو څو تمثيلي خرابو نومونو ئې ياد کړي دي. لکه په مذهبي نوشتو کښي چي مخالف صرف کافران وي د ايراني نوشتو په شا هم مذهبي او نسلي تعصب ؤ او د جادوګرۍ اندازه ئې د دې نه لګي چي نن پښتانۀ او بيا خاص طور سره د فارسټ او ايرانيت زيات نه متاثر افغاني ليکوال هم هغه نوشتې زوتوي چي ټول ټال بنياد ئې په اويستا، شاهنامه، خدائ نامه او بيا د علي احمد کهزاد په نوشتو دی. کنې اساک په تاريخ کښي د ارياؤ څه چي د تمامو ډلو نه ډېره لويه باثره او طاقتوره ډله وه. خو په يو ظالم افسانوي ضحاک يا سګهزها کښي ئې راغونډه کړې ده. 

په اخره کښي دومره وئيل غواړم چي هر کتاب کتاب نۀ وي. هره حواله مستنده نۀ وي. هر ليکونکي عالم نۀ وي او هره قصه تاريخ نۀ وي. 

FacebookMySpaceDiggDeliciousStumbleuponGoogle BookmarksRedditNewsvineTechnoratiLinkedinRSS FeedPinterest

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

More Articles ...