د درېيم نړيوال سېمينار دپاره د مقالو غوښتنه

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: خبرونه

قدرمنو!

پښو اکېډمۍ کوټه د درېيم نړيوال سېمينار دپاره د پښتو ژبي او ادب د ليکوالو څخه  پر ځانګړو موضوعاتو د ليکلو غوښتنه کوي.

دغه سېمينار د کال ۲۰۱۹م دجولائي د مياشتي له ۵ څخه تر ۷  نېټي پوري د "پښتو ادب د نيمي پېړۍ مزل: فکري او نظري رجحانات" تر سر ليک لاندي کېدونکی دی. په دې کښي به  د پښتو ژبي ليکوالان ، محققين او پوهان ګډون کوي.

د دې بلنليک له لاري پښتو اکېډمۍ په لاندينيو اتلسو (۱۸) موضوعاتو له خواهش لرونکو ليکوالانو څخه د خپلي مقالې د تلخيص/ لنډيز رالېږلو خواست کوي. لنډيز پکار دی له ۳۰۰ څخه بيا تر ۵۰۰ ټکو پوري اوږدوالی ولري. د يادوني وړ ده چي لنډيز به له ورکړل شوو موضوعاتو سره په علمي او تکنيکي توګه تړون لري.

ځکه چي دا د مقالو ليکلو عامه بلنه (Open Call for Paper ) ده. د مقالې د لنډيز د ټاکلو يا ردولو حق پښتو اکېډمۍ کوټه خوندي ساتي. د ټاکلي کمېټۍ پرېکړه به حتمي وي .

له ټولو خواهش لرونکو ليکوالانو خواست دی چي د لاندينيو موضوعاتو لنډيز (Abstract) دي تر دوهم جون پوري راولېږي. د کومو ليکوالانو لنډيز چي د مقالې دپاره ومنل شي له هغو سره به د مقالې د ليکلو دپاره تماس نيول کېږي او د هغو  د تګ راتګ او استوګني ذمه به د اکېډمۍ پر غاړه وي.  

د هر رنګه مرستي او معلوماتو دپاره پر لاندي اي ميل/ درک/ شمېره باندي کولائ شئ تماس  ونيسئ.

نوټ:

 ۱:  وختي چاپ شوې يا په بل سېمينار/ کانفرنس کښي وړاندي شوې مقاله/ لنډيز د منلو وړ نه ده.

۲: هر لنډيز/ مقاله رالېږونکی دي د خپلو چاپي اثارو يا مضامينو يو فهرست هم له لنډيز سره راولېږي. دا به مقالې د انتخاب او د چاپ په لړ کښي  د ادارې مرسته وکړي.

اې ميل : This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.              

په درناوي

خليل باور

 

جنرل سکرټري پښو اکېډمۍ کوټه 0333-7869896


  پښتو ادب د نيمي پېړۍ مزل: فکري او نظرياتي رجحانات  (1970-2019)

د پښتو اکېډمۍ کوټي لخوا درېيم نړيوال سيمينار 7,6,5م  جولائي  کال    2019م

غونډي او ټاکل شوي موضوعات  

په پښتو ادب کښي د ټولنيز او تاريخي شعور څرک:1

 

تاريخې شعور د پښتو غزل په تله کښي 

 

 

پښتو ناول او د پښتني چاپېريال ديو مالا

 

 

فوکلوري صنفونه : زموږ د کلتوري او ټولنيز تاريخ پانګه

 

د پښتو ادب صنفي بيانيه: اوس مهاله  رجحانات : 2

 

 

ډرامه کښي د صنفي انصاف  انډول     په پښتو

 

 

  په  ناول کښي د صنفي کردارونو نفسياتي څېړنه

 

 

په غزل کښې  د عشق  د موضوع صنفي تناظر  

 

    :3اوسنی پښتو ادب او د ملت پالني    تصور

 

پښتو جديد نظم کښې د قامولۍ د تصور ارتقا 

 

 

په پښتو فلم کښې د ملت پالني انځورګري  

 

 

په چاربيتو، بګتيو، او سندرو کښې د ملت پالني څرک

 

 په پښتو ادب کښې طبقاتي توپير او مبارزه: 4 

 

پښتو نظم د طبقاتي فکر په رڼا کښې

 

 

په غاړو کښې د طبقاتي جبر انګازې 

 

 

په تکل او مزاح کښې د طبقاتي مزاحمت رنګونه

 

په پښتو ادب کښې کلتوري رنګونه :5

 

د پښتو فلمونو کلتوري بيانيه  

 

 

پښتون کلتور په نړيوال  فلمونو کښي

 

 

 بانډار  د اولسي موسيقۍ سمبول  

 

پښتو ادب او نوی ښاري تهذيب: د نوو علامتونو تخليقي هڅي:6

 

په پښتو غزل کښي د ښاري تهذيب علامتونه

 

 

پښتو غاړۀ د نوي ښاري  تهذيب په څپو کښي 

 

 

ټپه د نوي ښاري تهذيب په ټال کښې